naby

مينه د ماشوم حق دی

(تحلیلي لیکنه)

 څېړندوی محمد نبي صلاحي

 افغانستان ـ کابل

۱۳۹۱ﻫ . ل. کال

د کتاب پېژندنه:

نوم: مینه د ماشوم حق دی

      لیکوال: څېړندوی محمد نبي صلاحي

 

      د اثر ډول: تحلیلي لیکن

 

      خپروونکی: د ملي ارمانونو هنداره ټولنه

 

      کمپوز: څېړندوی محمد نبي صلاحي

 

      د پښتۍطرحه: ژکفر حسیني

 

      د لیکلو کال: ۱۳۸۹ﻫ .  ل. (۲۰۱۱ ز.)

 

      د چاپ کال: ۱۳۹۱ ﻫ . ل. (۲۰۱۲)

 

      د چاپ ځای: افغان مسلکي مطبعه

 

      شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه

 

      د ټیلفون شمېره:  ۰۷۹۹۸۶۱۲۹۹

 

    مننه<

دا کتاب د ملي ارمانونو هندارې ټولنې په مالي مرسته باندې چاپ شوی دی.  موږ له دوی نه د زړه له کومې مننه کوو او کور ودانی ورته وایو. پر دې ټینګار کوو چې، افغانستان به خپل اصیل بچیان ودانوي.

 سوغات

دا لیکنه هرهغه پلار او مور ته سوغاتوم چې، خپل بچیان یې، ښه روزلي وي.

عکسونه خبرې کوي

«دې دنیا ته د هر نوي ماشوم راتګ، د دې زېری ورکوي چې، پروردګارعالم (ج) لادې نړۍ ته نه دی په قهر شوی!»

د یوه فیلسوف خبره

«د افغانستان په حالاتو کې، یو زوی په نه زوی او دوه زامن په یوه حساب دي.»

د الحاج محمدالله خان افغان (رح) وینا

څو ورځي مخکې مې، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتماب حامد کرزي، درې یادګاري عکسونه ولیدل چې، له خپل زوی میرویس سره یې، ګډ او جوړه اخیستي وو. دغه درې واړه عکسونه، د پلار او زوی تر منځ ازلي مینه را ښیي.

پوره هیله من یو چې، درانه لیدونکي او د دې تحلیلي لیکنې لوستونکي به، د سم او سالم قضاوت په ډګر کې، د دغو درېو واړو عکسونوله کتلو او زما له دغې ناڅیزې لیکنې نه، د خپلو کوچنیانو د روزنې او پالنې په برخه کې، ډېر لوی پند  او سبق واخلي. دا لیکنه، په دې منظور لیکل شوې او چاپ شوې ده چې، میندې اوپلرونه، خپلو بچیانو ته، له مینې نه په ډک نظر وګوري اوهغو ته، د زړه مینه او محبت ورکړي.

په دغه لیکنه کې، له ماشوم سره د خپل پلاراو مور مینه مطرح ده او ما په دې برخه کې، له میرویس سره د کرزي د مینې مثال ورکړی دی!

«د پلارارزښت وروسته له مرګه معلومېږي او دمالګې ارزښت،وروسته له هغه چې خلاصه شي!» متل «هرماشوم د خپلې مورپه غږباندې ډاډه وي!»

ډاکترجیفری لانګ

له نن نه څو کاله مخکې، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس جلالتماب حامد کرزي د زوی زوکړه، زموږ په مطبوعاتي نړۍ کې یوه نوې خبره وه. ځکه یې، د راډیوله څپو او د تلویزیون له پردو نه زېری وشو. ګڼ شمېرهېوادوالواو بهرنیانو، حامدکرزي ته، د زوی د زوکړې مبارکي وویله اوځینو خو لا له ځانو سره، رنګارنګ کالي، دریشي ګانې، د لوبو مختلف سامانونه اوسوغاتونه هم وروړي وو. په هغو شپو او ورځو کې، جمهور ریئس ډېر خوشاله معلومېده، ځکه د خپلې کورنۍ په چاپیریال کې، په رسمي توګه پلار شو.

د زوی له پیدایښت وروسته، د هغه د نامه خبره را پورته شوه. جمهور ریئس یو ډېر خوږ او تاریخي نوم، میرویس پرې کيښود. دغه نوم ټولو خوښ کړ او په دې برخه کې یې، ددغه ماشوم د پلار او مور هوښیارتیا، فهم، ذوق او سلیقه وستایله!

اوس چې کله نا کله، کورني او بهرني دیپلوماتان، له جمهور ریئس سره ګوري، نو په خپله دویمه پوښتنه کې، د میرویس پوښتنه هم کېږي. یوه ورځ، یوه سیاست پوه له جمهور ریئس نه پوښتنه وکړه چې، میرویس څنګه دی، کرزي صاحب په ځواب کې ور ته ویلي و:« ښه دی، ډېر ښه دی، سهارچې، زه وظیفې ته راځم، اوس یو څه خاندې هم!»

له بده مرغه، زموږپه افغاني ټولنه کې، یو شمېر پلرونه او میندې، خپل بچیان په ځانولوی پيټی بولي. دوئ په دې نه پوهېږي چې، ددوئ د اولادونو لپاره، د مور په لمن او د پلار په غېږکې، څومره مینه او محبت پروت دی او ددوئ د زړه ټوټې، هره شېبه ور ته ډېره زیاته اړتیا لري او دهغوئ د بچیانوپه سالمه روحي او جسمي وده کې، دا کار څومره مهم دی. پخوانیو پوهانو ویلي دی چې: « د مورغېږ، د ماشوم لپاره د ښوونې او روزنې لومړنۍ مدرسه ده !» چې د مور غېږ لومړۍ مدرسه حساب او ومنل شوه، نو د پلارغېږ یې، دویم ښوونځی بللی شو، ځکه د ماشوم په ژوند کې، حیاتي ارزښت لري !

په دغودرې واړو عکسونو کې، حامد کرزی دیوه مهربانه، زړه سوانده ،حوصله ناک اومتواضع پلار اومیرویس د یوه نازولي زوی په توګه ګورو. دا ټکی، موږ یوازې، له همدې زاویې مطرح کوواو په دې اړه خبرې لرو. پلار او زوی دواړه حق لری چې، یو له بله سره مینه وکړي اودا ددوئ خدایي او پیدایشي حق دی. مشهور حدیث شریف دی چې: « زوی د الله تعالی (ج) نعمت او لوررحمت دی.» دواړه زوی او لور، د لوی خدای (ج) داسې نادر سوغاتونه دي چې، بنده یې د شُکرانې له آداکولو نه ډېر عاجز دی. د دوئ مصور او خالق رب العلمین (ج) دی . دواړه، د یوې ډېرې پاکې او سپېڅلې انساني مینې، ثمره دي.

 ژوند ښکلی دی، زموږ د کورونو خوشالي او رڼایي، په ماشومانو جوړه ده. د دوئ ژوند ژواک او د ژړا او خندا انداز یوډول دی. دوی له خپل پلاراو مورنه، د پلارولۍ او مورولۍ، رښتینې مینه او محبت غواړي او د هغود امید سترګې، تاسې ته دراوړي. د تاسې یو خوږ غږ، په دوی کې، یو عالم مینه او انرژي پو کوي. نو ښه به دا وي چې، د کورنیو عزتمنې میندې ، قدرمن مشران او پلرونه، خپله پلارنۍ اومورنۍ مینه، له دوی نه ، ونه سپموي او هغو ته په خپلو زړونو کې، تل تر تله ځای ورکړي!

 ماشومان، د خپلې کورنۍ له مشر او خپل پلاراو مور سره، د زړه له کومي مینه کوي. د دوئ په لوبواو ژوند تیرولو کې، د لویانولپاره غټ سبق پروت دی. دا د یوې کورنۍ د مشرانو وظیفه ده چې، ددې نیمګړې اوفاني نړۍ، ښه اوبد، خپلو بچیانو ته وروپېژني او دا د کشرانو دنده ده چې، لویانو ته، په عملي بڼه، د ښه ژوند تیرولو چل او لاره وروښيي!

پوهان وایي چې، یو عکس په زرګونوکلمې او مفهومونه، د لیدونکي ذهن ته لېږدوي. موږ په دغو درې واړو عکسونوباندې، له دې زاویې یادونې لرو چې، عکسونه خبرې کوي او جمهور ریئس له ډېرو مصروفیتونو سره سره، له خپل بچي سره د مینې ښودلواو لوبوکولو ته هم، وخت ایستلی دی. دغه ټکی ډېر زیات مهم دی.

 کاشکې ! زموږ په افغاني ټولنه کې،  هر پلار اومور، د خپلو بچو مینې او لوبو ته وخت وباسي. هی هی، په دې برخه کې یو ډېر لوی افسوس دی.

کاشکې! زموږ په افغاني ټولنه کې، د ماشومانو رښتینی قدر وای. له ماشومانو سره، د پلار او مور مینه، نفقه، لوبې، په مورنۍ ژبه زده کړه ،ښوونه او روزنه ، دا ټول ددوی پیدایشي حقونه دي.

 کاشکې! زموږ په کورونو کې، هرکار د ماشوم له ذوق او سویې سره سم، تر سره کېدی.

کاشکې! زموږ په کورونو کې، د ماشوم هرې پوښتنې ته، وړاو مناسب ځواب ورکول کېدی.

کاشکې! زموږ دکورنیوله خوا، دسېل او تفریح لپاره، ښایسته بڼونواو ګلانو ته بیول کېدی.

کاشکې! زموږد کورنیو له لوري ، سپورتي لوبواوورزشي مسابقو ته تشویق او هڅېدی.

کاشکې! زموږ په ټولنه کې، د ماشوم خوراک او څښاک، کالو، خوب، زده کړې او له نورو همزولوماشومانو سره، ناستې ولاړې ته ځانګړې پام کېدی.

کاشکې! کوچنیانو ته مو، د دوی په وړه او خوږه ژبه، خوندورې او تاریخي کیسې کولی،  په دوی موهم، بیا بیا تکرارولی. ټول عمر مو ددوی اوښکې ور پاکولی، خندولی مو او په تکو شنو چمنو کې موګرځولی!

کاشکې! شپه او ورځ مو دوی ته، مدرسې اوښوونځي جوړولی، کتابونه مو لیکلی چاپولی او قلمونه موجوړولی او بیا مو دوی ته، ښه په مینه ورکولی!

کاشکې! له خپلو ماشومانو سره مو، په دیني او د نیوي درسونو او سبقونو کې، شپه او ورځ مرستې کولی او هغو ټولو ته مو، له ًقرآن مجید او حدیث شریفونو سره اړیکي ورکولی. دوی پوښتلی، موږ ځوابونه ورکولی ، په تیاروکې موله رنګارنګ بلاوو بچولی، ښې سلاوې او مشورې موورکولی اوټول مو پاک سپېڅلي ژوند ته هڅولی!

کاشکې! موږ د دوی په زړونو کې، د هېواد مینه کرلی، له کینو او بې ځایه جنګو موبچولی، لویو ارمانو ته موپاڅولی، ، د سالمې او مثبتې سیالۍ لار مو ور ښودلی، ښه ښه انعامونه او بخششۍ‎ مو ورکولی. ددوی د لوبو سامانونه مو را نیولی، دوی کې خوښولی او موږ ور ته اخیستلی!

کاشکې!  کاشکې!  کاشکې!

موږ وینو چې، هره مور او پلار، په دې برخه کې، د دغو تنکیو ګلانو پوروړي دي. زما په نظر، په کومه کورنۍ کې، چې د کوچني درناوی وي، هلته د هرچا احترام شته اوپه کومه کورنۍ کې چې، د ماشوم عزت نه وي، په هغه کور کې، د هېچا قدر نشته!

په لومړي عکس تبصره:

 karzai aks1

ددغه عکس د اخیستو چاپیریال، دارګ او جمهوري ریاست ودانۍ چمن ښکاري. دا عکس را ښيي چې، حامد کرزی په یوه نوي بایسکل ډېر ورینی ناست دی او خپله ښۍ پښه یې ، د بایسکل د مخې په پایډل باندې ایښې ده اومخې ته یې خپل زوی کښېنولی دی، ماشوم که څه هم ډېر وړکی ښکاري، مګر بیا هم، په بایسکل ډارېږي نه، بېخې لکه خپل پلار زړور معلومېږي، نور ډېر پټه خوله او خاموشه ناست دی او د بایسکل سوارۍ ته په چورت کې دی. داسې ښکاري چې، سهار مهال به وي او د سړې هوا د مخنیوي په منظور، جمهور ریئس له معمول سره سم، د قره قل خولۍ پر سر ده اوپه کالو سربیره یې، تور بالاپوش هم پر اغوستی دی. مخ ته یې میرویس ناست دی، هغه هم د ماشومانواوږده خولۍ پر سر ده او په خپړو کې، واړه دستکش ښکاري. موږ له دې معلوموو چې، د میرویس مور هم د ماشوم حق پېژني او د خپل بچي په برخه کې ښه پلالي بریښي. نور بایسکل د روانیدو په حالت کې دی. کرزی په بایسکل ډېر په احتیاط سره ناست دی او له دې ویرېږي چې،  ماشوم را نه ونه غورځېږي، بیا به د میرویس مور له خبرواو غږواندرو نه خلاصېږم او په خپل لاس به، د ځان لپاره، لکه د ولسي جرګې ددویمې دورې لپاره،د انتخاباتي کمیسیون او د شکایاتو کمیسیون ټاکنه، یو بل لوی جنجال  او سرخوږی راته پیدا کړم!

د بایسکل د مخې د اوسپنې کڅوړه(جالۍ) ، د ماشوم د لوبو له سامانه بېخې تشه اوخالي معلومېږي، نو ځکه میرویس د خپل پلار د بایسکل ښکرو ته ګوري او په دې توګه، د بایسکل له سوارۍ نه په زړه پورې خوند اخلي. دا چې، جمهور ریئس کومې خوا ته روان دی، زه فکر کوم چې، میرویس ته به د لوبو سامان را نیسي اویا ښایي چې، د میرویس مور به د وړکي په شیدو او سریلاک پسې کوم دوکان مکان ته لېږلی وي. په کورني ژوندانه کې دا ټولې خبرې شته او دا نو له عکس نه زموږ برداشت او اټکل دی. ضرور یو پروګرام لري اوغواړي چې، هغه عملي کړي.

بله خبره دا ده چې، ددغه بایسکل په  دواړو چکو کې، ښه ښایسته ګلان اچول شوي. موږ له دې نه معلوموو چې، لا تر اوسه پورې هم، د کرزي صاحب د زړه زور ډېر دی ، له شوقه نه دی لویدلی اوپه هرڅه کې لکه خپل ښایسته لباس، یوه خاصه سلیقه لري!

موږ ته په دې عکس کې، یو بل غټ سبق دانغښتی دی چې ،زموږ د جمهور ریئس، بایسکل چلول هم زده دي. موږ ته دا معلومات وو چې، موټراو موټرسایکل چلوی شي اود آس د سپریدلواو سانګو( نیزې) وهلو شوقي هم دی، له بایسکل چلولو یې نه و و خبر. زه فکر کوم چې، دا یو ډېر نادر عکس دی ، ځکه د سپرلۍ له یوې ډېرې عادې وسیلې سره، د برحال جمهور ریئس یادګاري عکس راوړل شوی دی. تر اوسه پورې، خلک داسې فکر کوي چې، کرزی به په لوکسه چوکۍ او یا په زاړه ظاهرشاهي تخت باندې ناست وي، یا به په ښه موټر او الوتکه کې ګرځي، مګر له دې ښه او پوره نه دي خبر چې، کرزی بایسکل هم لری او کله نا کله، له رسمي کار او وظیفې نه مخکې او یا وروسته، له خپل بچی سره له کوره د باندې راوځي او په بایسکل باندې لوبې کوي او چکر هم وهي!

کاشکې! زموږ وزیرصاحبان او رئیسان، لکه د لندن او یو شمېر نورو آروپایي هېوادونووزیران او رئیسان، په ملي بسونواو بایسکلو باندې وظیفو او دفترو ته تلی او په لارو کې، د موټرو له ډېر کش وپش او د وسله والو باډیګارډانو د رنګارنګ موټرو د همیشني بیړوبار له امله یې، لارې او کوڅې نه بندولی او د غریبو خلکو آزار او ښیرې یې نه ټولولی!

په دويم عکس خبرې:

 Afghanistan Karzai

په دویم عکس کې، د جمهو رئیس خوله له خندا ډکه ده او میرویس ته د ډېرې مینې او امید په سترګه ګوري. دومره پوست یې په غېږ کې نیولی، لکه یو څوک چې یوګل په لاس کې واخلي او بویوي یې. په رښتیا چې، ماشومان ددې دنیا تنکي ګلان او د جنت پتنګان دي او « جنت د مور او پلارترقدمولاندې دی. » حدیث شریف

په دغه عکس کې،  میرویس کندهارۍ خولۍ( رخچینه) پر سر ده او په کندهاریو کالو سربیره یې، کښېده کالي او چرمه دار واسکټ هم اغوستی دی. د کرزي تک سپین کالي او سرُ‎ُ‎مایې کورتۍ، د میرویس له کالو سره، تر ډېرې اندازې پورې میچ کوي اولوڅ سر ولاړ دی.  له لرې، د زوی او پلار تر منځ د زورې رشتې اړیکې ترې بېخې څرګندې ښکاري. میرویس په دغه دویم عکس کې، یو څه غټکی او ځیرک معلومېږي، د عکاس د کمرې پر لور یې ښه پام دی او ډېر متوجه ښکاري. نور لکه خپل پلارډېر سوړ او د زیاتې حوصلې خاوند بریښي.

کرزی په خندا خندا کې، میرویس ته وایي : « میرویس جانه! خدای دې راوله، رښتیا به را ته وایې، زه در باندې ګران یم او که مور دې؟!»

میرویس داسې ځواب ور کوي :

« پلارجانه! ته هم را باندې ګران یې، مور جانه هم را باندې ګرانه ده، خو افغانستان، له تاسې دواړو نه زیات را باندې ګران دی!»

کرزی:

«شاباس، آفرین، ډېر شاباس او بیا هم آفرین!»

داسې تکړه شه، ډېر ښه دې وویل او ډېره ښه خبره دې وکړه، موږ تر دغه ځایه در ته راورسوله، باره نور د تاسې کار دی، هرې خوا ته یې چې ځغلوئ، پسې ځغلوۍ‎ یې، نور مسوولیت ستاسې دی.

 میرویس جانه! په دې خبره دې زښته ډېر خوشاله کړم ، ژوندی، کامیاب اولکه میرویس نیکه، تل د افغانستان په فکر کې اوسي!»

په درېم عکس خبرې:

karzaiaks3

دا عکس موږ ته را ښیي چې، میرویس د سپورت شوقي دی، نو ځکه یې، واړه کرمیچ هم په پښو کړي اونوره ورزشي دریشي هم لري. د پلار یې پګړۍ پر سر ده، ښه تکه توره کورتۍ یې، په خامتا رنګه کالو له پاسه اغوستې ده او ښه تک تور بو ټونه یې هم په پښو دي. ټول ډېر ښه مېچ سره لري، خو که د بوټو پر ځای یې، له دغې جوړې سره ، یوه جوړه ښې تکې تورې څپلۍ ورسره په پښو کړې وای اوپه اوږه یې، یو څادرهم پروت وای، لا به ښه ښکارېده ، خو زه فکرکوم، د ‎ یخنۍ  له ویرې یې، دا کار نه دی کړی.

په هر حال، درېم عکس موږ ته دا هم را ښيي چې، میرویس اوس ښوونځي ته د تګ شوی دی. دا هم معلومه خبره ده چې، دده پلارغواړی ، زوی یې په افغانستان کې زده کړې او تحصیل وکړي او دلته افغان او مسلمان وروزل شي. که ژوند واو د پروردګارعالم (ج) خوښه وه، دا کار به هم وشي .

کاشکې! هرافغان دا احساس او فکر ولري چې، زما بچیان په افغانستان کې لوی شي، زده کړې او تحصیل وکړي، دې بې وزله او مېړني ولس ، سپېڅلې اوتاریخې خاورې ته، د ښه خدمت نمونه شي!

 په دې باب، یوه پوه ویلي دي :

«که یوپلاراو مور، خپل ماشوم ته، ددنیا هر څه ورکړي، خو چې تعلیم یې نه وي ور کړی، هغو هېڅ شی هم نه دي ورکړي!»

نو اې پښتنو،اې افغانانو، اې میندو اوپلرونو!

لږ را ویښ او بیدار شئ، د تاسې بچیان د یوه لوی دریاب غاړې ته، په توره تیاره کې، لاسونه او پښې وهي. که پام پرې و نه کړئ اود علم اوپوهې رڼا ورونه رسوئ، د ناپوهۍ او جهالت توراو توند توپان به یې، تباه او بربادکړي اوبیا به تاسې ډېر زیات پرې وځورېږئ. که غواړئ چې، ستاسې بچیان، په رښتیا نېکمرغه او هېواد مو ودان شي، خپل بچیان د جوماتونو، دیني مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونوتر دروازوپورې، په خپل لاس، ورورسوئ، څو ستاسې له افغاني او پښتني ننګ او غیرت نه ډکې اواوچتې شملې اوله پښتنې او افغاني حیا او درنښت نه ډک پړوني، دغسې درانه، رپانده اوځلانده پاتې شي!

هر څومره چې، ستاسې بچیان له مطبوعاتي ډګر نه لرې وي ، په هماغه کچه او اندازه به، پټې سترګې اوله معلوماتي تکنالوژۍ نه لرې وي.  نو هله، ژر شئ، دغه زیوراو قلم په لاس کې ورکړئ او په خپلو بچیانو باندې، ددنیا او اخیرت  ابدي خیر ولوروئ!

ښه ښوونه او روزنه، ستاسو له بچیانو نه، د سرو زروداسې توټې جوړوي چې، هېڅ وخت خپله بیه له لاسه نه ورکوي ، بلکې ورځ په ورځ یې ارزښت ډېرېږي. د ښوونې او روزنې په بهیر کې، د انساني پانګې اچونې نظریه چې، د یوه بهرني پوه (شولتز) له خوا په۱۹۶۰ ز. کال کې، د نړۍ د ( سیاسي اقتصاد) په مجله کې، د یوې علمي مقالې په ترڅ کې روښانه او وړاندې شوه، د نوبل کمیټې  پام ځانته راواړاوه. دغه عالم، په۱۹۷۹ ز.کال کې ، په یوه علمي مقاله، دغه معتبره    نړیواله جایزه وګټله.

 (شولتز) په خپله دغه مقاله کې، په ډېرو روښانه ټکیوباندې دا نظریه داسې بیان کړه چې، که په یوه ماشوم باندې ، د ښوونې او روزنې په لړ کې، پانګه اچونه وشي او هغه په دې برخه کې، د کمال برید ته ورسېږي او ګڼ شمېر مهارتونه زده کړي، نو بیا هغه لکه یوه فزیکي کارخانه چې تولید کوي، دغه راز، په راتلونکي کې، اقتصادي اهمیت پیداکوي. له دې امله، دغه تیوري، «د انساني پانګې اچونې» په نامه باندې ومنل شوه. دا خو د ۳۰- ۴۰کالو مخکې خبره ده، مګر تاسې وګورئ چې، د پښتنو هوښیارانوپېړۍ پېړۍ مخکې، په دې اړوند څه ښه ویلي دي: ‎

«علم زده کړه، د کندو تر شایې کېږده!»

اوس موږ جمهور ریئس ته دا وړاندیز کوو چې، په را تلونکي کې، د میرویس د کوزدې او واده په اړه هم، یو څه فکر وکړي. دنیا په امید خوړه کېږي، که ژوند و، له خیره سره، انشاءالله تعالی هغه ورځ به هم را ورسېږي. موږ په دې برخه کې هم، ډېرملاماتوونکي او ناوړه رواجونه او دستورونه لرو، خدای پاک(ج) دې وکړي چې، اوسنی حکومت، په دې اړه ، خپل تاریخي مکلفیت سر ته ورسوي ،څو میرویس جان، لکه زموږ ډېر نورښکلي افغاني ځوانان اوښایسته پېغلې، د ناسم دود او د ستور شکار نه شي!

په دغه شېبه کې چې، دغه لیکنه کوم، هغه په زرګونویتیم، د حکومت له سترګو نه لویدلي، هیر شوي او اواره ماشومان مې، سترګو ته درېږي، کومو ته چې تر اوسه پورې هېڅ پاملرنه نه ده شوې او د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې، له هر ډول زده کړې اومینې، بېخې محروم او د یوې ګولې ډوډ‎ۍ د پیداکولو لپاره، ټوله ورځ، لالهانده اوسرګردانه ګرځي. هغه ماشومان چې، د ډېرې مینې مستحق دي او تل یې، زما پټې سترګې را پرانستې او زه یې د دوی په اړه، څه لیکلو ته اړ کړی یم.

ایا موږڅنګه کولی شو چې، دغه اواره کوچنیان، د ښوونې او روزنې په ډګرکې،

ترهمیشني اوپیاوړي پوښښ لاندې ونیسو؟!

موږفکر کوو چې، که دا ماشومان، دغسې نورهم، بې تعلیمه او بې سرپرستې ورځي پريښودل شي، په راتلونکې کې، ډېرې نه کنترول کېدونکې امنیتي او نورې ډول ډول جنایي ستونزې، له دوی نه پیداکېدی اوزېږېدی شي . بیا به، زموږ د افغاني ټولنې د اوږو باروي اودا یوه حتمي خبره ده.

 په دغه کتاب کې ، په دې اړه، جمهوریئس ته، دیوې ډېرې اسانه لارې، داسې وړاندیز کوم:

جلالتماب جمهور رئیس!

bewazla

دا ماشومان دې لومړی په پلازمینه کابل او بیا د ټولو ولایتونو په لویو ښارونو کې، ثبت او را جستر شي اومخصوص کارتونه دې ورکړل شي. د ورځي له

سهاره تردرې بجو پورې، په کوم کار چې، همدا اوس لګیا دي، هغه دې کوي. په درېو بجو دې، د ښار شل، پنځه ویشتو یا تر دې هم زیاتوټاکل شویو مرکزونو( په دې برخه کې، په ښارونو کې، له ښوونځیو، جوماتونواو مدرسو له ودانیو نه کولی شي، کارواخیستل شي) ته وروغوښتل شي، هلته دې، یو څو کسه ډاکتران چیک کوي، یو څه دارو درمل، یو ګیلاس شیدې اوبسکټ دې ورکوي، بیا دې یوازې د یوه ساعت لپاره، په لومړي سر کې یوڅه دیني ښوونه اودنیاوي سواد او بیا وروسته، یوڅه تخنیکي مهارتونه، لکه ساعت جوړونه، راډیو جوړونه،د مبائیل ترمیم ، خیاطي، د تلویزیون اونورو تخنیکي سامانونود ترمیمولوزده کړه، یو څه ورښیي او بیا دې، په څلورو بجو باندې، له همدغولومړنیو (ابتدایي) ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو نه، د خپلو کورونو پر لور رخصتېږي. دا پروژه دې لومړی په کابل کې عملي شي، بیا چې دلته یو څه کامیابه شوه، له هغه وروسته دې، دا کارد افغانستان په ټولو لویو ښارونو کې هم عملي شي او دا پروژه دې، هلته هم وغځېږي.  په ډېره اسانه، وړیا او ډېر ارزانه ډول به، دغه تنکي ګلان چې، زموږ او تاسې تنکي لاسونه اوپښې، مټې او وزرونه دي، لیک لوست زده کړي. په لاسونو کې به یې، د تخنیکي شیانو د جوړولو سامانونه (امبورونه، پلاسونه او چټکان) واخلي او کسبي به وروزل شي. ډېر ژر به یې، په خپلوځانونو د تخنیکي کارکولو باور او اعتماد پیدا شي. بیا په راتلونکې کې، خپله لاره په ډېره ښه توګه په مخ وړی شي او انشاءالله تعالی، بیا نه خرابېږي او نه بې لارې کېږي. دا پروژه دې، د پوهنې، عامې روغتیا او ساینس او معلوماتي تکنالوژي وزارتونو تر سرپرستې او پوښښ لاندې عملي شي او په دې توګه به، زموږد ګران هېواد د جوړولواو انسان روزلو په برخه کې، یو ډېر پیاوړی ګام پورته شي. د ملګرو ملتونود ماشومانو د ساتنې اداره، بهرنۍ انجوګانې او زموږ خپل هېوادوال چې، د حکومت دا کار ووینې، بیا هغوی هم مرستې ور سره کوی او کېدی شي، ډېری هېوادوال خپلې صدقې، خیراتونه او ذکاتونه دوی ته ورولېږې. یوازې په دې برخه کې، د حکومت له خوا د یوې ځانګړې پاملرنې سخته اړتیا ده. که حکومت په دې برخه کې نوره هم بې غوری وکړي او دا پلان عملي نه کړي، ددوی په حق کې به یې، ډېره غټه جفا او دومره لوی ظلم کړی وي، لکه یو څوک چې، په عام خیرات کې وږی تږی پاتې شي اوبیا به یې، ګناه د تاسو پرغاړه وي، ځکه موږ ټول او بیا په خاصه توګه حکومت، په دې برخه کې، ډېر تاریخي مکلفیت لري او دا کار په خبرو کې نه، بلکې باید په عمل کې تر سره شي!

ددغې لیکنې په پای کې، موږ دغه نېکمرغه کوچني  (میرویس جان) ته، چې د لوی خدای (ج) په خوښه، د یوه افغان او مسلمان جمهور ریئس زوی او په دغې تاریخی کورنۍ کې پیدا او نړۍ ته راغلی دی، خوشاله ژوند غواړو. پاک خدای (ج) دې، د خپل پلار او مورله خوږې مینې اوسیوري نه، مه بې برخې او محروموي. یو وار بیا، د پروردګار عالم(ج) په لوی دربار کې، خپل غبرګ لاسونه لپه کوو چې، ددې تاریخې هېواد ټول کوچنیان، لکه میرویس جان، دغه وړخوشاله، روغ رمټ، په خوراک او څښاک ماړه، په تن پټ، د ښوونځي په زده کړو سنبال، لوړه پوهنتوني پوهه په نصیب او د نور اضافي علم او پوهې په ښایسته زیور سینګار، له ړندو بمباریواو له بې رحمه چاودنو نه، په خپل لوی فضل او کرم اوبالغه حکمت سره، په خپل امن او امان کې هوسا ،ارامه اوپوره سهي سلامت وساتي، ټول د خپل پلار او مور له سپېڅلې مینې او محبت نه، د تل لپاره برخمن کړي او موږ ته له کوچنیانو سره، د اورنۍ مینې اوشفقت، ښې ښوونې، پالنې او روزنې، پاک توپاني او سرشاره احساس او جذبه راکړي. ان تر دې چې، ماشومان را ته غږ کړي چې: «را مینه» او موږ په ځواب کې ور ته ووایوچې: «واخله مینه، نور وایه.!»

آمین، ثم آمین.

Door Guest