په ډیر خواشینۍ سره خبرشوم، چې زموږ دهیواد ټولنیزپوه، سیاست پوه، ادب پوه، نوښتګر، انځورګر، وتلې او تاندځوان شاعر ارواښادډاکتر حنیف بکتاش په لندن کې له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې .

(انالله وانا الیه راجعون)

شاعر وایي:

څوک د ځان لپاره مړ شي نوم یې ورک شي

د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ وي

د ډاکتر صاحب حنیف بکتاش مړینه  زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز ، ادبي او فرهنګي  ډګر کې یوه لویه ضایعه ده.

دی زموږ  په ټولنه کې  یو پیژندل  شوې مخور لیکوال او شاعر و، چې پر (۱۳۴۱) لمریز کال د وردګو ولایت په میدان ښار کې زیږیدلی و.ده خپلې لومړنۍ زده کړې په مزارشریف، میدان ښار، قندهار، هلمنداو نورې زده کړې یې د کابل د حبیبیې په لیسه کې پای ته رسولې وې، وروسته یې په مسکوکې  د نړۍ په معاصر تاریخ کې  د ډاکتری دیپلوم تر لاسه کړې و.

زه نه یوازې په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده د ویرمنوکورنیو غړو، خپلوانو او دوستانو ته د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه  ده ته د فردوس جنت غواړم .

شاعر وایي :

چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندل

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

په ډیر در نښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

Door Guest