لیکوال:الحاج استاد بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

د بشری ټولنی د پیدایښت نه مخکی د ملایکو وړاندیز الله ج ته همدا وو چه

؛ د داسی چا د پیدا کولو اراده لری چه په زمکه کی به هر دول فسادونه او

وینی تویول کوی؛ الله ج د ملایکو دی وړاندیز ته همدومره جواب ورکړو( په

هغه څه چه زه پوهیږم تاسی نه پوهیږی) . خو ددی وړاندیز جواب یی په عملی

بڼه کی نغښتی وو . چه دهغه عملی بڼی ځواب په لاندی ډول ارزیابی کیږی :

په زمکه کی د فسادونو او وینو تویولو اصلی عامل ( حرص ) دی ، حرص انسان د

بل انسان سره په ناروا او ظالمانه رقابتونو کی اچوی چه ددغه ناروا

رقابتونو په نتیجه کیاستثمار رامنځته کیږی ، استثمار ورو ورو وده کوی او

د زمانی به تیریدو سره چه د انسان عقل وده کوی اړتیاوی او نیمګړتیاوی یی

ډیریږی د خپلو کارونو د ډیروالی ، تیزوالی او شه والی د پاره ډول ډول

نووښتونه رامنځته کوی لکه مونږ چه یی نن ورځ کورو ، او د الله ج اراده هم

دا وه چه انسان به د عقل په واسطه په زمکه کی مدیریت او کنترول لری خو

ددی په څنګ کی یی د حرص په لرلو سره د هر ډول استثمار او استعمار لړی د

انسانانو تر منځ پرانستل شوه او ددی کارونو د لا ډیری پیاوړتیا او

بشپړتیا د پاره یی هر ډول پر مختللی وسایل او پلانونه جوړ کړل . ددی

وسایلو او پلانونو په وسیله یی ددی پرڅای چه استثمار او غلامی په زوره په

خلکو تحمیل کړی نوو پلانونو حالات داسی جوړ کړل چه خلک په خپله خوښه

دغلامیو او استثمارولو غوشتنه کوی .

حرص د انسانانو تر منځ هماغه د حق او باطل دوامداره معرکه او د

انسانانو د ازموینی ډګر رامنځته کړو چه په یو اړخ کی یی د حق او بل اړخ

کی د باطل مدعیان او پلویان ولاړدی.او دا د ازموینی ډګر به د انسانی ژوند

تر اخره دوام لری . خو د زمانی په بدلون سره به یی وسایل ، پلانونه او

مدعیان توپیر کوی .

خوږو ورونو الله ج دا هر څه چه مونږ یی ګورو او یا یی لا نه ګورو په داسی

یو فارمول خلق کړی دی چه هر څه ابتدا او انتها لری یواڅی هغه ذات چه ددی

فارمول نه بهر دی هغه ددی مخلوقاتو خالق دی چه ابتدا او انتها نه لری تل

وو او تل به وی . نو ددی فرضیی له مخی دغه ازموینه هم انتها لری یعنی د

حساب کتاب وخت راتلونکی دی.

اصلی خبری ته به راوګرڅو . او هغه دا چه هغه څواب او یا د حل لیار چه

الله ج د ملایکو د وړاندیز په هکله( چه زمکه کی د فسادونو او وینو تویولو

مخه ونیسی)مخکی له مخکی تجویز کړی وو څه دی ؟ یا په بل عبارت که دا

فسادونه او وینی تویول یوه مهلکه ناروغی وګڼو ، نو اول باید ددی ناروغی

عامل چه دا ناروغی یی رامنځته کړی ده پیدا شی او بیا یی د تداوی د پاره

دوا ته اړه ده چه ددی ناروغی عامل او سبب له منځه یوسی هغه عامل (حرص )

دی چه د انسانانو تر منځ د فساد او وینوتویولو سبب کیږی او ددغه حرص له

منڅه وړلو د پاره الله ج د تداوی تجویز او نسخه شودلی ده چه د خلافت

مقام دی .

د خلافت لوړ مقام :

خلافت یواڅی دی ته نه ویل کیږی چه څوک د زمکی په یوه برخه کی د یوقوم او

یا ملک سیاسی قدرت په لاس کی ولری . ادم ع زمونږ اولین پلار پیغمبر او

خلیفه وو هغه د کوم خاص قوم او ملک پاچا یا ریس نه وو . مګر خلیفه او

پیغمبر وو هغه د راتلونکو نسلونو د پاره د خلافت د مقام سمبول وو ، هغه

اولین انسان دعقل او عاطفی په لرلو د ټولی نړی د مخلوقاتو او موجوداتو د

پاره( خداګونه) خلیفه و ټاکل شو او د هغه اولاده او راتلونکی نسلونه به

لکه د هغه په شان په خپل وار او وخت د حپل ژوند په دوره کی خلیفه وی نه

یواڅی د خپلو همجنسو انسانانو تر منځ بلکه د زمکی د تولو مخلوقاتو سره

به عا دلانه او منصفانه چلند کوی ، خو دا مقام او لویه رتبه ( خداګونه )

چه شیطان د همدی حرص به خاطر د همدی لوی او لوړ مقام د پاره ځان کاندید

کړی وو ، له یوی خوا حرص اوله بلی خوا کبر چه ځان یی له انسانه ډیر

برتر او مناسب ګاڼه او الله ج ته د ابلیس فطرت معلوم وو چه دی په خپل

فطرت کی حرص او کبر لری نو کله چه انسان ته د خلافت ( خدا ګونه ) مقام

اعلان او واورل شو او ددی خداګونه مقام ته د درنښت د پاره ټولو ملایکو او

ابلیس ته د سجدی کولو امر وشو ، حرص او کبر شیطان د الله ح د امر د منلو

نه و ساتو او الله ج هم ورته د هغه د نافرمانی سزا ( د الله له رحمته بی

برخی کیدل ) واوروله چه له ټولو پورته سزا وه او شیطان په خپله ځانته

مخکی له مخکی ټاکلی وه . دا وه د حرص او کبر اولنی فصل او د زمکی د

ازموینی د ډګر اولنی رقیب او لوبغاړی ابلیس علیه العنت .

د شیطان دا غوشتنه ( چه ماته د انسان د اغوا کولو اجازه راکړه ) چه الله

د زمکی د ازموینی د دوام په خاطر ومنله . نو شیطان ادم ع او هوا بیبی ته

ځان ورسوو او د حرص د ونی د میوی د خوراک تشویش یی د هغو په سینو کی

واچوو چه که دا میوه ونه خوری له جنته به ووڅی په داسی حال کی چه هغو ته

ددی ونی د میوی خوراک څه کړی چه دی ونی ته د نه نزدی کیدو توصیه شوی وه

خو همدغه حرص چه دوی د همیشه د پاره جنت کی پاتی شی دوی یی له جنته

وویستل . تاسی ګوری چه ادم ع یا انسان د زمکی د ازموینی بل اتل اود

شیطان په مقابل اړخ کی قرار لری هم د حرص له کبله دهغه لوړ مقام ( جنت )

څخه زمکی ته چه د ربړونو او کړاوونو ځای دی رالویږی . تاسی که وګوری چه د

ازموینی دواړه لوبغاړی د حرص په وسیله زمکی ته راغلل خلاف ورزی خو شیطان

او انسان دواړو وکړه مګردا چه ولی د شیطان توبه قبوله نه شوه او د ادم

توبه قبوله شوه ، دا بیل فصل دی بله لیکنه کی به پری بحث وشی.

د خلافت مقام دندی او صلاحیتونه :

په لنډ ډول خو ویلای شو چه خلیفه انسان به زمکه کی د الله ج نایب (

خداګونه) د زمکی په ټولو شیانو قابو او کنترول لری . خو د الله ج هر کار

او هرحکم له خاصو حکمتونو او رازونو ډک وی ددی سره سره یی انسان ته د

هغه د حرص له امله پوره واک ورنګړو چه د حرص په لرلو به راتلونکی کی د

خدایی دعوی وکړی نو د خلافت مفام یی محدود او داسی مشخص کړی دی :

د څمکی د حاکمیت د پاره انسان خلیفه وټاکل شو او د خلیفه پیژندنه او

صلاحیتونه په ګوته شول ، چه خلیفه به د زمکی په چاپریال کی د

انسان په شمول هر څه دالله ج ملکیت ګڼی او خلیفه به د الله ج په مالکیت

کی د الله ج د ټاکلو اصولو له مخی خداګونه مدیریت پرمخه بیایی او یا په

بل عبارت خلیفه به زمکه کی د الله چ نیابت کوی .. لنډا داچه دغه نایب

انسان او یا خلیفه ته د مالکیت او شریعت له صلاحیته پرته نور ټول واک او

صلاحیت وروسپارل شو. خو مونږ ته به دا پوښتنه ضرور راپیښه شی چه دا دوه

صلاحیتونه خلیفه انسان ته ولی ورنکړی شو ؟

ښکاره خبره ده ، داسی کس یا شخص ته (چه د هغه په فطرت کی د حرص یا د مال

او مقام د زیاتولو اصل اخښل شوی وی) د مالکیت او د قانون چوړونی صلاحیت

هم ورکړی شی نو حتمی ده چه له نورو به خپل مالکیت ته زیاتوالی ورکړی او

قوانین به هم د خپلو ګټو د زیاتوالی د پاره جوړوی نو دده د استثمار او

استعمار کچه به خامخا پورته کیږی او دده د سرمایی او جایداد پولی به

لوړیږی او دده سیاسی مقام به هم د ریاست او یا سلطنت مقام او لا د ټولی

نړی پاچاهی ته رسیږی ( چه نن یی هڅی روانی دی ) چه ددی له ټولو لوړ مقام

ته د رسیدو د پاره د هر دول فسادونو او ناروا وینو تویولو اړه ده ، او هر

څوک چه ددی حریصو انسانانو ددی شومو پلانونو ، فسادونو ، فجایعو او وینو

تویولو مخ نیوی کوی دوی ته به خلاف ورزی وایی او هغوی به ټولنه کی د دهشت

ګر او تروریست په نوم ورپیژنی او د هغو په ضد به هر اړخیز عملیات کوی

چه هغوی نیست او نابود کړی او دوی خپلو اخری موخو ته چه نړیوال حکومت او

اخر کی د خدایی دعوی ده ، ورسیږی.

تاسی ته به اوس ثابته او د لمر په شان په ډاګه شوی وی چه الله ج د ملایکو

هغه وړاندیز ته (چه انسان به زمکه کی فسادونه او ناروا وینو تویول کوی )

څرنګه تجویز نیولی وو ، چه د هغه ناروغیو عامل (حرص) دی ، ددغه عامل (

حرص) د منځه وړلو د پاره یی د خلافت مقام کی له خلیفه ځخه د( مالکیت او

شریعت )صلاحیتونه خپل کړی دی ګوم چه حرص ته وده ورکوی ، ناروا مادی

رقابتونه رامنځته کوی ، د استثمار او استعمار وسیله ګرځی چه وروسته د هر

ډول فسادونو او ناروا وینو تویولو عامل ګرځی . خو اوس دا خبره چه ډیر

انسانان ددی مهلکی ناروغی د منځه وړلو او نابودولو د پاره له دی نسخی ګته

نه اخلی ، دا څکه چه حریص انسانان د شیطان په لمسون او تشویش هڅه کی دی

چه دا دوه مهم اصلیتونه (مالکیت او شریعت ) له الله ج ځخه غصب کړی او

د ظلمونو د قدرت ساحه نوره هم پراخه کړی .

د الله ج اراده چه څرنګه د زمکی د ازموینی ډګر ګرم وساتی یو شمیر خلک د

شیطان په لمسون د شیطانانو په ځنګ کی دریږی ، مالکیت او شریعت خپل حق

ګڼی ، زمکه کی د خلیفه په ډول نه بلکه( د الله ج په ډول ) هر څه په

خپله خوشه ا و دده په ګټه څه حراموی او څه حلالوی چه دا ډله د طاغوت او

شیطان په اړخ کی قرار لری ، دا ډله په خوښه او یا په زور ډیر پلویان او

ډیر امکانات لری ( دیری وسلی ، وسیلی او پیسی لری ) خو ددی په څنګ کی بله

ډله چه د الله ج له مدبرانه نسخی ځخه کار اخلی د زمکی مالکیت او شریعت

د الله ج حق ګڼی او د الله ج په مالکیت کی د الله ج د اصولو نافذول د

ځان اصلی دنده او ځان خلیفه ګڼی او د هغو په مقابل کی چه د الله ج دغه

دوه مهم اصلونه او صلاحیتونه یی غصب کړی او ځانونه د زمکی خدایان او

واکداران ګڼی قیام کوی کوم چه د ټولو نادارو خلکو مال ، وینی او جسمونه

ځانته حلال او د هغو مقاومت ته خلاف ورزی وایی او حرام یی ګڼی او د الله

ج د دین ( اسلام ) په مقابل کی یی خپل شیطانی دین رامنځته کړی چه هرڅه

الله ج حرام کړی دوی یی حلال ، او هر څه چه الله ج حلال کړی دوی یی

حراموی دا دین دیموکراسی ده چهورځ د اسلام د مقدس دین سره جنګیږی.

تاسو ته به اوس تر ډیره حده روشانه شوی وی چه د نړی اوسنی فسادونو اصلی

تشخیص څه دی ؟ د فسادونو او ناروا وینو تویولو عامل څه دی ؟ او تداوی یی

څه ده ؟‎ د نړی والو ازموینه څرنګه ده ؟او تر کومه به روانه وی ؟زه به یی

په لنډ دول ووایم چه دا ازموینه او د حق او باطل جګړه یو نوم دی او د

زوندانه تر اخره به دوام لری د شیطان پلویان په د باطل پلویان وی ټول به

جهنم ته ځی او د حق پلویان به ټول جنت ته ځی الله ج فرمایی تاسی بریالی

یاست که تاسی مومنان یاست یعنی تاسی د خق پلویان پاتی شی او د حق په لیار

کی قربانی ورکړی الحاج استاد بیانزی

Door Guest