خپروونکی: پکتيا ميډيا سنټر (PMC)

نېټه: ۲۰۱۲ د می ۳۱ نېټه  – پنجشنبه

د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ اخبار تړل شوي دفترونه چې د روان ميلادي کال د می په ۲۱ نېټه يې د ځايي ادارې لخوا فعاليتونه بند شوي ؤ؛ د پکتيا د ولايتي چارواکو لخوا يې مهر لاکونه پرانستل شول او د دغه ناقانونه کار له امله يې بښنه وغوښتله.

بل پلو بيا د سه شنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين د دغو تړل شويو ادارو له استازو سره په خبرو کې وويل چې د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ رئيس يې هم د دې ناقانونه کار له امله له دندې ګوښه کړی.

دغه مطبوعاتي دفترونه چې د پكتياولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست لخوا په ناپوهۍ کې تړل شوي و، د پكتيا ولايت د مقام په غوښتنه د يوه پلاوي لخوا چې پکې د ولايتي شورا، ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ او اطلاعات او فرهنګ رياست استازي شامل و، پرانستل شول او د فعاليت اجازه وركړل شوه.

په ټاكل شوي پلاوي كې د پكتيا ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست استازي نجيب الله شاكري د دغو مركزونو د بيا پرانيستې پر مهال وويل:

دا مركزونه چې د پكتيا ولايت د اداري غونډې په تائيد د اطلاعات او فرهنګ رياست او اجرايه ارګانونو له خوا تړل شوي و، پر فعاليت يې لګول شوي بنديزونه ليرې کړل شول او زموږ اداره د دې کار له امله بښنه غواړي.

بلخوا بيا د سې شنبې په ورځ د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزیر سيد مخدوم رهين په مشري د مطبوعاتي سرغړونو د څار عالی کميسيون هم د پکتيا د ځايي ادارې دغه عمل ناقانونه او ناسم وګاڼه او د دفترونو د ژر پرانستلو امر يې ورکړ.

که څه هم د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ اخبار د تړل کېدو په اړه د پکتيا د ځايي ادارې دريځ دا و چې ګويا دغه دواړه دفترونه نا قانونه فعاليت کوي او په افغان ننګ اخبار کې ځینې راغلی مطالب سپکوونکي ګڼل شوي و؛ خو د مطبوعاتي سرغړونو د څار عالي کميسيون پر دغو رسنيزو ادارو لګېدلي تورونه بې ځايه وبلل او د دې دفترونو د فعاليت د ځنډېدو له امله يې خواشيني وښوده.

بلخوا د پکتيا ميډيا سنټر مشر لمر نيازی د تړل شويو دفترونو پرانستل تقديروي؛ خو له دې وجې يې بيا اندېښنه وښوده چې د پکتيا ځايي ادارې خپله کم ظرفيتي لا پسې اثبات کړه چې د لسو ورځو په موده کې هم پر دې اګاه نشول چې ترسره کړی عمل يې د اساسي او مطبوعاتو د قانون خلاف دی.

نوموړی پر ځايي ادارې دا انتقاد هم کوي چې له پرانستنې وروسته يې له ژمنې او قانون سره سم د دغو رسنيزو ادارو د حيثيت او حقونو اعاده ونکړه.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ د دفترونو د تړل کېدو خبرونه په توهين امېزه ډول پکتيا دولتي راډیو تلويزيون کې خپاره شول، خو د بيا پرانستې په اړه يادې رسنۍ هيڅ راپور ورنه کړ.

خلک لا هم دا فکر کوي چې تړل شوي دفترونه همداسې تړلي پاتې دي.

دا يو سليقوي چلند دی چې ځايي راډیو تلويزيون يې کوي؛ ځکه کله چې د پکتيا ميډيا سنټر پرانسته کېدله هم د دولتي راډیو تلويزيون او فرهنګ رياست بلل شويو کسانو پکې برخه وانخيسته او نه يې هم راپور خپور کړ)).

په ورته وخت کې د پکتيا ميډيا سنټر، افغان ننګ اخبار او د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې ټولو غړو د رسنيزو سرغړونو د څار له عالي شورا، مشرانو جرګې، اطلاعات او فرهنګ وزارت، د جمهوري  رياست د شکايتونو د اورېدو له څانګې، له رسنيو څخه د ملاتړ له ادارې ( نی ) پکتيا غږ راډيو، په خوست کې د خوست ميډيا سنټر او د رسنيو له کور،د مدني ټولنو دهمغږۍ مرکز ، په جرمني کې دنښتر ویبلاګ خپرونې،دپکتیکاله برښناپاڼې  او نورو مطبوعاتي ادارواو رسنیو څخه مننه کوي چې په دې موضوع کې يې ورسره غږ يو کړی و.

هېره دې نه وي چې افغان ننګ اخبار د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې رسمي او مجوزه خپرونه ده چې له څلور کلونو راهيسې چاپېږي او پکتيا ميډيا سنټر (PMC) بيا د ۲۰۱۲ کال د می پر درېيمه نېټه د بيان د ازادۍ پر نړيواله ورځ  رسمأ پرانستل شو، خو د پرانستې په اتلسمه ورځ، د پکتيا ولايت د اداري مجلس په غوښتنه پرته له دې چې قوانين وګوري؛ وتړل شول او له لسو ورځو بنديز وروسته بيا هماغې ادارې له بښنې سره يو ځای پرانستل خولکه، چې پاس اشاره ورته وشوه لا تراوسه یې زموږ دحقوقي شخصیت  دبیا اعادي په اړوندد پکتيا دولتي راډیواو تلويزيون له لارې دپرانستنې خبر نه دی ورکړی .

Door Guest