ایا کانکورله ټولویوډول اخیستل کیږي!؟

  لیکوال:همایون میاخېل

د هیوادډېری ځوانان ترښوونځی وروسته پدې هڅه کې دي، چې دکانکورپه ازموینه کې برخه واخلي اود خپلې خوښې پوهنځي ته لاره پیدا کړي؛ ځينې تر څه بریده په  خپله لروونکې موخه کې بریالي شي او زیات شمېر د کانکور په ازمینه کې بې پایلې شي او لرونکې هیله یې ثمر ته ونه رسیږي، کانکور پایلې  ورته په یوې دردوونکې غمیزې بدلې شي او د ځینو ته لا د مرګ سبب هم ګرځېدلی دی.

   ځکه دا ځوانان د ښوونځي تر فراغت وروسته د کانکور د ورځو د راسېدو شېبې شمېرې او د دغې ورځې په تمه وي او دا کانکور بیا د دوی له سویې څخه نه بلکې د جوړ شوي نصاب څخه اخیستل کیږي.

 د افغانستان کانکور د نړۍ د نورو هیوادونو د کانکور سره خلاف او په یو داسې مشکل ډول اخیستل کیږي، چې له درس سره خورا زیات توپیر لري، ځکه د پوهنې زارت درسي نصاب پخپله د پوهنې وزارت د ټېکدرانو په وینا په سیمه کې ډېر کم ساری لري او په یو لوړ معیار جوړ شوی او پرمختللي درسونه (موضوع ګانې) پکې ځای پرځای شوي، چې د دې د لوستونکو لپاره هم باید همداسې ښوونکي په دندو وګمارل شي، چې د سيمې په هیوادونو کې یې بېلګې کمې وي.

     البته د پوهنې د وزیر په اند به داسې ښوونکي دوی لري او د پوهنې د وزارت په نصاب ریاست کې به وي، نه په ښوونځیو کې!!!

     که د پوهنې وزارت داسې ښوونکي د دوی په وینا له یو داسې لوړ معیار لروونکي درسي نصاب  لرلای؛ افغانستان به اوس د سیمې په کچه تکړه د ښونځيو فارغان لرل او ډېر لوړ کارونه به یې کړي و، په افسوس سره داسې نده او د دولسم ټولګي څخه فارغیدونکي یو شمېر زده کوونکي بیا تر ډېره بریده نالوستي فارغیږي، نور کارونه خو یې لا څه کوي، کتاب هم په سمه توګه له مخې نشي لوستی او د دوی دا نصاب یواځې د کابل او ځینو نورو لومړیو درجه ولایتونو مرکزنو په ځینو لېسو کې به وي نه په ټولو ولایتونو کې.

     له بل لوري بیا کانکور په یو داسې مشکله بڼه اخیستل کیږي، چې زیات شمېر فارغ شوي زده کوونکي یې لا له زیات شمېر پوښتنو سره اشنایي نلري او د کانکور ازموینه ورته یو خیال ښکاري؛ ځکه دا زده کوونکي د ښوونځي په دوره کې یواځې د کتاب له پوښ سره اشنايي لري نه د متن سره! کېدای شي د ځینو لپاره دا د منلو وړ نه وي او هغو ټولو ته د منلو وړ ده، کوم چې د ښاري سیمو څخه لرې په ولسوالیو کې ژوند کوي، هغوی دا هرڅه هره ورځ په خپلوسیمو کې ويني.

     په کلیوالي سیمو کې پوهه نشته او د مارشوي پوهې وندنۍ د دوی په لاس کې دی، کله یې ورپرېږدي او کله یې بیا داسې ټینګ کړی، چې د سیمې اوسیدونکي، په ځانګړي توګه د پوهې مینه وال ترې لرې ساتل کیږي.

کانکور او ستونزې

کانکور یوه داسې ازموینه ده، چې زیاتره وخت یې تعبیر کول سرچپه راووزي او د هغو لایقو او کوښښ کړای شوو زده کوونکو حقونه د نورو تر پښو لاندې کیږي، چې د پوهې پرځای کوم غټ (واسطه) پېژني او یا د همدې غټانو له کورنۍ سره اړیکه ولري.

ډېر ځل داسې پېښې شوي، چې د یو غټ زوی، رشته لروونکی … او ملګري د کانکور په ازموینې کې له ستونزو سره نه مخ کېږي او د دوی نه ارزوګانې او بې هدفه ژوند، چې یواځې یې د دنیا د عیش و نوش لپاره غوره کړای او تر هرڅه یې لوړ ګڼي، ترې اخیستل کېږي او د دوی په قول زندان (پوهنتون) ته لېږل کېږي او دا غټان بیا بیا پرې د ویلو تاکید کوي.

 د دې کال د کانکور یو څو ژوندي په سترګو لیدلي مثالونه چې همدې غټانو د خپلو ترې پیدا شويو ماشومانو لپاره د نورو په غوږ کې د ویلو په صورت کې د خپلو اولادونو (زامنو او لوڼو) ته د یوې ښې پوهنځی په لټه کې او په هر (د دې کال په تېرودوه ورځو ) کانکور کې ډېرې داسې پېښې شوي چې یو شمېر استادانو له ځانونو سره د یو شمېر ښونځیو نه فارغ شویو د پېژند پاڼې (آی ډی کارت) له ځانه سره لېږدولې او په هغه اړوند پوهنځي، څانګه او ټولګي پسې ګرځېدل او د هغه اړوند استاد سره چې په دغه ټولګي کې د کانکور ورکوونکو باندې د نظارت په شکل د آزموینې په بهیر ګرځي، ورسره شریک کوي او د کارت یوه کاپې ورکوي او ترې په تینګه غوښتنه کوي چې زما د زوی، لور، خپلوان او دوست سره لازمه مرسته وکړه تر څو بریالی شي. چې دا استاذ بیا د امتحان په وخت د دغه شاګرد پر سر ولاړ او د پوښتنو په ځوابولو کې ورسره مرسته کوي؛ تر دې پورې چې په کوم سوال پوه نشي له بل استاد یا لایق شاګرد د امتحان پارچې څخه ځوابونو ټولوي او د خپل د نظر شاګرد ته یې رسوي، چې یو شمېر د کانکور ګډونوال پرې پوهیږي چې دغه استاذ په ښکاره ډول د قانون څخه سرغړونه کوي او د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي چې دا پخپله د دوی (کانکور ورکوونکو) په نظر خیانت کول او د دوی حقونه تر پښو لاندې کول دي، چې دا شاګردان د نظارت استاد څخه ویریږي، چې داسې څه ستونزې راته جوړې نکړي، چې زما د ازموینې څخه د محرومۍ سبب نشي او دا استادان بیا له دې موقع څخه په ګټه خپل شومې موخې ته د رسېدو په لټه او تر زیاته بریده په خپل کار کې بریالی کیږي.

  په پایله کې باید وویل شي چې په افغانستان کې قانون د بی قانونو کسانو په لاس په مظلومو خلکو پلی کېږي نه په هغو، چې په ښکاره په خپل لاس د جوړ شوي قانون څخه سر غړونه کوي.