ډاکټر لمر

ليا ماشوم وم، چې د دوبي په رخصتيو کې کابل ته له خپلې کورنۍ سره تللی وم. د نوبهار بس د ميوند جادې په پای کې حضوري چمن ته نيژدې ودرېدلو. دغه ورځ د سنبلې نهمه وه، چې د نادر پښتون کوڅه له ګڼوګوڼو ډکه وه او زموږ موټر د پښتونستان له څلورلارې واوښت، چې د فوارو اوبو سر آسمان ته کړی وو او په حوضونو کې يې رڼې اوبه بهېدې، چې د څاڅکو له لوېدلو سره يې خپلې ګردې ګردې څپې جوړولې. سيمه داسې ښکارېدله، چې د يو لوی جشن تياري نيول شوي وي، خو يو پلو ته ګڼشمېر خلک درېدلي ول، چې «زنده باد پښتونستان» نارې يې وهلې او ځينو يې خپل پګړي پورته اچول او خوشالي يې کوله او تر غوږو مې د راديو غږ شو «دا پښتونستان زموږ! دا افغانستان زموږ!»، مګر موږ له دغه څلورلارې نه ورو ورو تېر شولو.

په موټر کې مې له خپل ماما نه وپوښتل، چې موږ خو پښتو وايو، نو هغه راته وويل، چې هو زموږ ژبه پښتو ده. بيامې ورته وويل، چې افغانستان خو دغه ځای دی، نو دا پښتونستان چېرې دی. درنو لوستونکو دغه زما د ماشومتوب لومړنۍ پوښتنې وې، چې د پښتونستان واټ له هغه هيو هويه د پښتونستان په اړه زما په ذهن کې راپيدا شوې او له ماما مې واورېدل، چې پښتونستان هغه ځمکه ده، چې پاکستان زموږ نه په زور نيولې ده او ځکه موږ د پښتونستان د آزادي لپاره مبارزه کوو او په دغه ورځ يې لمانځو. په زړه پورې دا وه، چې زه نه د پښتونستان په ارزښت پوه شوم او نه هم د پښتنو په آزادي، مګر به کور کې به چې هر څه خراب شول، نو بيا به ټولو ويل، چې دا شی ديسي دي او يا پاکستاني دي! عجيبه ذهنيت او عجيبه پېښې وې!

د وخت په تېرېدو سره مو د لومړي ځل لپاره د پښتو ليک لوست په ښوونځی کې پيل کړ، زموږ نور سبقونه په فارسي ول او استادانې مو زياتره فارسي ژبې وې، خو خدای شته، زموږ ټولو استادانو د افغانستان ملي ذهنيت موږ ته تدريسولو، چې زموږ علاقه يې له پښتني کلتور سره زياتوله او خپل ملي ارزښتونو ته مو ورور ورو پام اړول کېدلو، چې د پښتني شاعرانو لکه خوشال بابا، حميد بابا او رحمن بابا له نومونو سره هم آشنا شولو او په درسونو کې به راته ويل کېدل، چې د دغو مشرانو زيارتونه په پښتونستان کې دي او د افغانستان بابا احمد شاه دی او نيکه يې ميرويس خان دی! ليا ډېر وخت نه و تېر چې د غويي سره غميزه رامنځ ته شوه او هر څه بل ډول شول.

په افغانستان کې د مجاهدينو، اشرارو او ملحدينو کيسې پيل شوې. د افغانستان ډېر خلک له افغانستانه وتښتېدل، چې ډېر يې ايران او پاکستان ته مهاجر شول. په دغه موده کې به خلکو ويل، چې افغانان پاکستان ته نه دي تللي، بلکې خپل ټاټوبي يعنې پښتونستان ته تللي دي. په افغانستان کې د کمونيستي واکمنو ظلم خپلې انتها ته ورسېدلو، چې کمونيستانو په يو او بل پسې هم راواخيستله، چې خپل ملګري او رهبران يې يا تبعيد کړل او يايې هم په بالښتونو خفک کړل، خو په خلکو کې د مجاهدينو د فعاليت او ژغورنې احساس پيدا شو، چې مرحوم نور محمد ترکي به ويل: «د خلکو زور د خدای زور دی»، نو خلکو هم خپل ملاتړ له مجاهدينو سره پياوړی کړلو.

مجاهدين او د هغوی رهبري هسته د پښتونستان په پېښور کې ځای پر ځای شول او د کمونيستانو پر ضد يې خپل مورچل تاوده کړل، په ۱۹۷۹ ميلادي کال د (برېژنف، ګروميکو، پونوماريوف، اوستينوف او اندروپوف) په نېغه لاسوهنه روسانو په افغانستان بربنډه تېری وکړ او د ببرک کارمل په مريتوب يې کمونيستي لاسپوڅې واکمني رامنځ ته کړه. په زړه پورې دا ده، چې د مجاهدينو مرکزونه په پېښور يعنې پښتونستان (پښتونخوا) کې مستقر ول، خو روسي سره ځواکونه او افغاني کمونيستان له تورخمه ها پلو هېڅکله هم وانوښتل، مګر مجاهدينو د کمونيستي ځواکونو سټه وايستله، خو بيا هم دوی تر تورخمه تلل او بيا به يې خولې جينګې کړې او بيرته به راستانه شول. د بډه بېره پېښه هم هغه مهال وشوه، چې څو تنه روسان پکې مړه شول، ځکه يو مجاهد د دې پرځای چې روسان په نښه کې خپل راکټ يې د مجاهدينو په سلاکوټ ورخوشې کړی وو، چې د سلاح ډيپو وُر واخيست، خو بيا هم نه روسانو او نه هم کمونيستانو له تورخمه پښه ها خوا کېنښودله!

زه د کابل په پوليتخنيک انستيتوت کې محصل شوم، چې د لومړي ځل لپاره مې پېښوريان، ژوپوال او د چمن د سيمو محصلين هم وليدل، چې وروسته له يو څو شپو به مخ په شوروي اتحاد والوتل. دغه محصلينو له افغانانو سره چندانې دوستي نه کوله او ډله ډله به ګرځېدل يا يې وهم درلود، چې افغانان د کمونيستي واکمنو پر ضد دي، چې ګواکې دوی ته کوم خطر پېښ نه شي. په پوهنتون کې به هم دغه پېښوريان او يو شمېر بلوڅان په خپلو جامو کې ګرځېدل او له پطلانه او یخن کاک سره يې علاقه نه درلودله. دوی به د پوليتخنيک له ساحې بيرون ډېر کم ګرځېدل او موږ به زياتره په طعام خانه کې ليدل، نو دغه زما لومړی ځل وو، چې پښتونستانيان مې له نيژدې وليدل. له دغه پېښو وروسته مې خان عبدالغفار خان فخر افغان، ولي خان او اجمل خټک نومونه هم واورېدل او په تلويزيون کې مې وليدل، چې زما علاقه يې له پښتونستان سره نوره هم زياته کړه.

کله چې زه د لوړو زده کړو لپاره شوروي ته ستون شوم، نو له ډېرو نورو پېښو سره مخامخ شوم. په مسکو کې مې دې ته پام شو، چې د پېښور، چمن، ژوپ، سوات او يو شمېر نورو سيمو پښتانه محصلين هم مسکو ته راغلي دي، نو وروسته له پېژندنې مو له يو او بل سره خبرې هم شرېکې کړې. ځکه دوی په نېغه له پېښوره راغلي ول، نو ما ته په زړه پورې وه، چې د افغان مهاجرينو په اړه پوښتنې ترې وکړم او د جهاديانو په اړه معلومات تر لاسه کړم، مګر ډېر ژر پوه شوم، چې په غلطه پته وواښتم، ځکه دوی راته د افغانستان د کمونيستي دولت ننګه وکړه او ځانونه يې (PLO, PSO, PSF) او داسې نورو ګوندونو او سازمانانو غړي معرفي کړل، چې لومړی يې زه په نوم او موخه پوه نه شوم، مګر وروسته مې سر خلاص شو، چې دغه د توريو لنډکي  څه دي او څه معنی لري او دا چې پښتني، بلوڅ او يو شمېر نور محصلين د کوم قرارداد پر بسټ شوروي اتحاد ته راځي او زده کړې کوي.

د پېښوريانو او بلوڅانو توپير له افغاني محصلينو نه په دې کې وو، چې دوی ټول د شوروي اتحاد اوروپايي ملکونو (روسيه، اوکراين، بېلاروسيه، ايستونیا، لاتويا، ليتوانيا)  ته استول کېدل او ټولو په طب، انجينيري، نړيوالو حقوقو يا نړيوالو اړيکو په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کولې، د مسلک په ټاکنه کې خودمختاره ول، بل دا چې د پښتونستان او بلوڅستان محصلين سمه سازماندهي درلودله، د روسانو مشاورينو هم ورسره کار کولو او په خپلو کې ډېر متحد او ژمن ول. د افغانستان په سفارت يعنې په مسکو کې د سفارت دويم سکرټر (ښاغلی وارث خان) د پښتونستان او بلوڅستان د محصلينو ځانګړی استازی وو. ټولو پښتونستانيو او بلوڅستانيو محصلينو افغاني پاسپورټونه درلودل، مګر بيا هم دوی کولی شوی، چې پولينډ، چکوسلواکيا، هنګري، رومانيا او یو شمېر نورو سوسياليستي ملکونو ته په افغاني پاسپورټونو د شوروي اتحاد د ځينو مرجعو په وساتط خپل سفرونه وکړي، ځکه موخه به تل کومه سياسي لوبه وه.

په ۱۹۸۸ ميلادي کال په پاکستان کې بې نذير بوتو صدراعظمه شوه او خپلې اړيکې يې له شوروي اتحاد سره ښې کړې او اعلان يې وکړ، چې ټول هغه پښتانه او بلوڅ محصلين چې په شوروي اتحاد کې د افغانستان د دولت په وساتط په زده کړو بوخت دي، نو کولی شي، چې د پاکستان په سفارت کې د پاکستاني تابيعت پاسپورټونه تر لاسه کړي. دغه خبر د شوروي اتحاد په ټوليزو رسنيو کې هم خپور شو. د افغانستان او شوروي اتحاد د قردادونو پر بنسټ هر کال د لوړو زده کړو لپاره له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پښتانه او بلوڅ محصلين د پښتونخوا او بلوڅستان له سيمو شوروي اتحاد ته تلل او همدا ډول له ايرانه د کمونيستي سازمانونو محصلين هم د افغانستان له لارې روسيې ته تلل.

د محصلينو په منځ کې د پاکستاني پاسپورټ غوغا پورته شوه. موږ افغان محصلين په دې اند وو، چې د پښتونستان د لسيزو مبارزه به دغه محصلين دې ته پرې نږدي، چې د «پاکستاني» شرمولی نوم پر ځان کېږدي او د پښتونستان نوم له خاورو سره خاورې کړي، مګر ليا اونۍ نه وه پوره شوې، چې د پښتونستانيانو استازي مسکو ته ولاړل او وروسته له معلوماته ټولو پښتونستانيانو پاکستاني شنه پاسپورټونه تر لاسه کړل، چې په وروستۍ پاڼه کې يې ليکل شوي ول، چې يوازې اسرائيلو او جنوبي افريقا ته تګ په دغه پاسپورټ ممنوع دی، نور نو ټولو بهرنيو ملکونو ته تلی شی. پاکستانيانو (مخکني پېښوريانو يا پښتونستانيانو) افغاني پاسپورټونه د افغانستان سفارت ته نه بلکې د روسي پوهتنونونو د بهرنيو چارو څانګو ته وسپارل، چې بيا هغوی د افغانستان سفارت ته واستول، نو پوښتنه هم عجيبه ده، فردي آزادي لکه چې خپل بل خوند لري!

وروسته له دغه پښتونستانيان او بلوڅان نور هم آزاد شول او کولی يې شوی، چې د دعوتنامو په مرسته د ډېموکراتيک آلمان تر څنګ لوېديز آلمان ته هم سفرونه پيل کړي، مګر موږ افغانان په يو شانته ذهني جېلخانه کې تېرولې او ويل به مو، چې ولې هغوی کولی شي سفرونه وکړي، مګر موږ افغانان يې نه شو کولی! پرته له دې موږ افغان محصلين د خپلو افغان کمونيستانو لخوا تر څارنې لاندې هم وو، چې راپورونه مو کله افغان سفارت ته او کله هم د انستيتوت نظارت ته استول کېدل! بس د ذهني مېچنې د دوو تيږو تر منځ وو، خو د ديورند د ليکې وسوسه مو ليا په زړونو کې پاتې شوه.

شل کاله مخکې د ديورند د کرښې د سلمې کليزې په اړه په ډېرو سيمو کې غونډې جوړې شوې او د ديورند کرښه يې پکې وغندله او ځينو دا هم ويل، چې ګواکې د دغه کرغېړني کرښې ۱۰۰ کاله پوره شول او په ټولنيزو اړيکو کې چې د يو قراداد ۱۰۰ کاله پوره شي، نو فسخ کېږي يعنې له منځه ځي، خو دا دي له هغه ورځې نور ۲۰ کاله هم تېر شول او د ديورند کرښه د خپل عمر ۱۲۰ کليزې ته ورننوځي، يعنې په ۱۲۰ کلنۍ پښه ږدي، مګر تر ننه دغه کرښې هېڅ توپير هم نه دی کړی، پرته له دې چې د پښتونستان يوې برخې د پښتونخوا نوم خپل کړی دی.

که د ديورند تاريخي شاليد ته وکتل شي، نو دغه کرښه د دوو هغو ملکونو يا د واکمنيو مسؤلينو تر منځ ياده شوې وه، چې يو پلو ته نيمه مستعمره افغاني واکمني وه او بل پلو ته د انګرېز استعماري بريتانيايي هندي مستعمره وه، چې دغه خيالي کرښه د ۱۸۸۳ ميلادي کال د نوامبر په ۱۲ نېټه رامنځ ته شوې او وروسته د ۱۹۴۷ ميلادي کال د اوګوست له ۱۴ نېټې سره ورکه شوې ده، ځکه د هغه مهال هندي برتانيا واکمني له منځه تللې ده، چې پر ځای يې پاکستان جوړ شوی دی او هغه نيمه مستعمره افغانستان هم خپل موجوديت وروسته له ۱۹۱۹ ميلادي کاله د يو خپلواک هېواد په توګه راڅرګند کړی دی، چې دغه تاريخي واقعيت د دغه کرښې حقوقي برخه تر سوال لاندې راولي.

د ديورند حقوقي شاليد د افغانستان او نړيوالو سازمانونو او اشخاصو لخوا هر اړخيز څېړل شوی دی، نو ښه به دا وي، چې په دې اړه هغو حقوقي اسنادونو ته مراجعه وشي، چې په برېښنايي رسنيو کې شته دي. زما په ګومان د ديورند کرښې د معضلې دواړې خواوې وروسته له ۱۹۴۷ کاله خپل موجوديت په زړه بڼه چې استعماري حقوقي مسؤليت يې درلود، له منځه تللي دي، ځکه نو د ديورند کرښې موجوديت حقوقي ارزښت نه لري، چې په دې اړه د امريکا، روسيې، انګرېز، جرمن او ګڼشمېر نورو ملکونو د افغانستان پېژندنې په انستيتوتونو کې د دغه کرښې کرغېړن کرکتر او غير قانوني بڼې ته نغوته شوې ده، چې معلومات يې تاسو په اينټرنېټ کې په آساني پيدا کولی شی.

د ديورند سيمه يز جغرافيايي او ثوق الجيشي شاليد ته که وکتل شي، نو دغه د پرخې کرښه چې د شپې له سړو سره پر پاڼو خپرېږي، نو د سهار له تودوښې له پاڼو يا ښويېږي او يا هم په بخار تبديلېږي، ځکه خلک عادي ترې تېرو بېر کېږي او خپلې عادي کورني اړيکې ساتې او د خپلوي ژوند کوي. دغه کرښه د سيمې د غرني جوړښت پر بنسټ هېڅکله هم د يو سرحد په بڼه نشي رامنځ ته کېدلی. له بل پلوه د جغرافيايي جوړښت پر بسټ بايد يوه سيمه له بلې د غرونو او يا سمندرونو په مرسته بېله شي، نو پښتنو ته خدای د اټک سيند (ايندوس) او آمو سيند تر منځ سيمه ورپه برخه کړې ده، چې د دغو دوو سمندرونو تر منځ بل لوی ټبر نشته دی. تاجکستان، ازبکستان او تورکمنستان رانه د آمو سيند بېل کړي دي او پنجابيان بيا رانه د اټک (ايندوس) سيند بېل کړي دي، نو د دغو دوو سيندونو تر منځ د مصنوعي ليکې کښل هماغه د شپې د پاڼو پرخه ده، چې په تياره کې پيريان په سورېږي او په رڼا کې انسانان ترې تېرېږي.

د ديورند کرښې سيمه ييز قومي شاليد هم په زړه پورې دی. انګرېز غوښتل او يا يې نننۍ امريکا غواړي د پښتنو په زړه د بېلتون کرښه تېره کړي، چې يو قوم په دوو برخو ووېشي. د کرښو دوو خواو ته مسعود، وزير، شينواري، اڅکزي، يوسفزي، الکوزي، مومند او داسې نور پراته دي، چې د قومي اړيکو تر څنک د وينې ډېرې نيژدې د خپلوي اړيکي هم لري، چې د دغه سيمې قومي جوړښت پر بنسټ انګرېز او يا نور غليمان هېڅکله هم نه شي کولی، چې کومه کرغېړنه کرښه رامنځ ته کړي يا يې په سيمه کې تېره کړي او يا يې هم وساتي، نود کليوالو خبره، چې بنده يې بوله!

د ديورند کرښې د سېمې اقتصادي شاليد ته که پام وکړو، نو دغه سيمې د افغانستان لپاره ځينې ستونزې هم رامنځ ته کړې دي، چې هغه د افغانستان ناراضه يا خوابدي او يا هم تښتېدلي وګړي دي، چې د سردار محمد داود خان له واکمني رانيولې تر ننه پورې د افغانستان پر ضد ډلې ټپلې ترې روزل کېږي او په افغانستان کې يې جنګ تود ساتلی دی، نو ښه به وي، چې د سيمې په دغه فکتور څېړنې وشي او د دغه ستونزې د حللاره وموندل شي، چې سيمه په کرار شي، پرته له دې د ديورند کرښې منل يا نه منل په سيمه کې د سولې او امنيت تضمين نه رامنځ ته کوي.

که ديورند د افغانستان او پاکستان په تله کې وتلل شي، نو د دواړو به کومې موخې وي، چې دغه کرښه د خپل هېواد په ګټه وکاروي. دا چې دغه کرښه د پښتنو په سيمه کې تېره ده يا د تېرېدو خوبونه يې ليدل کېږي، نو د ستونزې حل هم بايد د پښتنو په سيمه ييز موقف کې ولټول شي، چې د سيمې د پښتنو يا ټولو اوسېدونکو ګټه په څه کې ده او په نورو سيمه ييزو قومونو لکه: ازبک، ترکمن، تاجک، منځنۍ آسيا  او ټولې سيمې په نورو وګړو يې اغېز څه دی، نو که دغه حالت سم وسپړل شي، نو د افغانستان او پښتنو د سيمې جيوپوليتيک ارزښت به هم سم څرګند شي.

په پاکستان کې قومي يا ملي روحيه ضعيفه ده، ځکه بېلابېل ټبرونه خپل قومي ارزښتونه لري او مملکت يې بيا په فدرالي جوړښت کې ښکېل دی، مګر په افغانستان کې برعکس ملي روحيه ډېره قوي ده، ځکه يو ځانګړی تاريخي شاليد لري، چې په وروستيو دېرشو کلونو کې د شوروي اتحاد زوال هم په افغانانو کې ملي هويت نور هم پياوړی کړی دی، چې نن سبا افغانستان ته د امپراتوريو د جلګو لقب هم ورکړل شوی دی، چې دغه لقب هم د افغانانو په ملي هويت او ملي احساس کې ډېر غوره رول لوبوي، ځکه يې لوېديزوال هم په ګونډه کړي دي.

په پاکستان او افغانستان کې ۵۰-۵۲ ميليونه پښتانه اوسېږي، چې ۳۴ ميليونه يې په پښتونستان کې او پاتې ۱۶ يا ۱۸ ميليونه په افغانستان کې اوسېږي. له کرښې ها پلو د ښتونخوا نفوس د پاکستان د ټول نفوس ۲۸-۳۰ ٪ دی او په افغانستان کې د پښتنو نفوس له ۵۵ تر ۶۳ ٪ پورې يادېږي، خو په زړه پورې دا ده، چې د پښتنو او د سيمې د نورو قومونو ژوند په کومه برخه کې هوسا دی او د ژوند سهولتونه او ټولنيز انډول او امنيت پکې تآمين دی، نو د دغو ټولنيزو فکتورونو په بنسټ خلک هم خپل انتخاب کوي، چې په څه ډول د ديورند کرښه په سياسي بڼه هم له منځه يوسي.

پښتانه په پاکستان کې ډېر پياوړی ټولنيز موقف لري، چې د پاکستان په نظامي، ديپلوماتيک او سياسي برخه کې يې رول ډېر روښانه دی، مګر په افغانستان کې پښتانه په خپلمنځيو شخړو کې ښکېل دي، پوره نيمايي پښتانه له خپلې ژبې سره کرکه لري او يا يې نه غواړي چې پښتو وده وکړي، ځکه نن سبا حتی د افغانستان په سياسي، نظامي او کلتوري چارو کې هم نور قومونه پرې برلاسي دي. له بده مرغه افغانستان خو د هوساينې شرايط، د ژوند سهولتونه او امنيت بېخي نه  لري، نو د ديورند کرښې منل يا نه منل د سيمې په قومونو پورې اړه لري، چې په دې برخه کې د افغانستان پښتانه بايد څه وکړي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې هر افغان پښتون اړ غير پښتون يې بايد له ځانه وکړي! د اسلام مقدس دين درته وايي، چې نېغه لار جنت ته درښييم او نور درته وايي چې دنيا وګټه او آخرت هسې هم جهنم دی، نو تاسو به څه شی غوره کړی!

که د ديورند کرښه او پښتانه د منځنۍ اسيا په تله کې وتلل شي، نو پښتانه ډېر پياوړی سيمه ييز جيوپوليتيک دريځ خپل کولی شي، چې د هند له تودو اوبو ټولې منځنۍ آسيا، روسيې، اوروپا او حتی افريکا ته د ترانزيتي لارې د رامنځ ته کولو، ساتلو او ودې ژمن وګرځي، ځکه پښتانه د سيمي ټولنيزه شمزۍ ګڼل کېږي، مګر په دې شرط، چې پښتانه د سيمې په اداره پوه شي، يعنې يوه پياوړې واکمني رامنځ ته کړي، پرته له هغې د وخت په تېرېدو سره به پښتانه خپل دغه جيوپوليتيک موقف هم په نشت کې له لاسه ورکړي. پاکستان که ښه ووايم پنجابيان غواړي د دغه کرښې په مرسته ټوله سيمه کنټرول کړي، چې بيا به هم پښتانه او هم نور ټبرونه د پنجابيانو ګروګان يا غلامان وي، نو په دې برخه کې بايد پښتانه خپل ايماني ژمنتيا د سيمي او خپلو خلکو د هوساينې لپاره پر ځای کړي.

افغانستان د سيمې د ترانزيتې او ترانسپورتي لارې غڼی جوړولی شي. د واخان له کاريدوره تر هراته او بيا له ترکمنستانه تر تورې بحيرې پورې د ترانزيتي لارې رامنځ ته کول او له سايبريا نه رانيولې تر آستانې او له آستانې تر تېرمزه  او له حيرتانه تر ګواډره د هند تودو اوبو او د عربو تر سيند پورې، ټولې لارې له افغانستانه تېرېږي، نو پر افغانانو پورې اړه لري، چې ټول قومونه له پښتنو سره لاس يو کوي او ټوله سيمه د افغان په نامه کنټرول کړي، سیمه هوسا کړي، امنيت رامنځ ته کړي او که ځان ځاني وي، نو هر يو به ځان له نورو سره مدغم کړي!

زه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ ميلادي کال په دې وتوانيدم، چې پېښور ته لاړ شم. په کابل کې مې د جلال آباد له اډې نه يوه زړه غواګۍ او که سراچه ونيوله او له تورخمه بيا په پښو تېر شوم، مګر تورخموالو راڅخه ۱۰۰ کلدارې رشوت واخيست، خو پرته له ويزې تېر شوم. په کابلي غواګۍ کې ډېر ستومانه شوی وم، مګر په زړه پورې دا وه، چې د سرحد ها پلو د ۲۰۰۶ ميلادي کال ښايسته، پاکې او نوې کرولا ګانې درېدلې وې، چې يوه يې ما ونيوله او وروسته له يو ساعته د پېښور ښار ته ورسېدلم.

 د پېښور ښار د کابل په پرتله پاک، شين او ښايسته وو. په پېښور کې په هر کور کې برېښنا وه، تودې اوبه وې او تشنابونو يې کاناليزاسيون درلود. خلک يې آرامه ول او په کوڅو کې يې له يو او بل سره مرسته کوله، د خلکو تر منځ احترام وو او امنيت تآمين وو. يوې سيمې ته راورسېدم، چې يو شمېر افغان ځوانان غاړه په غاړه او لاس پر لاس ګرځېدل او نجونو ته يې غپل! نو ما مې خپل لاروي ملګري ته وويل، چې دغه هرومرو افغانان دي، هغه وخندل او رانه يې وپوښتل، چې څه پوه شوې! ما ورته وويل: بچيم پرزه ګفتن او دختر آزار دادن خو کار ما هم در کوچه  های رابعه بلخي او سوريا بود! يعنې چې ماسپښين به هلکان رخصت شول، نو ټولو به لکه ديدو سپيو د نجونو د ښونځيو مختې منډې وهلې، نو په پېښور کې هم هغه مهال يو شمېر افغانان د نجونو د ښونځي مخې ته درېدلي ول او هر چا ته يې خولې اچولې!

کله چې بېرته افغانستان ته يا ښه ووايم کابل ته راستنېدم، نو له تورخمه مې په دوړو سر شو. له تورخمه رانيولې تر جلال آباده مې برېښنا و نه ليدله، لارې کندې کپرې وې، د سړکونو پلونه نړېدلي ول، د سرحدي او لويو لارو د سرتېرو نخرې به نه يادوم. مازديګر کابل ته راورسېدم، چې د کابل دوړو مې دماغونه پټ او په سر درد کړل. د کابل رود د خپلې بلاربېدو په دويم پړاو کې وو، يعنې د «سه ماه آب و نوه ما ګو» د اوبو له وخته تېر وو او ډوډوزې يې لګېدلې. د يو شمېر کورونو تر شا د غولو د کوڅو تعفن ټوله سيمه پر سره اخيستې وه. خپل کور ته چې ورسېدلم، نو کور مو د سولر په برېښنا رڼا وو، مګر د کابل په ښار کې هغه شپه برېښنا هم نه وه او تپه تياره وه او د ټکو ټوک آوازونه!

پايله

که افغانان غواړي چې د سيمې د ودې سبب شي، خپل ژوند آرامه کړي او په سيمه کې امنيت راشي، نو بايد ټول قومونه د افغاني هويت هوډ وکړي، چې د پښتنو سره اتحاد د سيمې د ټولو قومونو په ګټه دی. پرته له پښتنو يا د پښتنو ځپل د ټولو په نقص دی، ځکه پښتون لوی ټبر دی او د سيمې د ترانزيتي لارو او د منځنۍ آسيا د ټولو ټبرونو تر منځ پروت دی. پښتانه بايد خپل سيمه ييز مسؤليت پر ځای کړي او ټول پښتانه يو موټی شي او يوه قوي سيمه ييزه اداره رامنځ ته کړي، ځکه د منځنۍ آسيا د ټولو ټبرونو نښلول د هند له اوبو سره او هندو-چين نښلول له روسيې او تورې بحيرې سره د افغانانو په سيمه کې تر سره کېږي. هغه هېوادوال، چې د ايران د پياوړي کېدلو خوبونه ويني، بايد ورته ياده شي، چې د تاجک، ازبک، هزاره او ترکمن لارې پر پښتنو تېرېږي، نو يوازينۍ لاره له پښتنو سره اتحاد او تفاهم دی، ځکه نه پنجاب او نه هم فارس زموږ د ټولنيز درد دوا نه ده! دغه انساني موخو ته رسېدل په سيمه يعنې افغانستان کې يوې څانګپوه، صادقې او په ټولنيزو اخلاقو سمبالې ادارې ته اړتيا لري.

د افغان ولس د بري په تمه

ډاکټر لمر

Door Guest