ډاکټرلمر

درنولوستونکوتاسوته به پته وي،چې د۲۰۱۲ميلادي کال په ترڅ کې له څومياشتوراهيسې دامريکادايالت ديوشيمېټ ملي پارک(Yosemite NationalPark)په سیمه کې شپږ(۶)تنه دسږېوپه ويروسي ناروغي اخته اوډېرسخت ناروغ شوي ول،د ناروغي سبب يې د هانټا ویروس ميکروب (Hantavirus) ياد شوی دی، چې دغه ويروس د  (Sin Nombre Hantavirus) په کورنۍ پورې اړه لري. له دغو شپږو تنو ناروغانو نه دوه (۲) تنه مړه شوي دي، خو نور يې هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

کله چې ما دغه خبر واورېدلو او وروسته مې يې په اړه معلومات ولوستل، نو په افغانستان کې مې په کليو کې د عاميانو يوه خبره په ياد شوه، چې ويل به يې: «څه چې په سترګو نه ليدل کېږي هغه اډونو ته زيان نه رسوي»، خو هغه مهال به يې موږ په ښوونځي کې له ميکروبونو نه وېرولو، چې په ناروغيو مو اخته کوي او بيا وروسته په فنګسونو، پرازيتونو، باکټېرياوو او ويروسنو هم خبر شو، مګر د ښوونځي لومړني معلومات ډېر په زړه پورې ول، نو د ښوونځي په لومړنيو کلونو کې موږ د لومړي ځل لپاره په ټولګي کې د ميکروب په اړه معلومات تر لاسه کړل، چې غوږونه مو ورته څک درېدلي ول او له ځانه سره مو ويل، چې دا ليا څه بلاوې دي، نو هغه مهال مو په ټولګي کې د ښوونکې تر لارښوونې لاندې يوه جالبه تجربه هم تر سره کړې وه.

د دې لپاره چې د ميکروب د موضوع په اړه سمه سپړنه تر سره شي، نو زموږ د ښوونځي يوې استادې زه د نل په اوبو پسې واستولم، نو دا يې هم راته وويل، چې د نل چاپېريال له ډنډه په يو ګيلاس کې رڼې اوبه او په دا بل ګيلاس کې له نله بيا پاکې اوبه راوخله او رايې وړه. زه هم ولاړم او د نل له اوبو مې يو ګيلاس او هلته له ډنډوبي مې بل ګيلاس ډک کړل، خو په لاسونو کې ګيلاسونه راڅخه تېر او بېر شول، نو زه هم نه پوهېدلم، چې کومې د نل اوبه دي او کومې د ډنډ اوبه دي. کله چې ټولګي ته ننوتم، نو استادې ته مې وويل، چې زما نه خو يوه تېروتنه وشوه، چې اوس نه پوهېږم، کوم ګيلاس کې د نل اوبه دي او کوم کې د ډنډ اوبه دي! استادې مې راته کټ وهل او په خندا شوه او ويې ویل، چې ستا ټول کارونه همداسې دي، تل وراخطا وې اوس به نو څه کوو!

زه زهير ودرېدم او ورته مې وويل، چې بيا به لاړ شم او په ګيلاس کې به بيا اوبه راوړم او دا ځل به يې سم په نښه کړم، خو استادې بيا راته وخندل او راته يې وويل، چې ما اوبه د څښلو لپاره نه دي راغوښتې، مګر د يوې تجربې لپاره مې راغوښتې دي، نو زه هم خوشاله شوم، چې ځه اوس خو به تجربه کوو. تجربه داسې پيل شوه، چې له هر ګيلاسه زموږ ښوونکې يو څاڅکی اوبه په یوه ښيښه وڅڅولې او بیا يې مايکروسکوپونه راواخيستل او د اوبو څاڅکي يې د ميکروسکوپ تر سترګې لاندې کېښودلې او تر څېړنې لاندې يې ونيولې.

موږ ميکروسکوپونو ته کتل او له ځانه مو پوښتل چې دا ليا څه معجزه ده! نه کامرې ته ورته ده او نه هم دوربين ته! په ميکروسکوپونو مو ورو ورو لاس راکش کړ او د ښوونکې له سپارښت سره مو سم د ميکروسکوپ په سترګۍ کې کتل پيل کړل،  کله چې ما د اوبو يو او بل څاڅکی وليدل، نو اېريان شوم، چې په سترګو خو داوړه څاڅکي رڼه ول، مګر تر ميکروسکوپ لاندې مې داسې خوځېدونکي خځندې، چومجيان او عجيبه شيان وليدل، چې په رڼو سترګو مې نشوی ليدلی، نو په دې بڼه مې د ميکروسکوپ په مرسته د ميکروبونو او پرازيتونو شتون په خپلو سترګو ولېدلو او و مې منله، چې بېشکه بدې بلاتوې دي او د ملا صيب خبره مې په ياد شوه، چې په دنيا کې سمې بلاوې او ملاوې شته دي، نو له ځانه سره مې ويل، چې دي که نه دي، نو دغه ميکروبونه جوجو ماجوج دي او که نه نو د هديرو پيريان خو حتمي دي! چې په رڼو سترګو يې نه وينې، خو دوی هلته او دلته شته دي او انسانان ډاروي او ناروغوي يې.

هغه مهال موږ له سهاره هره ورځ ديني لوست او د قرآن اعظيم الشان تلاوت له يو ملا سره کولو، نو راته په زړه پورې شوه، چې له ملا صيبه د ميکروبونو په اړه هم وپوښتم، ځکه هغه به ويل چې په هرڅه پوهېږي او موږ ته هم جامعُلکمالات ښکارېدلو، ځکه نو موږ بايد د ملا صيب خبرو ته غوږ ونيسو، خو کله چې ما ميکروب ورته ياد کړ، نو راته يې ویل، چې دغه لغت نه فارسي دی او نه هم عربي! دا ډول بې ځايه پوښتنې مه کوه! زه ايريان شوم، چې دا څه کوي! ما خو پرون ميکروب تر مايکروسکوپ لاندې په خپلو سترګو وليد او دا ملا په لويه سپينه ږېره يې نه راسره مني او هسې راته دروغ  هم وايي، چې داسې شی نشته!

 بس په رڼه ګهيځ کې زما او دملا بحث شو، نو په پای کې يې راته وويل «اي بلا ها به چشم دېده ميشوه يا نې؟»، ما ورته وويل چې نه! مګر ما ميکروبونه او پرازيتونه تر ميکروسکوپ لاندې وليدل، نو د ده ځواب دا وو:« چيز های شيطاني ره نه بين که کافر مېشوي!»، زه ليا وارخطا شوم، چې د کفر له ګواښ سره هم مخامخ شوم، نو په بېړه مې دغه موضوع له پلاره سره شريکه کړه، نو پلار مې راته په خندا شو، ځکه هغه يو روغتيايي چارواکی وو، نو يې راته وويل، چې د خپلې استادې خبره ومنه او نظافت ته دې پام وکړه! ځکه نظافت د ايمان برخه ده او له دغو ميکروبونو به وژغورل شې!

د ميکروبونو په خيالونو کې مې شپې او ورځې تېرولې، چې څه موده وروسته په سيمه کې د توبرکولوز د «BCG» واکسينول پيل شول، خو ما له وېرې په هغه ورځ له ښوونځي پښې سپکې کړې او کورته راغلم، ځکه دوی به ويل، چې د توبرکولوز ميکروبونه سړي ته ورپېچکاري کوي! بس وېره نه وه د توبرکولوز له واکسينه مې سم وهم پيدا شوی وو! خو بله ورځ د پلار په ټينګار دې حاضر شوم، چې د توبرکولوز واکسين وکړم، چې موږ يې په ښوونځيو کې په يو مټ په يوه تېره ستنه واکسين کړو، چې د توبرکولوز په ناروغي اخته نه شو، چې د واکسين زخم هم په څو اونيو کې جوړ شو، خو خوشاله په دې وو، چې له ناروغي څخه خو وژغورل شوو، مګر بيا هم د هر چا په مټ د توبرکولوز د واکسين ټپ يا نښه تلپاتې شوه!

بايد ياده کړم، چې د واکسين په ترڅ کې په مټ باندې د «به سېکه شويو ميکروبونو برخه يا شنل شويو ميکروبي حجرو غير فعال يا نا مضره ماليکولونو شيره» يا «Tuberculin extract» ستنې وهل کېږي، چې بيا د بدن د عفونيت سيستم د توبرکولوز پر ضد پياوړی کېږي او انسان له دغه ناروغي ژغورل کېږي. بله پېښه دا ده، چې په واکسين شويو خلکو کې د منتو تشخيصي توګې غبرګون يا د بدن عکسالعمل د «Mantoux test» په ترڅ کې تل مثبت وي، ځکه نو د توبرکولوز په تشخيص کې په اسيايی، افريقايي او وروسته پاتې ملکونو کې د «BCG» واکسين کارول کېږي، نو له دي کبله د «Mantoux test» توګې کارول بې ګټې دی او نه کارول کېږي. د سږيو د توبرکولوز د تشخیص لپاره بايد د سينې (ټټر) ايکسرې عکس واخيستل شي او د سږيو د ناروغي سم تشخيص وشي. د منتو ټېسټ يوازې په هغو خلکو د باور وړ دی، چې د «BCG» واکسين يې نه وي اخيستی، چې دغه خلک زياتره په لوېديزه اروپا او شمالي امريکا کې ژوند کوي، ځکه هغو ته پّ ماشوم توب کې د «BCG» واکسين نه ورلګول کېږي.

په افغانستان کې ډېر شيان سر په څڼۍ دي. خلکو ته سم معلومات نه ورکول کېږي، چې خلک پخپله هم د خپلې ناپوهي قرباني دي. د درملو په برخه کې مې هم څه موده مخکې د سېبازول د ګوليو په اړه يوه ليکنه ولوستله او پروسږ کال مې د ښاغلي عبدالرب سياف «شيخ الحديث» په تلويزيون (لروينون) کې د سياف صيب روغتيايي خرافات هم واورېدل، چې مخې ته يې پنځه يا شپږ چوکړه ګان هم ناست ول او د سياف خبرو ته يې د هوکړې سر خوځولو يعنې آغا بلې ول، چې د روغتيايي خبرو په منځ کې به يې هم يو وار د تکبير ناره «الله اکبر» هم ورسره زمزمه کړه، خو د سياف خبرو ما ته د افغانستان هغه بدمرغي راښودله، چې سياسي کړيو او ګوندونه په څه ډول عاميان د ناپوهي په کنده کې ساتلي دي او د ټولنيزو ناخوالو تر څنګ يې له ميکروبي ګواښونو سره هم مخامخ کړي دي.

زما د مسلکي کار تجربې هم ډېرې په زړه پورې دي، نو د مسلکي کار په بهير کې يوه ورځ يوې کورنۍ  يو ۲۱ کلن ځوان د روغتون عاجل سروېس ته راوست، چې يوه ورځ مخکې په کلي کې له موټر سايکله لوېدلی وو، چې د ښۍ پښې له ښنګړي سره يې يو وړ زخم چې بر او سور به يې تر دوو (۲) سانټي متره رسېدلو درلود، خو ستونزه دا وه، چې پښه يې تر لنګيو پړسېدله وه، نو کله چې ما ناروغ وليد وضيعت يې بد نه ښکارېدلو، مګر لنګی يې تر ګونډو پورې پړسېدلی وو، چې تر پوستکي لاندې يې د ګاز موجوديت د اندېښنې وړ ښکارېدلو، نور نو ناروغ جوړ برېښېدو. مګر د پښې دغه حالت ته د ګاز ګنګرېن (gas gangrene) وايي، چې ميکروب تر پوستګي لاندې وده کوي او د بدن يا غړي د قشرونو يا پردو تر منځ ګاز جوړوي او نسجونه يې له منځه وړي او ورو ورو ټول بدن ته خپرېږي.

کله چې ما دغه حالت وليد، نو ناروغ او دکورنيو غړيو ته مې د ناروغي او تداوي په اړه معلومات ورکړل، چې تداوي يې د تيتانوس د انتي توکسين بېړنيز تزريقول، د پراخ سپېکټر انتي بيوتيک ورکول او له ګونډو پورته د پښې قطعه کول دي. دغه خبره د ځوان ناروغ او کورنۍ لپاره ډېره ستونزمنه وه او دا يې نه منله، چې له دومره واړه ټپه دې ناروغ ومري او يا دې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي. ما په خپل وړانديز ټينګار وکړ، مګر ناروغ او کورنۍ يې راسره و نه منله!

ما د آشوف نومي ټسټ جاري کړ، يعني د پښې تر ورانه مې يوه سپڼسۍ راتاو کړه او غوټه مې کړه، چې وروسته له يوې مودې وګورم، چې پښه څومره پړسېدلې ده. وروسته له دوو ګړيو د ورانه ښکتنۍ برخه هم پړسېدلې وه، يعنې د آشوف ټسټ يا توګه جوته برېښېدله. ما بيا د ناروغ او کورنۍ سره خبرې وکړي، نو دا ځل مې ورته وويل، چې ټوله پښه يې بايد قطعه شي او د ژوندي پاتې کېدلو چانس يې پنځوس سلنه (۵۰ ٪) دی، نو دوی له تداوي انکار وکړ. بیا وروسته له دوو ساعتونو ورغلم، نو د ناروغ ناروغي نوره هم خپره شوې وه، نو دا ځل مې ورته وويل، چې ناروغ مو مري او موږ بايد د ناروغ د مرګ د آسانتيا لپاره د درد درمل ورزيات کړو، لنډه دا چې ناروغ وروسته له ۶ ګړيو له فاني دنیا سره وداع وکړه او ابدي دنيا ته ولاړ! طبيعي خبره ده، چې ناروغ په دغه موده کې په کارنتين کې ساتل شوی وو، يعنې له نورو ناروغانو او روغتيايي پرسونله ګوښی شوی وو. د ناروغ د مړينې سبب په خاورو د پښې د ټپ ککړېدل ول، چې ټپ يې په انااېروب ميکروبونو اخته کړی وو.

 کله چې زما په ذهن کې دغه پېښه تېره شي، نو د افغانستان ګڼ شمېر پېښې مې سترګو ته ودرېږي. په ډېرو سيمو کې خلک ټپونه په ميتيازو، د حوض په اوبو او يا هم د ويالو په ناولو اوبو مينځي، چې د ناروغيو او د زخمونو د ميکروبي کېدلو ګڼشمېر ګواښونه رامنځ ته کوي، مګر بيا هم خلکو ته سم معلومات نه ورکول کېږي او يا خلک خپله نه غواړي پوه شي! په دې برخه کې بايد ياده شي، چې د زخمونو مينځل په پاکو خوټول شويو اوبو خپل جوت اړخونه لري او د ميکروبونو د مخنيوي لپاره ټپونه بايد په الکولو او يا تينچر پاک شي يا په جوش شويو اوبو ومينځل شي.

په افغاسنتان کې ما ډېر ځله خلک ليدلي، چې په ټپونو خاورې او يا ايرې اچوي او ځينې بيا لوټې په زخمونو موښي. بايد خلکو ته په دې اړه معلومات ورکړل شي، چې په خاورو، اېرو، لوټو او خټو کې ډول ډول ميکروبونه شته دي، چې په زخمونو د خاورو او ايرو له موښلو سره دغه ميکروبونو بدن ته ورننوځي، چې د زخم له ميکروبي کېدلو سره د انسان د مرګ ګواښ هم رامنځ ته کوي، ځکه نو خلک بايد ډېر احتياط وکړي او د ټپي کېدلو سره سم دې روغتون او يا کوم کلينيک ته د سمې درملنې لپاره مراجعه وکړي، د بېړنيزې مرستې په توګه دي، ټپ په تمڼو جوش کړيو اوبو پرېمينځي او په پاک ټوکر يا ټوټه دې يې پټ کړي.

د افغانستان هر څه يو ځانګړی اړخ لري، چې ماشومان حتی د ويالو يا لښتيو خړې اوبه هم څښي، چې د لښتيو په اوبو کې هر څه بهيږي، له خځلو رانيولې تر پرېشنو او غولو پورې، ځکه نو د ويالو چټلې اوبه ګڼشمېر ناورغۍ هم په آساني سره رامنځ ته کوي. له بده مرغه د افغانستان نننۍ واکمني د خلکو لپاره د پاکو اوبو د تآمينولو واک يا ځواک هم لکه چې نه لري، مګر د نړيوالو د مرستو کچه تر يو تريليون هم وواښتله، خو افغان ماشوم ليا هم د لښتيو ناولې اوبه څښي، چې د ګڼشمېر ناروغيو د ګواښ ښکار دي او دغه ناوله دولتي ستراتيژي د کورنيو او ملت لپاره ګڼشمېر اقتصادي ستونزې رامنځ ته کوي، چې هېواد يې نن او سبا قرباني کېږي او خلک يې د ناروغيو له ګواښونو سره مخامخ دي.

په افغانانو کې متل دی، چې وايي: مچان او مچۍ په خوږو راټولېږي او ګونګټې په ترخو ګډېږي! مګر نن سبا په افغانستان کې د هر خوراکه فروشي، قصابي او رستورانټ په تبنګونو د مچانو او مچيو شر او فساد ګډ وي. تاسو بايد پوه شی، چې مچان او مچي د کنارابونو په فضوله مواد هم څرخېږي او له يو ځايه بل ځای ته له چټلياتو سره ميکروبونه هم وړي او راوړي، ځکه نو د افغاني رسټورانټونو خوراکي نيمايي له مچانو او مچيو وي، يوه برخه يې ورسته غوښه وي او بله برخه يې له ګڼشمېر ميکروبونو ډکه وي، چې له خوړو سره دغه ناوله شيان بدن ته ننوځي، چې بېلابېلې ناروغۍ رامنځ ته کوي، چې ښې بېلګې يې په ګڼشمېر خلکو کې محرقه، کولرا، آمېب، ناسناستی او داسې نور دي، چې په ترڅ کې يې د کولمو ميکروبي التهاب (Gastroenteritis) حالت رامنځ ته کېږي.

خبره راڅخه ګډه وډه شوه، نو بيرته به د هانټا ويروس ته ورپام کړو، ځکه په زړه پورې ده چې پوه شو، چې د هانټا ويروس څه ډول دی او انسانان په څه ډول په دغه ناروغي اخته کېږي. څرګنده ده چې د هانټا په ویروس ناروغېدل له ځينو حيواناتو سره په نېغه تړاو لرلو په ترڅ کې رامنځ ته کېږي، چې يو شمېر ځنګلي او کورني ځناور کېدلی شي، د دغه ناروغي په رامنځ ته کېدلو کې اساسي رول ولوبوی، چې په هغوی کې موږک، مږې او سحرايي مږې اساسي رول لري. هغه شمېر حيوانات چې په دغه ويروس لړلي وي، نو د موږک د خولې له ځګونو، ميتيازو او بولو سره دغه ويروس شنل کېږي او سيمه پرې ناولې کېږي، چې د ناروغېدلو زمينه رامنځ ته کوي.

اناسانان هغه مهال ناروغېږي، کله چې په ويروس ناولې او يا د ميتيازو، بولو او ځکونو په زراتو او ګردونو لړلې هوا تنفس شي او له ناولې هوا سره د دغه ميکروب زرې او يا خپله هانټا ويروس د ساايستنې په مرسته سږيو ته ورننوځي او د ناروغي د رامنځ ته کېدلو او ودې امکانات رامنځ ته کېږي. همدا ډول انسان د هغه خواراکي توکو په مرسته ناروغېدلی شي، چې د هانټا په ويروس لړلې وي، ځکه په ځينو ملکونو کې خلک په کوڅو کې ناولي خوراکي توکي خوري، لکه په افغانستان کې چې له تبنګونو پیرکي، بورکي، سمبوسې، کشمشاو او داسې نور اخلي، چې کېدلی شي د چټلو ګردونو په ترڅ کې په بېلابېلو ميکروبونو ناولې وې او د ناروغيو له ګواښ سره انسانان مخامخ کړي، نو هغه خوراکه مواد چې د هانټا ويروس په دوړو لړي وي او يا د حيواناتو خوله په لږېدلې وي او يا يې څټلې وي او يا دا چې غاښ يې پکې خښ کړي وي، نو د دا ډول خوراکي موادو له استعماله بايد ډډه وشي. په ياد لری، چې افغانستان خو هسې هم د دوړو او ګردونو هېواد دی، چې د کابل د آسمانو خراشونو نه د سيل او باران په ترڅ کې له غرنيو کورونو فضوله مواد راشېوه کېږي، چې بيا د کابل کوڅې په هرڅه لړل کېږي او له ګردونو سره بيا له يوې سيمې بلې ته انتقالېږي!

د هانټا ويروس په ناروغي د نړۍ په هر ګوټ کې انسانان اخته کېدلی شي، يعنې چې هر ځای موږک، مږه، پشۍ او داسې نور حېوانات وي، نو د ګڼشمېر ناروغيو د رامنځ ته کېدلو امکانات هم شته دي. هغه ويروس چې خلک يې په امريکايي پارک په ناروغي اخته کړې دي د ميکروبونو د (Sin Nombre Hantavirus) له کورنۍ سره تړوا لري، چې يوازې په همغه سيمه کې د دغه ناروغي د رامنځ ته کېدلو امکانات رامنځ ته کوي، خو د نړۍ په نورو برخو کې هم د دغه ناروغي د رامنځ ته کېدلو ګواښ شته، ځکه چېرې چې کورني او ځنکلي حيوانات لکه (موږک، سپي، پشې، مږې او داسې نور ) وي، نو د دغه ميکروب يا ويروس شتوالی حتمي دی، خو صرف بڼه به يې توپير لري او د ناروغي د رامنځ ته کېدو ميکانيزمونه به يې لږ بل ډول وي، مګر هر انسان په اخته کېدلی شي او د مرګ ګواښ هم ورسره مل دی.

يوه بله پېښه ډېره غوره ده چې ياده شي، هغه دا چې دغه ناروغي له يو انسانه بل انسان ته نه انتقالېږي. هغه خلک چې د امريکا د (Yosimate National Park) په پارک کې په دغه ناروغي اخته شوي دي، نو علت يې دا دی، چې دوی په نمجن پارک کې په ځانګړو کېږديو کې د کېږدېو د کُري په کلي کې (Signature Tent Cabin`s in Curry Village) پراته ول، چې په خيمو کې له پرېوتلو سره يې د هانټا ويروس برخې يا زرې او یا هم خپله ويروس له ناولې هوا سره د ساايستنې په ترڅ کې سږيو ته لېږدولي دي، چې پايله يې د هانټا ويروس په ناروغي اخته کېدل دي.

د هانټا ويروس ناروغي د سږېو د التهاب په بڼه چې نن سبا يې د هانټا ويروس د سږيو نښې يا هانټا پولمونري سينډروم  (Hantavirus Pulmonary Syndrome-HPS) هم ويل کېږي، يادېږي، چې د ساايستنې ستونزې رامنځ ته کوي. د دغه ناروغي د ودې دوې مودې، پېر يا دوارنونه بېلېږي. ناروغ ته لومړی د والګي نښې ورپيدا کېږي، چې د سر له خوږو، د ځان او عضلاتو دردونو، د ګېډې او نس دردونو سره مله رنځورتيا وي، چې وروسته له څو ورځو ناروغ ته د سږېو د التهابي ناروغيو نښې لکه سابندي، ټوخی، د ټټر دردونه او بې سېکتيا پيدا کېږي، نو د دغه ناروغي له څرګندېدلو سره سم بايد ډاکتر ته ورشی او د ډاکتر سره مشوره وکړی، چې سمه تداوي مو تر سره شي.

تاسو به وایی، چې آيا دغه ناروغي وژونکې ده او يا د مرګ له ګواښ سره ناروغ مخامخ کوي، نو بايد ياده شي، چې د امريکايي ډاکټرانو له احصايې سره سم تر اته دېرش سلنه (۳۸ ٪ ) ناروغان د هانټا ويروس د ناروغي له کبله مري. د دغه ناروغي کوم ځانګړی درمل نشته، مګر د ناروغي د اختلاطاتو د تداوي په ترڅ کې کېدلی شي د ناورغ د عفونيت سيستم فعال شي او بدن د هانټا له ويروسه پاک کړي، ځکه امريکايي ډاکټران سپارښت کوي، چې ناروغي هر څومره ژر وموندل شي، نو هغومره به ژر تداوي پيل شي او د ناروغ د ژغورنې چانس به هم ډېروي.

د ناروغي په وده کې وروسته له دې چې هانټا ويروس د انسان بدن ته يا ښه ووايم سږېو ته ننوځي، نو لومړی د رسېدو دوره تېروي. دلته غواړم د بېلګې په توګه د (ناروغي د رسېدو، پخېدو يا پېتيرېدو) په اړه یوه لنډه سپړنه وکړم، چې عام خلک پرې پوه شي. تاسو ته معلومه ده، چې د اوړو له خوشتولو نه وروسته اوړه تر يوې مودې پورې ږدي، چې راورسېږي، خو که موده لږ پرې تېره وي، نو اوړه پتير دي او که ډېره موده پرې تېره شوه، نو د خلکو په اصطلاح «اوړه تروشېږي» او بيا پسې ترخېږي. بله ښه بېلګه د مستو مايه کول دي، چې تمڼو شودو ته تومنې مستې وراچوي او بیا د مستو کېدو لپاره په کټو کې ساتل کېږي، چې وروسته له يوې او يا دوو شپو مستې جوړېږي، خو هر څومره چې ډېره موده پر مستو تېرېږي، نو همغومره مستې پسې تروشېږي، چې بيا ډېر خلک تروې او يا شړومبې ترې جوړوي او ځيني بيا چکه او کورت ترې بود کوي.

درنو لوستونکو، د ميکروبي ناروغيو (باکټريا، ويروس، فنګس او پرازيتونو) په وده کې هم لومړی د رسېدو چې د اينکوبېشن پېريود (Incubation Period) هم ورته وايي، بېلېږي، چې په هره ناروغي کې خپله اوږده يا لنډه موده لري. د امريکايي هانټا ويروس د (Incubation Period) هم له څو اونيو سره برابر دی، چې په منځني توګه د دريو (۳) اونيو په ترڅ کې د رسېدو دوره پوره کوي او د ناروغي د پخيدو پړاو ته وراوړي، چې د وچې مرۍ، سږيو توکي تر يرغل لاندې نيسي او له منځه يې وړي، چې پايله يې د سږيو د التهاب په ترڅ کې د ناروغ وژل دي.

پايله

د افغانستان اکثريت خلک بې سواده دي، چې د ليک لوست له ستونزو سره مخامخ دي او شفاعي معلومات هم تر خلکو سم نه رسېږي، ځکه ډېر خلک د ملا د وعظ او د پير د تاويز په لومه کې نښتي دي. د روغتيا او د ميکروبي ناروغيو د مخنيوي لپاره بايد سم او د پوهاوي وړ معلومات خلکو ته ورسېږي او يو او بل ته سم معلومات ورکړل شي، چې په دې برخه کې د څانګپوهانو او ټوليزو رسنيو رول ډېر غوره ګڼل کېږي، ځکه ګڼشمېر خلک د پوهنيزو-معلوماتي ليکنو په لوستلو کولی شي اړين معلومات ترلاسه کړي، خپلوانو او يا هم هېوادوالو ته يې تر کليو هم ورسوي. په دې برخه کې بايد مسلکي پوهان او د ټوليزو رسنيو مسؤلين خپل مسؤليټ پر ځای کړي.

ستاسو د بري په تمه

Door Guest