ډاکټر رحمت ربی زیرکیار ۹ اپریل۲۰۱۱ /۱۰ وری ۱۳۹۰لمریز

ما زیرک یار خپله تبصره  په پورتني سرلیک   نن (۹ اپریل،  ۲۰۱۱) د پوهاند سید خلیل الله هاشمیان په کتاب ولیکله چی په راتلونکو څو ورځو کی به په دې سرلیک خپور شي: تحقیقی پیرامون سوابق تاریخی وموقف حقوقی قرارداد وخط دیورند. زه لوستونکو ته سپارښتنه کوم چې دا کتاب ولولي او خپل دوستان پرې خبر کړي. د پوهاند هاشمیان سره په کلیفورنیا ایالت کې په دې پته  تما س نیولی شئ

Prof.  Sayed Khalilollah Hashemeyan        Afghanistan Mirror        P.O. Box 418

Montclair, California 91763, USA

له نن نه څه د پاسه اووه لس(۱۷) کلونه وړاندې ما زیرکیار د ۱۹۹۴ زییز په نومبر کې په یو کتاب ګوټي کی لیکلی وو چې:« د اووه لس کلونو را په دیخوا د افغانستان په هویت باندې د یوه مجموعیت(یوه خپلواک هیواد،سیاسي فرهنګ او تاریخي شته والي) په حیث له هرې خوا هر ډول یرغلونه روان دي »( زیرکیار، ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملي شاعر،کلیفورنیا، فبروی ۱۹۹۵=کب ۱۳۷۳ لمریز،الف مخ). ما دغه کتاب ګوتی د ارواښاد استاذ سیداګل غریـبـیار په مشوره او چاپي لګښت راوویست. دلـته مې د «لـوی افغانستان» په ځای غلی شان د «ټـول افغان» او «ټول افغانستان» ګونګوسی پـیل کړ ځکه چې په لوی افغانستان کې وسعت طلبي انځور شوی ده، خو په ټول افغانستان کې  ولسي تړون،رغیدل، بیرته راټولـیدل او مظلومیت ځـلـیـږي. دغه کتاب ګوټی می عبد الغـفارخان باچا خان(۱۸۹۰ تر ۱۹۸۸) ته ډالۍ کړ. هغه ته د «فخر افغان» لقب د خپل ولس له خوا  د اتمانزو په ښوونځي کي په ۱۹۲۴ زیـیـــز کی ورکړل شــوی و، نه د اما ن الله خا ن له خــوا  لکه  د پوهـاند هاشــمــیان  د لاندې ذکر شوې رسالې په ۲۹ مخ  کی  چې( «قرار مـسموع») راغلی دی. عبد الغفار خان  په ۱۹۲۱ کی دغه ښوونځی په اتمانزو کی جوړ کړی و اوپه دغـــه ګناه انګریزانو دری کـالـه بندی کړی و.له بندیخانی نه د هغه د راخلاصــید لو په مهال ولس  دهغه د اســتقبال لپاره په پورتــني ښونځي کی را غــوڼـډ شو   او په دغــه مهال  یی  د «بــاچــا خــان» او «فـــخر افغـان» په لــقبــونو ونــازاوه. ما د خــــپل پورتــني کتاب ګوټي(ملنګ جان…) په ننتوځ کــی (مخونه۲ تر ۱۲) د پښتنو او بلوڅو په ملی موضوع لـڼــډه رڼا اچولې  وه. د بیلګي په ډول: « د محمد امین ملنګ جان د نامه د اوریدو سره سم د لاسه د ټول افغا نستان د ملي هویت ارمانونه راجوتـیـږي…. په ۱۹۱۹ میلادی کې افغان ملت د  غازي امان الله خان په مشرۍ  د خپل هیواد د یوې برخې خپلواکي وګټله….» له ۲۰۰۸ زییز کل را هیسې ځینو دوستانو په ما ټینګار وکړ چې په پښتو ژبه کې دې  د ډیورنډ د تخیلی او لعنتي  لیکی  په اکله یوه رساله  په بیلابیلو ویـــبـسایـټونو کې خـــپره کــړم. ما د غه رســاله د ۲۰۱۰زییز کال په مئ کی په دې سرلیک خــپره کړه:« د ډیورنډ تړون د حقوقو او سیاست په تله کې» او په ایـنټرنیټ کی د سهولت لــپاره می د دغه سرلیک  انګریزي ژباړه هم ورسـره مل کړه

“Examining the Durand Agreement within Law and Politics” ( May 19, 2010)

د دغې لیکنې لڼډیز مې د « ډیورنډ جرګې » په تلویژني پروګرام (اکتوبر ۲۰۱۰) کې خپور کړ.  هغه مهال ماته د دغه پروګرام چلوونکي ښاغلی صدیق متین او ډاکټر عبد الغفار اشرف مجد دي معلومیدل. ډاکټر مجد دي د پښتني ټولنې په اکله روغ معلومات لري. ما د ډیورنډ جرګې په څلور ټلویژني پروګرامونو کې(اکتوبر ۲۰۱۰ تر فبروري ۲۰۱۱) د مـیـلـمه په څیرګډون کړی و. اوس ( ۲۹مارچ ۲۰۱۱ ) زیار کښ پوهاند سید خلیل الله هاشمیان په دې پسې ملا تړلې ده چې د «تحقیقی پیرامون سوابق تاریخي و موقف حقوقي قرارداد خط دیورند»په  سر لیک یوه ګـــټوره او غـــټه رسالـــــه راوباسي او د علاقــمندانو تــنده پــرې ماته کړي

هره څیړنه بلې څیړنې  یا لا زیاتې څیړنې ته لار پرانیزي. په بله وینا ، یوه څیړنه د موضوع د څیړنې پای نه ده، بلکې د بلې کره څیړنې پیل دی، ځکه چې پوهه پای نلري-خاصتا په اوسنئ زمانه کې چې په «پـوه-ټـولنه»  یانې (نالیج سوسایټي) ولاړه ده. له همدې امله پوهاند هاشمیان خپله څیړنه «تحقیقی پیرامون…» ګڼلې ده. زه د منلي ښوواند هشمیان ډیر منندوی یم چی په ډیر لڼـډ وخت کی یی په دې ټولګه کی  د ډیورنډ د رټلي سیاست په اړه د ځینو افغانانو ګټور بحثونه رالـڼـډ کړي دي او مهم لاسوندونه یی پکې خوندي کړي دي.  دا رساله په درې مو خو را څرخي: لومړی دا چی د راتلونکو څیړونکو لپاره به د مراجعې دمعیاري اثر رول ولوبوي. دوهم داچې په لندن کې به  د ډیورنډ جرګې په راتلونکي پلان شوي کنفرانس کې او له دې خپلمنځه افغاني غوڼـډې نه وروسته په نورو غوڼـډو او بحثونو کې هغه تشه ډکه کړي چې د تحقیق په ځای ډیره په احساساتو چلـیـږي. دریم داچې د ښوواند هاشـمیان رساله به   د  لندن دغوڼډې ګډون کوونکو او نورو لوستونکو ته په امریکه کې د ځینو  پښتون-دښمنه عناصرو  دریځونه ور وپـیژني. له دې لارې  ښوواند هاشمیان غواړي چی له ۳۳ کلونو راهیسې د ټول افغان ملت لا لهـند نسل ته ددې زمینه برابره کړي چې په  خپله یوه خورامهمه خو هیره شوې ملی موضوع کې د بحث لار غوره او وروسته له ژور بحث نه د مشکل د حل لار  ولټوي. د ښوواند هاشمیان دا اثر د قدر وړ دی. ګوندې په لندن کې د خپلمنځه افغاني غوڼـډې په چلیدا کې روښان ضمیره او پــوه افغانان سازونکی رول ولوبوي، نه شعارطـلبه،شـهرت طلـبه او قدرطلبه اشخاص

د افغانستان د تاریخ امریکایي متخصص لودویګ ادامیک په ۱۹۷۳ع کی لیکي چی پاچا  امان الله خان په ۱۹۱۹ زیـیز کی د افغانستان اســتـقـلال   د سرحد د پښتـنو په مـټ ګـټلی و

Amanullah “had been successful in the Third Anglo-Afghan War primarily because of the assistance he received from Afghan tribes in the ‘independent tribal belt’ of the Frontier.” (Ludwig Adamec, Afghanistan Foreign Relations, 1973,quoted in Zirakyar, Examining the Durand Agreement, op.cit.).

دلته به د تاریخ په یو تیاره ګوټ نوکې رڼا واچوم: عجب خا ن او کشر ورور یې شهزاده خا ن دواړه غازیان وو،او پلار او نیکونه یې هم غازیان  تیر شوی وو. دواړه غازیان وروڼه په خټه  د خیبر درې ادم خیل اپریدي وو، او د استوګنې ځای یې د تیرا اخره «دره» ده چې د کوهاټ او پـیښـورپه منځ کی پرته ده. د واړه غازیان وروڼه به  د ژوند د تامین لپاره   پکتیا ته( په تیره د منګلو سیمې ته)  د تجارت لپار تلل. محمد نادر خان د امان الله خان د جنرال په حیث پکتیا ته لاړ چی هلته له ولس نه د خپلواکۍ په جګړه مرسته  وغواړي. وروسته له مرکو او جرګو نه، منګلو  نادرخان ته  غازي  عجب خان او غازی شهزاده خان ور په ګوته کړل چی د ولس د لښکر او په ټل باندې دبرید مشری به دغو دوه وروڼو ته ور په غاړه کیږي. نادرخان ورسره دغه پریکړه ومنله.  ولس د غازی عجب خان اپریدي او غازي شهزاده خان اپریدي په لارښودنه  او مشرۍ د ټل ښار محاصره کړ او ورپسې یې د ښار په دننه کې جنګي کلا او له ښار نه بهر ریل سټـیشن ونیول.  پاچاامان الله خان  په ۱۹۲۳ زییز کی دواړه غازیان (عجب خان اپریدی او شهزاده خان اپریدی)  کابل ته راوغوښتل او ویې نازول. د ایـپی فقیر د مشرۍ لاندې د وزیرستان میړنیانو هم په     واڼه  کې په انګیزانو کلک بریدونه وکړل او انګریز ښکیلاک ګر یې په ګوڼډو کړل.  په دی ډول انګریزان مجبور شول چې د کابل سره  سولې خبرې پیل کړي.  په ختیزه جبهه کی د مومندو د چکنور ملا، د مومندو او باجوړ تر منځ د ساپو په سیمه کې د حاجی صاحب ترنګزو ، او په کونړونو کې  د لوی خان میرزما ن خان غزاګانو هم  د انګریزانو د ښکیلاک زور اوبه  کـــړ.  د سر حد د پښتنو تودو پرځنګونو د انګریز ښکیلاک پزه  په خاورو وسولوله  او د افغانستان دیوی برخې(اوسني افغانستان) خپلواکۍ ته يې لار هواره کړه. د کشمیر سدوزی افغانان اوس هم ځانونه د افغانستان په نیواک او کړاو کې غمشریک ګڼي. له  شاه شجاع، دوست محمد خان، شیر علي خان او عبد الرحمان خان نه نیولې تر نن پورې په مجموع کې د افغانستان عسکرو خپلواکي نه ګټلې ده او نه يې ساتلې ده، بلکې ولس (افغان ملت) ګټلې ده او ساتلې یې ده. د سرحد افغانانو   دومره میړانه لرله  چې انګریز په ګوڼـډو کړي او د افغانستان د یوې برخې (اوسني افغانستان) خپلواکۍ ته لار هواره کړي. خو د نیمګړي افـغانستان واکمنانو ددې سړیتوب او ژمنه نه لرل چې  په ۱۹۴۷ ع کې د افغانستان له خاورې نه د ښکیلاک ګر انګریز په وتلو سره د خپلې ټولې خاورې د لاسته راوړلو دعوه راولاړه کړي! کور دې دباچاخان فخر افغان او د خدايي خدمتګار د خوځښت اباد وي چې د پاکستان له له راتوږلو نه اووه(۷) اونۍ وړاندې يې (د ۱۹۴۷ زییز د جون په ۲۱ یې د بنو د لویې جرګې په پریکړه کې) د پښتنو د خپلواک حکومت چغه لوړه کړه. د فخر افغان دیته پام و چې  اباسین د هند سره د افغانستان طبیعي پوله ده، او له دې امله په ۱۹۴۷ع کې د هند ( ایـنډیا ) نوم د اینډوس ( اباسین) له نوم نه اخستل شوی و.په بله وینا، پاکستان باید له اباسین نه اخوا (په اوسني سیند او پاکستاني پنجاب کې) جوړ شوی وای، ځکه چې له اباسین نه دیخوا پښتونخوا پرته ده چې د ټول افغانستان یوه برخه ده

ښوواند هاشمیان په خپله ذکر شوې رساله (مخ ۹۰) کی تاریخپوه  سید قاسم رشتیا داسې اقتباس کړی دی:« من در سال ۱۹۴۷ وکیل  ریاست مستقل مطبوعات بودم ….مطبوعات هند در نشرات خود قضیه [«موضوع سرحدی میان هند بر تانوي و افغانستان»] را به نام قضیه افغانستان یاد میکردند که این نام برای ما خیلی ګران تمام میشد. من[رشتیا] پیشنهاد نمودم که بجای آن ما باید آنرا (پشتونستان) بنامیم ….شروع پخش نام پشتونستان سال ۱۹۴۷ بود». خواستاذ عبدالروف بینوا په کابل مجله  کې کاږي چې د پښتونستان نوم د لرې خوا د پښتنو له خوا غوره شوی و( کال۱۷، ګڼه ۸،  ۱۵سنبله ۱۳۲۶ لمریز) .  د کابل مجلې د چاپ دغه  نیټه   تقــریبا د ســپتمبر  ۱۹۴۷د لومــړئ اونۍ سره سـمون خوري. یوه ورځ د انګریز د ګوډاګي پاکستان په پارلما ن کی یو غړي چغه وکړه چی د دغه پارلما ن یو افغا ن غړی ( په ډیر ګمان سره د سوات وتلی مشر محمد افضل خان لالا) دې اعدام شي  په دې ګناه چی د پښتونخوا ، افغان او افغانستان خبرې یې کولې او له دې لارې یی د پاکستان  تجزیه غوښتله! دغه دروند پښتون/افغان مشر ورغبرګه کړه چې لومړی باید ویداند (علامه)   محمد اقـبال اعدام شوی وای ځکه چې دانګریزانو د د واکمنۍ په مهال یې د افغانستان مشري په خپل یو مشهور شعر کی په دې ډول منلی وه

اســیا یک پــیکر آب و ګل است          ملت افـغـان در آن پـیکر دل اسـت

د اوسني افغانستان ملي-فکره افغانانو هغه مهال ولی په کابل یا کوم بل ښارکی لږترلږه یو داسی کنفرانس جوړ نکړ چی په هغه کې یې د واکمنې کورنۍ پام دیته راګرځولی وای چی د خپلې خاورې دعوه دی وکړي؟ د ډیورنډ تحمیلي او رټلې لیکه یواځې په لر افغانستان کی نه ده تیره شوې، بلکې د ټول افغانستان یو وجود یی غوڅ کړی دی. ملي خوځښت باید په دواړو غوڅو شوو برخو کی راوټوکیږي. د ټول افغانستان خوځښت باید په کابل او پـیښور کی یو شان تجویز شي او وپالل شي. وګورئ! د میوند د جګړې د اتل غازي محمد ایوب خان مړی په پیښور کې خاورو ته سپارل شوی دی، او په پـښور کې د باچاخان فخر افغان د سپارښتنې سره سم د هغه مړی په ننګرهار کی (جنوري ۱۹۸۹) خاورو ته سپارل شوی دی. زموږ مړي موږ ته وایی چې غوڅ شوی افغانستان دې بیر ته ټول افغانستان شي  . د ډیورنډ رټلی توافق لیک د لیکلو سره سم غیر قانوني، بې اعتباره، او  نامشروع دی

illegal, invalid and immoral

له پاچا عبد الرحمان ن نیولی، تر طالبانمشر ملا محمد عمر او جلالت چپن حامد کرزي پوررې هیچا  په ملي سویه د دې جرأت نه دی ښودلی چی دغه سپـیره توافق لیک قانوني، د اعتبار وړ او مشروع وګڼي. پخپله له پاچا عبد الـــرحـــمان خان نه واورئ چـــې په  په بــیلا بــیلو دلــیلونو او بهــانو یې  د لــیکې د غــځولو عــملیه نـیـمګړې او نا چــله پریــښې ده. د برتانوي هند حکومت پاچا عبدالرحمان خان ته ولیکل چې د سرحدي پولې د ټاکلو لپاره دې هیأت وټاکي. خو هغه ورغبرګه کړه چې که دغه موضوع د دیني عالمانو او قومي مشرانو له نظره تیره کړي، د انګریزانو په ضد جنګ ته به راوپارېـږي. د افغانستان پخواني دپلومات او په جرمني کې د (عقاب اریانا) د مـــجلې چــلوونکـــي محــمد سرور رڼا د ذ کر شوي یادښــت کـــوپــي د افــغانـــستا د بـــهرنــیو چـــارو پــه وزارت کې لــوستـــلې ده. پاچا عبد الرحمان  د دغـــه یادښت په څټ باندې  خپلو «وروستـنیانو» ته په خپله ژبه کې  د موضوع جریان داسې بیانوي: «  بخلف من،تا اخرین روزیکه زنده باشم در مورد تعین حدود سرحدات افغانستان با هند برتانوي یک قدم پیش نمیروم وهمچنین میګذارم ونا مه های انها را جواب میګویم که جبری وتحمیلی بودن  این قرارداد ثابت باشد،امید دارم  فــرزندانم که در اینده روی کــار می اینــد بتواند انــقدر قدرت تهیه کــنند که از حــق خــود دفــاع و به قــرارداد شایــسته حــدود افـــغاــنستان را تعــین کنـــند». پاچاعبد الرحمان زياتوي چې: «…من فکر میکنم در آینده قریب مردم هند ومسلما نان بیدار شده از حق ازادي خودها دفاع کنند وبه احتمال قوي دو هندوستان بوجود خواهد امد. هندوستان هند و هندوستان مسلمان. هند مسلمان با کشور ما هم سرحد وشـــــایــــد باعـــث درد ســر مردم وطن من  و فرزندانــم شود». محمد سرور رڼا دغه یـــادونه  «مـــــعـــجــزه امیــر عـــــبدالرحمان خــــــان» ونـــومـــوله او د افغــانستان د هــغه مــــهال د بهـــرنــیو چــارو وزیر ســـردار محمد نعــیم خـان ته یې چې وښــودلــــه،هــغه هم لـــه « درې» ځـلې لوستنې  نه وروسته «معجزه امیر عبد الرحمان خــان»  وګـڼله (ســـردار محـــمد نعیم خان له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۳ زیـیز پورې د افـــغانستان د بـــهرنیو چـــــارو وزیـــر و).

زه  د ټول افغانستان له خواخوږو هر یو زړور او زیارکښ  پوهاند  سید خلیل الله هشمیان ،  ډاکټر  عبد الغفار اشرف مجد د ي او ښـاغلي صدیق متین نه د زړه له کـومي منـنه کوم او شابسی ورته وایم چې یوه غټه ملـــي خو هیره شوې موضوع د ټول افغانستان د لالهند نسل غوږونو او زړونو ته رسول غواړي.  هیله ده چې «ملیتي» او «افغانستاني» افغانان به دومره  «افغانستانی» وجدان ولري چې استعماري او تحمیلي موافقې لږ تر لږه په خپلو زړونو کې نامشروع او حرامې وګڼي.  په ورورئ !  ډاکټررحمت ربی زیرک یار

Door Guest