له هر څه لمړی تاسو درنو لوستونکو ته  ډاډ درکوم، چې دنړۍ په مخ  ټول انسانان  راته یو شان  ښکاري له ماسره یې دڅرمنې،نژاد، مذهب، قوم، ژبې او نوروعقایدوسودا نشته او نه په  دا ډول  تنګو ویالو کې ځاېږم  خو داچې په  چاپي او غږیزو رسنیو کې مې  دمظلومو پښتنو دحقه حقونو غږ اوچت کړی  دایوازې او یوازې خپل وجداني مسؤلیت بولم او پرې ویاړم هم .

دا هم سوګند یادوم تاسو یې یادلرئ چې که هر وخت  حق حقدار ته ورسېد او د پښتون بېګناه او هردم  شهید قام عام وژنه (ژنوساید) ختم او پښتني ویاړونو او د خوږې  ژبې  درنښت یې  وشو بیابه زما له  خولې  داسې څه وا نه ورئ  چې په قومي بنیاد ولاړ وي .

اوس راځم دپورتني سرلیک سپڼېدلو ته :

که  یادمو وي  درۍ نیمې اونۍ مخکې کوم کتاب، چې د افغانستان  انتوګرافې اطلس  په نوم دعلومو اکاډیمي په  درۍ کلن  زیار اوزحمت  دعلمي اوماثقوماخذونو په  مرسته له چاپه  راووت  جنګي  جنایتکارمحقق  د هزاره وروڼو دغولونې اوسوداګري  لپاره په  حامد کرزي سړه تبه  راوسته .

دحامد کرزي  په  دا دواړو دورو کې موږ دده داسې بېړني اجرأت ونه لیدل لکه دیاد اطلس په اړوند.

دعلومواکاډیمي جمعیتی  رئیس یې له دریومحقیقینوسره یوځای منفک کړ ، واواچرګه  په  دې  تنده  شوروا!؟

دا به موږ له  حامد کرزي سره ومنو، چې حالات  رښتېا هم نازک دي داډول اطلسونه دمګړۍ په درد نه خوري  خو له حقایقو څخه هیڅوک باید سترګې پټې نه کړي اوس خوجګړه روانه ده لمړی باید دسولې غم وخوړل شي بیا به  چاپکارۍ پسې کوو.

په هرصورت ښاغلي کرزي ته به یو وړوکی شاباسی ورکړو چې دیوشپږ سلیز توکم ددرناوي په خاطر یې پورتنی ګام اوچت کړ .

سره له دې چې دافغانستان بنسټیزقانون  یولړ نیمګړتیاوي لري او دپردیو په زور منل شوی خو بیا هم دټولو ژبو اووروڼو قومونوحقونه  په  صراحت سره پکې  روښانه  دي، زموږ ملي  ترمنالوژي  یې  پښتو ژبه منلې خومراعت  کول یې نورو ته کفر ښکاري .

له نورو سره  زموږ کار نشته  نن مې مخاطب  ښاغلی کرزی دی، چې اول خو یې دا دلسګونو کنفرانسونوپه مینځ کې دپښتوژبې په مرۍ پښې کښېښودې اوله یووکنفرانس څخه موږ په پښتوژبه څه وانه اورېدل دوهم یې په څو سوه متري کې وړمه ورځ دملالۍ لېسې سرښوونکې دپښتون قام خوږې  ژبې ته  داسې سپکاوی وکړ،چې دزغم وس  یې له  ما سره هیڅ  نه  وځکه  مې  د آزادي  رادیو په  روانه  خپرونه کې د حامدکرزي  ویاند ښاغلي  فیضي ته په زغرده وویل، چې زماخبرې غوږ په غوږ ترحامدکرزي پورې ورسوه ترڅو دملالۍ لېسې سرښوونکې ته لازمه سزأ ورکړي  او که  نه  نو داسې به یې وانګېرو، چې د علومو اکاډیمي  داطلس  په  سر یې له محقق سره یو ځل بیا دانتخاباتي کمپاین لپاره کومه سوداګري کړې ده .

ښاغلي فیضي  وعده راکړه چې ستاسو خبرې به  زه کټ  مټ  حامدکرزي  ته ورسوم  او په  دې اړوندکوم بل چا هم شکایت کړی دی .

ښاغلي فیضي دا بل څوک  ونه  ښود خو داسې ښکاري چې کوم لوړرتبه  پښتون  مقام به  دا خبره دکرزي  ترغوږو رسولې وي کرزی صاحب  خو دپښتنو خبرې  په یو غوږ ورننباسي له  دابله یې  همهغه  شېبه باسي  ثبوت  یې هغه وعدي دي چې دلویې پکتیاخلګوته یې  دخپل انتخاباتي کمپاین  په  ورځو کې  ورکړې  وې خو ترننه یې هغه یو دګردېز او خوست   سرک هم  ورته  جوړ نه کړ لس کاله باچاهي خو یې  په  ورېښمینه چپنه کې نوشیجان کړه  لانور یې خیر. . .

راځم یو ځل بیا دآزادي رادیو ته چې هغه خپرونه یې په داسبا هم تکراري خپره کړه البته زه پخپلو خبرو مین نه یم دازما مسؤلیت  و مهمه  داده چې دا خبرې  دوه ځلې د آزادي  رادیو ټولو اورېدونکو  واورېدې که  حامد کرزی  د هغه بل لوړرتبه  پښتون  مقام  یانوروکسانوپه  شکایت سترګې  پټوي  زماخبرې خو داده  دهر اورېدونکي غوږو ته ورسېدې  دحامد کرزي  ویاند هم  واورېدې  او هم  یې  وروړې نو اوس به  په کوم  بنیاد حامدکرزی  غافل  پاته شي  زه نه وایم، چې عاجل اجرأت به وکړي او نه مې دا توقع  شته ورڅخه  خو وبه  ګورو چې  په  داخپله وروستۍ  دوره کې  به کم له کمه یوځل دا دلسګونوکلونوبموریوځپلو، وینو کې لت  پت  اومحرومو  پښتنوپه  اړوند خپل بنسټیز قانون مراعت کړي او که نه؟

یا په بل عبارت :

(اوس به حامد کرزی ووینو، چې قانون ته ژمن دی اوکه نه؟)

درنو لوستونکو!

ددې لپاره چې دملالۍ لېسې دسرښوونکې په لچري  خبر شئ لاندني لینک ته ورشئ :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18614

دخپلې لیکنې په اخېر کې له اغلې زرغونې فریال  خورڅخه مننه کوم، چې  په  غیرت سره یې دخپلې مورنۍ ژبې  ننګې او خپل قام  نجات  ته  رادانګلي دي .

له نېکه مرغه موږ ګڼ  شمېر نورې ګرانې خویندې  هم لرو چې  ورته ګامونه یې اخیستي  او اخلي یې خو حیـــف د هغو درنو پښتنو میندو په  شیدو، چې دااوسني  یو څو پلورل  شوي پښتانه یې دنیا ته  راوړي، د همدغو پلورل شویو په  حال  ډېر ډېر افسوس  چې ځانونه یې  پخپل لاس  داشغالګرو په  جال کې  را حصار او لار ترې ورکه  ده .

داغلې زرغونې فریال  خور  په زړه پورې لیکنه  په  دې لاندې لینک کې لوستلای شئ :

http://www.benawa.com/fullstory.php?id=50301

هیله ده، چې  پورتني لینکونه زماله لیکنې سره یوځای خپاره کړئ ترڅو چا ته  کومه نیمه پوښتنه  پیدا نه شي له  حوصلې څخه مو یوه نړۍ مننه .

ستاسو ټولوورور

بسمل

Door Guest