سهاروختي مې  دلوګر ولایت  په  لوري حرکت  وکړ موټر مې خپل و.

سالنګ  ته  چې  راورسېدم  د خدای پاک کارونه  دي  هلته  دا لویه  لاربنده وه .

یوه نیمه  ورځ   وروسته  له  یو دردوونکي  انتظاره بیا د خپل  هـدف  په  لور وخوځېدم .

دلارې  په اوږدوکې مې  د ذهن  په تخته  دخپل نازولي  دوست  دواده مېـله  توده توده انځوروله .

دکابل له چهار چارپېرو او ښکلو  غرونو داسې تند ورواوښتم لکه  غرڅه  خو بیاهم سالنګ  ځنډولی وم .

دسجاوندکلي  ته  تقریبأ سپېده چاود ور  ورسېدم  که  ګورم  کلی مې  له  ځمکې سره  هموار و لید د یوڅو وزو او یوې غوادرېږدېدلي حالت په لیدوسره غرېوترمرۍ ونیوم دناوکۍ اونازولي  دوست لپاره مې راوړي  سوغاتونه   په ځمکه وویشتل په بیړه بیړه مې له خاوروشهیدان  راایستل داوسوغات دسوله ماتوپه غبرګولي میاشت کې.

داوسوغات دسوله ماتوپه غبرګولي میاشت کې

Door Guest