د خواشینۍ پیغام

په خواشینۍ سره خبرشوم، د پښتو موسیقي یوه تکړه او با استعداده سندرغاړې(غزاله جاوید) چې په خپل خوږ آواز او سندرو یې زموږ د هیوادوالومجلسونه او محفلونه تاوده او خوشحاله ساتلي وو، د پښتو د موسیقي اوهنر د دښمنانو له خوا په ډیر نامردانه او غیر انساني ډول د پیښور په ډبګرۍ کښې ووژل شوه.

انا لله واناالیه راجعون

 زه نه یوازی پدې مناسبت دزړه له کومې خپګان څرګندوم، بلکې د دې کورنۍ، خپلوانو او د موسیقي مینه والو ته دصبراو تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه  دې ته د فردوس جنت غواړم.

شاعر وایي:

هره ورځ د آرمانونو جنازې وړو

هدیرو ته د ګلونوجنازې وړو

د بادونو کرونده  په اوښکو پالو

د شهیدو بهارونو جنازې وړو

***

په ډیر درنښت: انجنیرعبدالقادر مسعود

Door Guest