بسم الله الرحمن الرحیم
د جرمني په برلین ښار کې د جوړې شوې غونډې په اړوند د افغانستان ملي يووالي ګوند اعلامیه
په ډله ايزو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شويدي چې د جرمني د برلین ښار په اسپین انستیتوت کې د امريکا د کانګرس
يو شمیر غړو په ګډون په ټولیزه کې د مرکزي افغانستان او شمال په قومي بنسټ جوړو شوو ګوندونو مشرانو د جرمني هیواد
د يو شمیر چارواکو په کوربه توب د ))افغانستان ۴۱۰۲ ، فرصتونه او ستونزې(( تر سرلیک لاندې يوه غونډه د جنوري په ۸
او ۹ نیټه جوړه شوه . په غونډه کې د استعماري سیاستونو يوه ستره توطیه چې په اوسنیو شرايطوکې په افغانستان کې د
فدرالي سیستم منځ ته راوړل دي، مطرح کیږي . دا په واقعیت کې په راتلونکي کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د له
منځه وړلو او د افغانستان د تجزيه کولو په لور داسې يو ګام دی چې د بهرنیو په لمسه په افغانستان کې د پردي پالو
عناصرو په واسطه پورته کیږي.
د افغانستان ملي يووالي ګوند دغه ډول غونډې د افغانستان د امنیت، ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي يووالي، پرمختګ او
سوکالۍ پر ضد يو عمل ګڼي او په کلکه يې غندي . ځکه چې :
۰ – افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی نو ځکه د هیواد د برخه لیک په اړوند هره پريکړه بايد د ټولو افغانانو له خوا
ونیول شي .
۴ – هیڅ ګوند او يا ګوندونه په تیره بیا چې په قومي بنسټ سره د يو څو لږکیو قومونو څخه جوړ او پردي پال هم وي، د
افغانستان د ټولو خلکو او قومونو په خاص ډول د پښتنو چې د ټولنې اکثريت جوړوي، استازيتوب کولی نه شي . د
افغانستان د خلکو برخلیک پورې تړلو مسُلو په اړوند د هغوئ پريکړې کوم مشروعیت او قانونیت نه لري .
۳ – د ملي مسُلو لکه د نظام بدلول او يا فدرالي سیستم منځ ته راوړل د افغانستان د ټولو خلکو واک او صلاحیت دی چې د
ټولپوښتنې او يا هم لوې جرګې له لارې بايد حل شي ، نه دا چې د کوم ځانګړي قوم او يا ګوند له خوا د هغوئ د بهرنیو
بادارانو په لارښوونه ،لمسه او ملاتړ.
۲ – په اوسنیو شرايطو کې د افغانستان اساسي ستونزه سوله، ثبات او د امنیت ټینګول دي چې د يو غښتلي ځواکمن
دموکراتیک مرکزي دولت په وجود کې تحقق موندلی شي . په اوسني وخت کې د فدرال افغانستان غوښتنه د جګړو د دوام،
د پرديو هیوادونو لاس وهنو ته د شرايطو برابرولو او جنګي جنايتکارانو ته د مصؤنیت ورکونې پرته نور څه نه دي .
۵ – داسې غونډې جوړول نه يواځې دا چې د دموکراسۍ د ماهیت سره سمون نه لري، بلکې د نورو هیوادونو او ولسونو په
کورنیو چارو کې بې شرمانه لاسوهنه ده . تاريخ يو ځل بیا ثابته کړه چې پردي تل پردي وي او هغوئ د خپلو ګټو او حیثیت
ساتلو په خاطر هر ډول انساني ضد کړنې د پردي پالو په وجود کې سرته رسوي .
زموږ له نظره د دې غونډې په اړوند د افغانستان دولت چوپتیا د ګوډاګیتوب، بې واکتوب، منافقتوب او د ملي ګټو په
وړاندې د بې تفاوتۍ او معامله ګرۍ ښکاره ثبوت دی .
يادونه :
موږ د جرمني په هیواد کې د نوموړې غونډې په اړوند د ټولو مدني ټولنو او ځانګړو کسانو ملي غبرګونونه تاُ يد او ملاتړ يې
کوو. موږ په دې باور يو چې يواځې د اعلامیو په خپرولو سره د وطن په وړاندې روانې توطیې شنډيدلی نه شي، بلکې د
دغسې توطیو شنډيدل د ټولو هیوادوالو په عملي کړنو او هلو ځلو سره شونی کیږي . زموږ په آند ښه به دا وي چې د داسې
توطیو په وړاندې د خلکود مقاومت د منځ ته راتلو لپاره د انسجام يو داسې کمیسیون، چې ملي ګټو ته په عمل کې وفادارو
ګوندونو، مدني ټولنو، استازو او ملي او روحاني شخصیتونو څخه جوړ وي ، منځ ته راشي .
ومن الله التوفیق

Door Guest