بسم الله الرحمن الرحیم

( الحاج استاد بیانزی )

د ټولو رسنیو څخه دا اوریدل کیږی چه د کرزی دا ځل سفر امریکا ته د ګران

هیواد د اوسنی حالاتو د حل د پاره به ډیر مهم او ډیری ژوری لاسته راوړنی

به ولری . ټوله افغانی او خارجی میدیا کی ټول سیاست پوهان او سیاسی

څیړونکی د خپلو سیاسی پوهی او څیړنو له مخی اټکلونه کوی چه د کرزی دا

سفر به څومره ګټور ، او د دواړو ملکونو د پاره به څه ښی او یا بدی

لاسته راوړنی ولری، نو مونږ هم په خپل وار د خپلو څه ناڅه پوهی ، څیړنو

او تجربو له مخی چه تور ویښته مو پکی سپین کړل ، د کرزی د سفر په لاسته

راوړنو خوږو لوستونکو ته څه خوالی ولرو او ارزونه وکړو .

اصلا مونږد یوی لیکنی په هکله ، چه یرغلګرو ته پکی د معمول په شان مرګ

ژوبله پیښه شوه وه ، می څه تبصره لیکله ، خو ما چه څه لیکل له تبصری

زیات وو ، نو تصمیم می ونیوه چه د تبصری پرځای دا لیکنه ولرم. چه تاسو

درنو لوستونکو ته به یی په لاندی ډول وړاندی کړم .

دا مهمه نه ده چه څو کسه یرغلګر مړه ګیږی ، دا جنګ دی( دوی مونږ او

مونږ دوی وژنو ) جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی ، خو یوه خبره چه مونږ د دوی

په حریم ورننوتی نه یو دوی په مونږ تیری او یرغل کړی دی ، زمونږ خلک

وژنی ، نه دوی پوهیږی چه مونږ ولی وژنی او نه مونږ پوهیږو چه مونږ

ولی وژنی . دا چه مونږ بی ګناه وژنی کومه لویه خبره نه ده چه دوی د

ګناه سره وژل کیږی او له دی وروسته به ډیر وژل کیږی ځکه جه اوس دد وی

عسکرو ته پته ولګیده چه د یو نامقدس جنګ او د مظلومو خلکو د وژنی د پاره

راوستل شوی دی او هم د استعمارګرو عوام په دی پوه شوی چه دا جنګ د

تیلو د کمپنیو جنګ دی. زمونږ د مظلومو خلکو مظلومیت خو دغه وحشیانو ته

کوم اهمیت نه لری خو د دوی وژنو ، مالی تاوان او داچه د دوی په عوام

فریبویو ، ظلم او وحشت ( د دوی د خپلو عسکرو او د دوی د عوامو پوهیدنی)

د دوی جنګی مورال مات کړی ورځ له بلی یی تلفات زیاتیږی . .

دا چه څوک وایی( چه که امریکایان ووځی دلته به داخلی جنګ شروع شی) ، دا

د هماغه جنګ سالارانو ویره ده چه امریکا ته یی د ځان ساتنی په خاطر ورمخی

ته کوی . له امریکایانو مخکی هم دوی تر اخری سلګی وجنګیدل چه دا وطن

وران او دا خلک بدمرغه کړی ، وسه یی ونه شوه تر څو چه امریکایان یی

راوستل اول یی ځانونه او بیا یی دا ملک او خلک پری خرڅ کړل . امریکایانو

ورته بدل کی ډیر اوجت معاشونه او مقامونه ورکړل چه په خوب او خیال کی

یی هم نه وو لیدلی او نه یی ددی مقامونو کفایت او لیاقت درلود .

وایی( غدار د دوست او دشمن دواړو سره غداری کوی ) نو د خپل دوست امریکا

او د خپل دشمن ( ددی ملت خلکو ) دواړو سره یی غداری او خیانت وکړو ،

دغه فاسده ادار ه له اوله فاسد ه او په نشه توکو معتاده وه، فساد او

غداری د دوی دین او عقیده وه او د دوی د غداری او مداریتوب کچه خو هله

لوړه شوه چه د بین المللی مافیه او یا تروریزم سره یی اړیکی خلق او ټینګی

شوی او په دی هکله یی د نړیوال فساد جایزه هم واخستله خو له بده

مرغه په دی چایزه کی ورسره سومالیا او شمالی کوریا هم ملګری وو خو په

نزدی راتلونکی کی به د فساد په دی جایزه کی رقیب ونه لری ، هم دا زمونږ

د اوسنی اداری او د یرغلګرو لویه لاسته راوړنه ده جه به دی یوولس کلونو

کی یی لاسته راوړه .

خوله بده مرغه همدا لاسته راوړنه به یی د منځه وړلو سبب کیږی ، دا چه

جناب کرزی صاحب واشنګټن ته ځی دا په دی خاطر نه چه امریکایاتو غوښتی دی

بلکه د دده فاسدی اداری لیږلی دی چه که امریکایانو ته ننواتی وکړی چه

که امریکایان څه وخت نور هم د دوی د ساتنی د پاره افغانستان کی پاتی شی

او غواړی اوباما سره ژمنه وکړی (چه مونږ به نور فساد نه کوو او مونږ به

تر پخوا لا زیات ستاسی په واک کی یو ) د ( جیزس ) په خاطر په مونږ رحم

وکړی مونږ اوس د ملت د دشمنانو په نامه پیژندل شوی یو سرمایه مو هم لږه

ډیره شوی ده د ملی مقاومت سره د جیګ توان نه لرو (زمونږ هغه ملګرو چه

مونږ به کارول هغوی هم مونږ پیژندلی یو، زمونږ دپاره نه ځانونه وژنی او

نه خپل ورونه )له بلی خوا د ی یوولس کلونو مونږ دومره نازدانه کړی یو

چه مړی په خوله کی بل څوک راکوی نو سنګر کی زمونږ کنیاستل خو محال

خبره ده بی ډزو به مو زړه چاودلی وی . همدا اوس پنځه شپږ قطاره

کانګریتی دویوالونو کی هم مونږ ځان په امن کی نه ګڼو مونږ نه غواړو د

ربانی صاحب او یا د خالد د برخه لیک سره مخ شو هغوی تر مونږ زیات په

کانکریبتی پیړو دیوالونو کی شپی ورځی تیرولی او تر مونږ زیات محافظین یی

درلودل خو د خپلو محافظینو او یا نزدی ملګرو له خوا په سزا ورسیدل نو

زمونږ د ژوندی پاتی کیدلو ټولی هیلی مو ستاسی په شتون او نظامی حضور کی

دی وایی د شیطان خپل نه شو او خدای ته مو مخ تور شو ، (که تاسی ووځی نو

زمونږ به څه حال وی) د غوښو او هدوکو ذری به مو په هوا کی بادیږی ..

کرزی صاحب چه هلته ورځی ورته وایی( چه افغانستان کی د ډیر وخته پوری پا

تی شی ستاسی نظامی حضور کی زمونږ ژوند نغښتی دی ) مونږ په ټول عمر ستاسی

پالیسی عملی او تعقیبوو او تاسی زمونږ ستاتنه او پالنه وکړی . زمونږ

شرمیدل او له منځه تلل تاسو د پاره ماته او شرم دی . هو ، که تاسی

هم د ملی او اسلامی مقاومت د مقابلی توان نه لری نو مونږ له ځانه مخکی

کړی او ستاسی په ملکونو کی پناه راکړی چه مونږ او زمونږ ډالری خوندی

شی. .

دا چه فاسدی اولاسپوڅی اداری اوازه ګده کړیده ،( چه که امریکایان ووځی

داخلی جنګ به شروع شی) ، نه هیحکله نه ، د دوی اوازه ناسمه ده ، د جنګ

اصلی عاملین خو دوی وو دوی په له امریکایانو مخکی مندی وهی همدا اوس یی

ټول ملکیتونه خرځ کړی( او ورځی شماری) دیرو په خبلو کورونو کی الوتکی

اماده باش ودرولی دی او یا هوایی ډګرونو ته یی زیرزمینی سرکونه ویستلی دی

، هغه ورونه قومونه چه دوی به تر ی د خپلو ګتو د پاره کار اخست وخته د

دوی مردار جسدونه پیژندلی دی که احیانا دغه ملی غداران د تیشتی لیار

پیدا نه کړی نو اول به هماغه د دوی خپل قومیان دوی ته د مرګ سزا واوروی

نو چه ملت داسی وی نو داخلی جنګ به ولی رامنځته کیږی ، هو د داخلی جنګ

پرخای به د غدارانو سره د محاکمو لړی پیل شی . چه د ملی خاینینو او ملی

مافیه تخم له دی مجاهد اولس له منخه د تل د پاره کډه وکړی ..

خو د( اوباما ځواب) به جلالت ماب جمهور ریس ( کرزی صاحب) ته دا وی ، چه

زمونږ د ماتی عوامل خو ستاسی فاسدی او بی کفایتی اداری رابرابر کړل ،

تاسی نه یواخي چه د خپل مظلوم اولس سره مو جفا او غداری وکړه زمونږ

سره مو هم غداری او جفا وکړه او ستاسی غداری مونږ او تاسی دواړه د ماتی

سره مخ کړو ، مونږ چه ستاسی د پستو پستو خبرو په سر په زرونو نظامیان او

په ټریلونونو ډالر له لاسه ورکړل ، او زمونږ د نړیوالی حکومت د تاسیسولو

پروژه مو راشنډه کړه او تر دی چه جنګی مورال مو رامات کړو اوس نړیوال

مونږ د یو ابرقدرت په نوم نه پیژنی ، کیدی شی مکسیکو هم زمونږ مقابلی ته

تیاره شی ، د نړیوالو باور موله لاسه ورکړو (له دی وروسته په مونږ

څوک پاور نه لری) لکه مخکی چه روسان ددی بدمرغه حالت سره مخ شول چه د

ټول وارسا پکتله منځه ولاړو او کمونیزم تس ونس شو او شوری اتحاد په

روسیه فیډریشن باندی بدل شو ، ( نو زمونږ په څه حال وی ) دا ټول هغه

وخت په ډاکه کیږی چه زمونږ نظامی یوتټونه خپل هیواد ته وګرځی اوزمونږ

خلک زمونږ څخه ددی جنګ د نتایجو او لاسته راوړنو پوشتنه وکړی چه تاسی څه

د پاره تللی وی او څه مو راوړل ؟ او د اصلی مړو پوشتنه رانه وکړی چه (

هغه مړی چه ښکاره کړی مو دی د څه د پاره مړه شول او هغه چه ورک دی ولی

ورک دی او چیری دی ؟ نو هغه وخت دی چه مونږ په د نړیوالو د بی باوری سره

سم د هیوادوالو د بی باوری سره هم مخ کیږو ، نو تاسی څه اټکل کوی چه

زمونږ حالابه بار دننه له روسانو بدتر نه شی ؟ او ددی ټولو بدمرغیو

نیمه پړه ستاسی په اوږو ده . او ددی سره سره بیا هم ستاسی ساتنه و کړو ،

مقامونه اومعاشونه مو جاری وساتو( او که دا کار مونږ ته هم ممکن نه وی

نو بیا سیاسی پناه درکړو ؟ ) .

(اوباما به ویلی وی) مونږ چه د ۴۸ ملکونو د لکونو نظامیانو په حضور ،

عصری وسلو ، پیسو او دسیسو سره سره ونه توانیدو چه اسلامی او ملی مقاومت

مهار کړو (نو زمونږ د یو څو زرو عسکرو پاتی کیده خو به د هغو د ځان

وژنو په معنی وی) اویا دا چه تاسی غداران ژوندی وساتی نوره به څه ګته

لری ؟ او دا به کوم زړور عسکر وی چه پاتی شی ؟ .( یواخی دوهم ابشن

مونږ لرو چه هغه تاسو ته پنا ه درکړو که نه ؟ ) په دی به مونږ په دی پاتی

دوه کلونو کی فکر کوو. خو اوباما به ویلی وی چه: زما شخصی ځواب به د

دوهم ابشن په هکله( چه تاسو مجرمینو ته پناه درکړی شی که نه ) به( هو)

وی په دی شرط که نور یی هم ومنی او هغه ځکه چه که زمونږ له وتلو وروسته

په هغه هیواد کی دننی ګډوډی او وژنی رامنځته کیږی . ددی عاملین به

تاسی (اوسنی فاسده اداره ‎) یاست تر پخوا مو تجربه او سرمایه هم زیاته

شوی ده ، نو زمونږ له وتلووروسته چه کوم جنګونه ستاسی په واسطه رامنځته

کیږی دهغو مسولیت به هم زمونږ په غاړه وی ( اوباما به ویلی وی) چه مو

نږ به دد اخلی جنګونودمخ نیوی په خاطر تاسو ته ضرور پناه درکړو خو په دی

پناه درکولو کی به دری شرطونه وی .

اول داچه د ا پناه به سیاسی نه بلکه( د مجرمینو او غدارانو په نوم )وی

او د پناه درکولو دلیل به هم دا وی چه ستاسی د پناه درکولو په واسطه به

د لا نورو جرمونو مخه نیول شوی وی او د هغه هیواد خلک به په سوله او

هوساینه کی څو ورځی په ارامه تیری کړی ،نو له هیواده ددغه فاسدو خلکو وتل

ضروری خبره ده .

دوهم چه( ستاسی ټوله سرمایه به واپس کیږی) چه مونږ درکړی ده او یا مو

د نشه توکو له فاچاقه ، دولتی او غیر دولتی ملکیتنو له غصب او خرڅولو

څخه لا سته راوړی او یا مو په غلا ، زور ، رشوت او هر ډول فریب کاریو د

خپل مظلوم اولس څخه تر لاسه کړی او تاسی به ډیر ذلیله او د نظارت لاندی

ژوند تیروی .

دریم شرط دادی چه کله حالات با ثباته او ارام شول نو تاسی به دجنګی

مجرمینو په تور یا د افغانستان راتلونکی ملی او خپأواک حکومت ته د

محاکمه کولو د پاره سپارو چه هغوی درسره د ټولو وژنو ، خیانتونو او

غداریو سزا در کړی او لا به مو په بین لمللی محکموکی محاکمه کوو خو هغه

وخت مونږ ستاسی د ژوند تصمین نه شو کولی مګر کورنی به مو په امن کی

وی .

مونږ نه غوښتل چه زمونږ دا خبری دافغانستان خلک واوری او ستاسی ټول

رازونه افشا شی نو ځکه مو واشینګتن ته را وغوښتی . په درناوی

Door Guest