د کوچنې اختراوداستقلال دورځې درارسیدو له امله ټولودوستا نوته دزړه له کومي مبارکی وایم،سوکالې او نیک مرغي مو په برخه شه.

 اختر به څنګه ښه اخترشي!

دروژی د میاشتي وروسته تل اخترشي

کلي کورکي خوشا لي ښاربختورشي

 چه اولس مي نن د لوږې نه مړکیږي

 دا  اختر به زما   پر کور  څنګه  اختر  شي

په جګړوکي سری لمبي دي    وطن  سوځي

 د بمونو په پټا وکي د شهید افغان  محشرشي

د افغان کورته   به      څنګه  سوله را  شي

 چه  چارواکي  د رشوت   په تور ککړ  شي

خپله خاوره مي د بل دهوس    ښکار    شوه

  ورور د وروره پلار  د زوی نه  مرور شي

دازموږاولس به څنګه    مخته     ولاړ     شي

 چه پاچا او وزیران  په کم وخت کي میلیونرشي

د پوښتنې  وخت  به    کله     وي      نورزیه

چه ظالم په عام محضرکي محکمي ته برابرشي

لیکونکی: ولی محمد« نورزی »

Door Guest