لیکوال افغان ارمان

     د افغانستان ځوانانو د سولې په نوم ملي جرګه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې په کار پیل وکړ، چې خپله اجنډا یې د دوی په قول د سولې خبرو ته بېله کړې وه او تر څنګ یې ځینې نور مسایل لکه د امریکایانو نظامي شتون، بېکاري، زده کړه … یې هم له ځان سره رانغاړلې خو د سولې موضوع یې محوري برخه جوړوله او په همدې موضوع یې ډېر تاکید کاوه، چې مونږ د سولې له پاره له زړه کار کوو، چې دا د افغانستان ګډوډ حالت ته د پای ټکۍ کېږدو، چې داکار په جرګې کې ونشو او د جرګې په لومړی ورځ (دوشنبه 12 چنګاښ (سرطان) ) په خپله پرانیستونکې غونډه کې دا روښانه کړه، چې دا یوه دولتي او تاجک پوله هزارګي غونډه وه، چې پدې غونډه کې د دارالانشاء رئیس ( زمری باهر؟) چې یو لوی پښتون دښمنه سړۍ دی  هغو خلکو ته یې بلنه ورکړې وه، چې هغوی همېشه پښتانه بد ګڼي او ورڅخه خپل نفرت لري، چې دا شی پدې جرګې کې موجود وو.

د جرګې جوړښت:

د افغانستان د ځوانانو په نوم دا بهرنۍ او د دوی له نوم څخه په ګټه اخیستنې سره  دې جرګې دا روښانه کړه، چې دوی په خپل جوړښت کې داسې څېرې ځای پر ځای کړي، چې هغه نه افغانیت ته متعهد دي او نه د خپلو خلکو قربانیو ته! که داسې نه وای نو دوی به په موقت اداري هئیت کې یو پښتون ټاکلی و، یواځې یوه جینۍ، چې د مهنا سوله نیازی  په نوم یې ځان نورو ته ورپېژانده د منشيتوب دنده یې ورپه غاړه کړې وه او نور څلور یې هزارهګان ، دوه یې تاجکان وو، چې دا پخپله د جرګې جوړښت تر سوال لاندې راولي او کومه د ملیتوب کلیمه، چې ورته کاریږي هسې یوه لویه اشتباه ده او بس.

د جرګې  د کمېټو په ټاکنو کې  هغه سړي د کمېټې ریاست تر لاسه کاوه، چې هغوی له دارلانشاء سره اړیکې ولري او پخپله دارالانشاء به ورته کمپاین کاوه او خپل سړی به یې کامیاباوه او زیاتره ریاستونه د هزاره ګانو او تاجکانو په لاس کې وو او د دې جرګې تر 60 زیاته برخه  د هزاره په قوم پورې اړه لرله.

د جرګې ویناوال:

د افغانستان د متعصیبینو دغې جرګې ویناوال ټول هزاره او تاجکان وو تر پایه پدې جرګې کې کوم پښتون خبرې ونکړې او د دې جرګې ویناوال  د متعصیبینو د جرګې د دالانشاء رئیس زمری باهر ، د کریم خلیلی پیغام د هغه د دفتر د رئیس په ژبه د کاغذ له مخې ، د افغانستان د سولې د عالي شورا میراثي مشر د کاغذ له مخي لوستونکي ویناوې شاملې وې.

تر اوسه پورې مونږ د ملي جرګې د کلیمې په مانا پوه نشو، چې ملي څه ته وایې او مونږ ملي د څه له پاره کاروو؟ دې جرګې ته یې هم د ملي نوم ورکړی وو، چې یوه هزارګۍ او تاجکۍ جرګه وه نه ملي.

غړيتوب:

د متعصیبینو پدې جرګه کې، چې ملي نوم یې ورکړی وه  ملي نه بلکې یوه ناملي جرګه وه، چې تقریبآ ټول غړي یې له کابل څخه وو نه له ټول افغانستان څخه!  پدې جرګه کې له یو کور څخه تر درې او څلورو کسو هم ګډون درلود، چې دا ملي جرګه نشي کیدای.

د جرګې مالي لګښت:

دا یوه دولتي جرګه وه، چې د هغو حکومت پلوو مشرانو له لوري رهبري کېده او د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د عمر داودزي په مشوره په ډېره زیاته پیمانه  پیسې ورکول شوي او د لويې جرګې خېمه بغیر له کوم ټکس څخه، د ولسمشرۍ ماڼۍ  مېلمستون د دې جرګې ته ورکول  او یو زیات شمېر نور سهولتونه هم د دوی په واک کې ورکول شوي دي، چې رسنۍ یې شاهدې او ګډون وال یې لیدونکي دي.

د سولې د سفير غولوونکی لقب:

د افغانستان د متعصیبینو جرګه، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د لویې خېمې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه، ټولو ځوانانو ته د دوی د خوشالولو له پاره یو غولوونکی لقب د (سولې سفیر) ورکول شو او دا یو پراخه پروسه ده او هغو خلکو له لورې پدې نوم کار شوی، چې کلونه – کلونه یې په افغان ملت خپلې خبرې او واک په یو نه یو ډول چلولی او دا ځلي له دې لارې غواړي، چې ځوانان راټول او د دوی له پاکو احاساتو څخه  د خپلو موخو ته د رسېدو له پاره ګټه بورته کړي.

موخې:

 هغه یو شمېر نوي سیستوال، چې په راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نومانده وي او پدې کې یې یو څو ځوانانو سره یې هغوی ته د واک  ته  د رسېدو وروسته د ښو څوکیو وعده کړې او ځینو سره یې په اروپایی هیوادونو کې د زده کړو زمینه برابرولو وعده هم کړې، چې ځینو تر یو ځای کارونه وړاندې تللي؛ داسې برنامې پر مخ وړي، چې دا په خپله د ځوانانو سره جفا کول او لوی خیانت ګڼل کیږي، چې پدې کې افغان ولسمشر او د هغې نږدې ملګری او په پاکستان کې سفیر عمر دادوزی لوی لس لري، چې تر څو په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري ریاست ټاکنې و ګټي.

ګټه:

د دې جرګې ګټه هغو ځوانانو او مشرانو ته رسیږي، چې له ځوانانو څخه همېشه په یو نوم او بل نوم ګټه پورته کوي او دا بهیر به تر هغو روان وي، چې تر څو  ځوانانو ځان نه وي پېژندلی.

Door Guest