لیکوال: قاري عبدالحق پچیری

له تېرو څو اونیو راهیسې دا خبرونه په فېسبوکي او نورو انټرنېټي، چاپي او ټلویزیوني رسنیو کې خپرېږي چې د پښتو ژبې نازکخیاله ریالېست شاعر او عالم لیکوال ښاغلی شرر ساپی د یوی شریرې ګاز ډبی د ځانمرګي برید ښکار شوی، چې له نېکه شامته د ساپي ژوند نیمژوانده بچ دی، خو د بدن ۶۰٪سلنه برخه یې ژوره سوځېلې چې د چټکو درملنو اړتیا یې حس کېږي.

له نښو نښانو او واقعتونو داسې ښکاري چې په غریزه کونړ کې د ساپي صېب کومه بېسوه پلرنۍ میراثي ځمکه هم نشته چې د خپلې درملنې لپاره یې وپلوري، خو زما په آند یو کس داسې شته چې د هغه د پیل مرغانو د هګیو په یوه ورځینۍ ګټه د ښاغلي شرر ساپي ژوند ژغورل کېدای شي. ښاغلی ساپی صېب د نوموړي کس په یوه نمایشي ټلوېزیون چې د دعوت په نوم یادیږي د خپرونو مدیریت هم ترسره کاوه. دا جناب عالیقدر پوهاند استاد عبد رب الرسول السیاف دی چې د افغان جهاد په سلګونو مېلیونه ډالره یې د خپلو نازولو زامنو هر یو عبدالقادر او عبدالظاهر او عبدالډالر او عبدالتومن او عبدالکلدارو په نومونو د سېویس او اسټرالیا په بانکونو کې خوندی کړي او یا یې هم د اسټرالیا په لویه او پراخه وچه کې د پیل مرغانو پراخ پراخ فارمونه جوړ کړي.

زما په څېر په زرګونو هېوادوالو دا غوښتنه ده چې که چېرې عالیقدر سیاف دومره مهرباني وکړي چې د خپل ددې پیل مرغانو د هګیو د یوې ورځې ګټه د ښاغلي شرر ساپي په بهر ته لېږدولو او هوری په درملنه ولګوي نو هم به یې په دې دونیا الله جل جلاله د پیل مرغانو په تخم کې برکت واچوي او هم به په جنت کې د ورته یو لوی پیلمرغي فارم زمینه او تخم دلته ځان ته وکري.

د ښاغلي شرر ساپي د ژغور یواځينۍ وسیله او واسطه همدا استاد سیاف صاحب کېدای شي، دیني او اسلامي وجیبه هم دده ځکه ده چې ښاغلی شرر ساپی صاحب دده د ټلویزیون د نشراتو مدیر و، نو ځکه په اسلامي او د پاپ بنډیکیټ په مذهب او قانون هم د شرر ساپی د درملنې ټول اخراجات باید عالیقدر جناب سیاف صاحب په غاړه واخلي.

Door Guest