Farid Noori

 

د لویې پکتیا ځینې لرغونې سیمې

څېړنیارفریدالله نوري

 

     لویه پکتیا هم زموږ دګران او لرغوني هېواد افغانستان له حوزو نه یوه لرغونې حوزه ده چې ،  ډېرې لرغونې سیمې یې له  اسلام نه د مخه او وروسته دورو پورې تړاو لري دغې حوزې ته جنوب ختیځه حوزه هم وایي چې د افغانستان په سهیل ختیځ کې موقعیت لري .دغه حوزه اوس مهال ، په خپل لمن کې درې ولایتونه لري چې پکتیا ، پکتیکا او خوست ولایتونه  بلل کېږي .

     پوهان او تاریخ لیکونکي لویه پکتیا د آریایانو له قبیلو نه د پکت قبیلې ځای او دغه کلیمه هم دآریائیانو له هغو قبیلو څخه  د یوې قبیلې په نوم پورې تړلې بولي، کوم چې ۲۵۰۰ کاله مخکې له زیږدیزه د آموسیند له اخوا غاړې نه باختر خاورې ته او بیا د څو پېړیو له تېروېدو وروسته ، یاني ۲۰۰۰ کاله مخکې له زیږدیزه ، د هندوکش سهیلي سیموته او بالآخره ځینې قبیلې یې د سند ، پنجاب ، هند او ایران ته مهاجرې شوې. له هغو قبیلو  څخه چې ، پورته موترې یادونه وکړه، هغه هم د پکت او پکتیانو قبیله وه ، کومه چې ، هغه مهال په نننۍ پکتیا او پکتیکا کې میشت شول او د خپل ژوند او ژوندانه بېلابېلې چارې یې ، په همدې سیمه کې پیل کړي او پرمخ یې بیولې. (۲)

      د هرودوت په تاریخ کې ، دپکتیکا دکلیمې ، پکت او پکتیانو په اړه داسې استدلال شوی دی چې ، د آریائیانو هغه  قبیله چې ، د مهاجرت پرمهال د ارمنستان په سیمه کې مېشت شوه ، خپله  قبیله یې د پکتیس- پکتویس او د هغې خاورې چې ،  دوی پکې مېشت وو او ژوند یې کاوه ، هغه یې د پکتیکا په نامه پېژانده . (۳ )

      د  لویې پکتیا لرغونې حوزه ، د افغانستان د نورو لرغونو حوزو په څېر، یوه تاریخي حوزه ده چې ، ډېرې لرغونې سیمې لري او که څېړنې پکې په ښه توګه ترسره شي ، نو په دغې حوزې کې به د تېرو دورو د خلکوکلتور ، ثقافت او تهذیب را ژوندی شي.

     اوس مهال په دغې حوزې کې  ډېرې لرغونې سیمې چې ، له اسلامي دورې څخه د مخه او وروسته پورې تړاو لري ، شته دي چې ، د وروستیو درېو لسیزو په جنګ جګړو کې د دغې حوزې لرغونې سیمې له پامه لویدلې اوکیندنې او څیړنې پکې نه دي ترسره شوي . نوموړې سیمې د روانو نا امنیو له امله ، هم تر اوسه پورې د دغو ولایتونو ، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته په بشپړه توګه څرګندې نه دي او تراوسه پورې له دغو ادارو سره په بشپړه ډول ثبت او راجستر شوې نه دي.

    له هغو معلوماتو نه چې ، ما د نوموړې حوزې په اړه په کابل کې د لرغون پیژندنې د ریاست او همدارنګه  د نورو علمی- څېړنیزو ارګانونو نه ترلاسه کړي ، د هغو لرغونو سیمو په اړه دي چې ، نوموړې سیمې د سیمه ییزو خلکو او لرغون پوهانو له خوا څرګندې شوې او لا تر اوسه پکې کیندنې ندې ترسره شوي چې ، په کوم تاریخ ، دوره ، عصر او زمانې پورې تړاو لري .دا باید هم ووایم چې ، د دغې حوزې ډېرې لرغونې سیمې چې په بېلابېلو دورو کې د افغان او بهرنیو لرغون پوهانو په واسط کیندل شوي او آثار یې څېړل شوي دي ، خورا تاریخي ارزښت لري ، چې موږ د هغو له جملې نه د میرزکې او بالاحصار سیمې بللی شو . هاغه لرغونې سیمې چې زموږ بحث پر هغوی باندې دوام پیدا کوي ، په لاندې ډول څېړل شوي دي :

۱- زرغون ښار: دغه لرغونې سیمه دکټواز د جاني خېلو دکلي په۱۰ کیلومترۍکې ، د ختیځ طول البلد په ۶۸ درجو، ۲۵ دقیقو او۱۷ ثانیو او د شمالي عرض البلد په ۳۲ درجو ، ۵۱ دقیقو او۶ ثانیو کې واقع ده چې ، نوموړې سیمه پخوا د لویې پکتیا په ولایت پورې اړونده سیمه وه چې ، د وخت په تېرېدو سره او په وروستیو درېو لسیزوکې دغه سیمه د پکتیکا ولایت پورې چې ، په سهیل ختیځ کې یونوی واحد وو، اړونده شوه. (۴)

۲- دوه چینه: دوه چینه د اداري تشکیلاتو له نظره ، د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ پورې اړونده سیمه ده چې ، یوشمېر لرغونې سیمې لري . له نوموړو سیمو نه هم زه په لاندې ډول یادونه کوم :

۳- دخزانې غونډنۍ(خزانه غونډۍ) : دغه سیمه دوړممۍ ولسوالۍ په پنځه کیلومترۍ کې پرته ده چې، د وړممۍ ولسوالۍ سهیل ختیځه سیمه تشکیلوي . دغه سیمه دخپل سرو کسانو له خوا په نا قانونه توګه کیندل شوې ده او ډېر لرغوني آثار یې غلاکړای شوي او بیا  له هېواد څخه بهر په بازارونو کې په ډېره کمه بیه خرڅ کړای شوي دي. هاغه دکودړو ټوټې چې له دې لرغونې سیمې نه لاس ته راغلي دي ، هغه د لرغون پوهنې له نظره ، په اسلامي دورې پوري تړاو لري.

۴- ریزن غونډۍ : دغه لرغونې سیمه د وړممۍ ولسوالۍ اړونده سیمه ده او د نوموړې ولسوالۍ په ختیځه برخه کې پرته ده .  ۴۰*۴۰ متره مربع ځمکه یې نیولې ده . د کودړو له هغو ټوټو نه چې ، له دغې سیمې څخه لاس ته راغلي ، داسې څرګندیږي چې ، نوموړې سیمه هم په اسلامي دورې پورې اړونده ده .

۵- سپینه غونډۍ : دغه لرغونې سیمه د ریزن غونډۍ په ۵ کیلومترۍ کې پرته ده او ۱۵۰ متره مربع ځمکه یې نیولې ده .  هغه آثار چې ، له نوموړې غونډۍ څخه لاس ته راغلي ، عبارت دي له  هغو خښتو نه چې ، پلنوالی یې ۷ سانتي مترو ته رسیږي او دکودړو د لوښو ټوټې یې په اسلامي دورې پورې اړوندې دي  او په یوه ځانګړي هنري سبک سره ښکلې کړای شوي دي .

۶- بنوچي کلی : دغه لرغونې سیمه د وړممۍ ولسوالۍ ۳۵ کیلومترۍ کې پرته ده . شمال ته یې دکرل سړک  او سهیل اوختیځ ته یې سراکوټ پروت دی . دغې لرغونې سیمې ۲*۲ کیلومترمربع ځمکه یې نیولي ده . په دغه سیمه کې په لوړه کچه نا قانونه کیندنې شوي دي.

۷- د دوه چینې د بازار په لویدیځ کې یو لړ نورې لرغونې سیمې هم شته دي چې ، په نوموړو سیموکې هم ډېرې نا قانونه کیندنې شوې دي.(۵ )

۸- د سخا سیمه : دغه لرغونې سیمه د ارګون سهیل خواته چې ، د پکتیکا ولایت پورې اړونده ولسوالۍ ده ، په ۱۰ کیلومترۍ کې پرته ده . دغه سیمه  په ۴۹ درجو ۳۲ دقیقو شمالي عرض البلد او ۷درجو او۶۹ دقیقو ختیځ طول البلد کې موقعیت لري . د دغې سیمې دکودړو مطالعه په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې ، د (ګردن اولیونیت)  له خوا ترسره شوه . د دوی د مطالعې نه دغه نتیجه منځ ته راغله چې ، د سخا لرغونې سیمه د هندوشاهي او ترکو- شاهي دورو پورې چې ، له اتمې نه ترلسمې پېړیو پورې رسیږي ، تړاو   لري .  (۶)

۹- د پتنې غونډۍ : د پتنې غونډۍ د پکتیکا ولایت له هغو لرغونوسیمو نه ده چې ، د دغه ولایت مرکز یانې د ښرنې( شرنې) ښار کې پرته ده  او همدا اوس مهال ، د ملي اردو یوه پوسته پکې پرته ده .

۱۰- د پلتو پل : د پلتوپل یو د لرغونو پلونو څخه ده چې ، له ډېرو پخوانیو پلونو څخه شمېرل کیږي او د پکتیکا ولایت په مرکز، د ښرنې په ښارکې موقعیت لري . نوموړی پل هم له لرغونو سیمو نه ګڼل شوی دی .

۱۱- د جمجې دکلي لرغونی غر : دغه غر د وازیخوا  (وازیخوای) ولسوالۍ د جمجمې په کلي کې موقعیت لري . په نوموړې غره کې کیندل شوي عکسونه او انځورونه لیدل کیږي چې ، په دغه سیمه کې کیدای شي ، تاریخي او لرغوني آثار و موندل شي . که د دغه غره تصویرونه د لرغون پوهانو له خوا وڅېړل شي ، نو کیدای شي چې ، ډېرهغه څه را څرګند شي چې ، د دغې سیمې د تاریخ په را ژوندي کولوکې ډېر با ارزښته وي .

۱۲- د ګردیز بالاحصار :- د ګردیز ښار د کابل په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی ، په ۳۳ درجو ۱۶ دقیقو شمالي عرض البلد او په ۹۶ درجو ۱۴ دقیقو شرقي طول البلد کې واقع دی او د لوړوالی یې د بحر له سطحې نه ۲۲۱۹ متره دی . دغه بالاحصار چې زموږ د لرغوني فرهنګ له نښو نه یوه تارخي نښانه ده ، د یوې غونډۍ پر سر چې اوږدوالی یې۳۵۰ متره و او سوروالی یې ۴۰ مترو ته رسېږي په مستطیل ډوله توګه جوړ شوی دی . (۷)

     د ګردیز لغوي مانا له دوو کلیمو نه اخیستل شوې چې ګر د (غره) په مانا او دیز د (دژ) یا کلا په مانا سره راغلې ده . (ګر+ دیز ) په اوستا ، سانسکریت او منځنیو آریایي ژبو کې راغلې ده. تر اوسه پورې نوموړی نوم په پښتو او دري ژبو کې ویل کېږي او خلک ترې په همدې ډول مفهوم اخلي .

     که له یوې خوا په یوې لوړې غونډۍ دا ډول مستحکمې کلا ګانې او د هغوی په شاوخوا کې د دېوالونو جوړول د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره ډېره مهمه او ارزښتمنه وه ، خو له بلې خوا دغه کلا چې مخکې له اسلامي دورې نه جوړه شوې ده ، لرغونې کلا یې هم بللی شو ، ځکه چې د لرغون پوهانو د څېړنو او کیندنو په پایله کې چې د ګریز په بالاحصار کې یې ترسره کړې وې ، د ګنیش Ganesa  یوه عاجي مجسمه د دې کلا له بنسټ ( تهداب ) نه لاس ته راغلې ، چې د دغې کلا لرغنتوب هم څرګندوي .(۸)

     د ګردیز کلا یوه له نظامي کلاګانو نه ده چې ، پخوا به نظامي چارواکو له دې کلا نه د نظامي چوڼۍ استفاده کوله او دلته به یې خپل نظامیان استوګن کول ، چې موږ له هغوی نه د یفتلیانو ، نیکیانو ، تګین شاهانو ، رتبیل شاهانو او کابلي رایانو نه یادونه کولی شو .

    د تاریخ او لرغون پېژندنې پوهان د دې کلا لرغنتوب اوومې او اتمې میلادي پېړیو پورې تړي . دوی زیاتوي چې د ګردیز بالاحصار په لرغونو دورو کې یوه لویه ، مستحکمه او قوي کلا وه او ښکلې او مجلله ودانۍ یې درلودله چې تر وروستیو څو پېړیو پورې یې په خپل حال پاتې وه.(۹)

     د ګردیز د بالاحصار د کلا دېوالونه او ودانۍ یې د هندوکش د شمال د ځایي او د یوناني او رومي هنرونو د قواعدو په ځانګړنو باندې جوړ شوي دي. د دې کلا د ودانۍ په جوړښت کې له خاموخښتو نه کار اخیستل شوی دی. همدارنګه د دې کلا په جوړښت کې د سیند وړې تېږې هم کارول شوي دي .

     د دغه کلا څلي لسو نه تر دولسو مترو پورې لوړوالی لري ، برجونه یې د باندې خوانه مدور او دننه نه مربع ډوله دي .(۱۰)

     همدا راز د خېرکوټ ( زرغون ښار)  ولسوالۍ دسیګاني په کلي کې بېلابېلې تاریخي او لرغونې سیمې شته دي چې ، اوس مهال د همدې سیمې د مېشتو وګړو کرهڼیزې ځمکې دي . په دغو ځمکوکې دکرهڼې اوکار پر مهال د ځمکې د خاوندانو له خوا  ډېر زیات شمېر لرغونې آثار لاس ته راغلي چې ، د سیمې دخلکو په وینا ، له همدې ځمکو نه پخواني اوتاریخي لوښي او ان سره زرهم موندل شوي دي . همدا شان ، د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو په ولسوالۍ کې ، خلکو د نا قانونو کیندنو له لارې ، تاریخي آثار موندلي دي چې ، بیا وروسته یې له هېواد څخه بهر ته لېږدولي او پلورلي دي .(۱۱)

۱۳- د میرزکې سیمه :- د میرزکې سیمه د ګردیز ښار  ۴۰ کیلومترۍ کې شمال ختیځ خواته په ۳۳ درجو ۴۶ دقیقو شمالي عرض البلد او ۶۹ درجو او ۲۹ دقیقو شرقي طول البلد کې د لویې پکتیا یوه سیمه بلل کېږي. دغه سیمه په کال ۱۹۴۸ زېږدیز کې د لوبیر له خوا کیندنې پکې وشوې ، چې په پایله کې یې د ځینو ودانیو ، سیکې او د سرو زرو او سپینو زرو ټوټې او آثار وموندل شول او لاس ته راغلل .

     په تېرو دریو لسیزو کې په دې سیمه کې د ناامنۍ له کبله ، قانوني او منظمه کیندنې ندې ترسره شوې او سربیره پردې د وخت د بې امنیو او جنګ جګړو له امله د دې سیمې تاریخي او لرغوني آثار په بې رحمۍ سره چور او غلا کړای شول او ډېره برخه یې هم له هېواد نه بهر د کورنیو او باندنیو قاچاقبرانو له خوا ویوړل شول او په بازارونو کې خرڅ شول . ځایي خلکو له خوا د میرزکې له چینې نه یې د ۸ ،اېنچه واټرپمپونو په واسطه اوبه کښلې چې په پایله کې یې له دې چینې نه څلورنیم ټنه بېلابېلې سیکې په بېلابېلو اندازو سره ، چې په هغوی کې ، طلایي غوږوالۍ ، طلایي مجسمې ، طلایي کرې ، طلایي پیالې او پتنوسونه او همدارنګه د حیواناتو شکلونه لاس ته راغلي وو ، چې وروسته دغه آثار د سیمې د ځینو مشرانو له خوا د ۱۱۴۰ لکو پاکستاني کلدارو په بدل کې پلورل شوي دي. (۱۲)

     له هغو لرغونو سیمو نه چې پورته ترې یادونه وشوه ، د وخت د لویې پکتیا پورې تړلې وې ، خو اوس دغه سیمې په ولایتونو وېشل شوې دي ، چې دمګړۍ دغه سیمې د پکتیکا ، پکتیا او خوست ولایتونو پورې تړلې دي .

 پایله  

                                                                                                                           که د هېواد پر فرهنګي آثارو او لرغونې شتمنۍ او د هغو د زیانمنکېدو په اړه وغږېږو، نوتېرو درېو لسیزو جنګ جګړو ، روانو نا امنیو او د خلکو د فرهنګ او ملي شتمنۍ په نه پام کې نیولو سره ، زموږ د پنځو زروکلونو تاریخ ، تمدن ، مدنیت نه یوازې دا چې ، را ژوندی  نه شو او وده یې ونه کړله، بلکې د تاریخ په اوږدو کې زیانمنه شوه او د له منځه تلو په حال کې وه او اوس هم ده . درې لسیزې جنګ جګړې خو هغه بلا اومصیبت وو کوم چې ، په ننني عصر او وخت کې په ډېرو لږو هیوادونوکې پریوتې ده او زموږ ګران هېواد افغانستان لدې  بدمرغیو نه ، په همدې موده کې له حده ډېر برخمن شوی دی . ملي شتمنۍ لوټ ، تالان او د هېواد نه بهر په بازارونوکې پلورل شوېده .

      د دغوزیانمنیو بېلګه دمګړۍ ، موږ د لویې پکتیا اړوندې سیمې ښودلی شو چې ، د هېواد تېرو جنګ جګړو او روانو نا امنیو له امله ، د دغې حوزې هغه لرغونې سیمې چې ، د سیمه ییزو خلکو او لرغون پوهانو له خواسروې اوکشف شوې وې ، زیانمنې شوې او ان دا چې ، لرغوني آثاریې غلا او لرغونې سیمې یې یا خو له منځه تللې او یا خو د سیمې د خلکو له خوا ، د استوګنې کورونه او یا خو هم کرهڼیزې ځمکې ترې جوړې شوې دي .

 وړاندیزونه:

 

۱- د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ته په ډېر درنښت وړاندیز کېږي چې ، د افغانستان د ټولو لرغونوسیمو په پام کې نیولوسره ، د لویې پکتیا د فرهنګ په اړه ډېرکاروکړي . هلته د لرغون پېژندونکو ډله واستوي چې ، ترڅو د نوموړې ولایت ډېرې لرغونې سیمې سروې ، کشف اوکیندنې پکې وکړي چې ، زموږ د ګران او لرغوني هېواد افغانستان د فرهنګ له کتاب نه یوه بله پاڼه هم را واړوي .

۲- د فرهنګ وزارت ته بیا وړاندیز کېږي لکه څرنګه چې ، د لرغونوسیمو او لرغونې شتمنۍ د ساتلو لپاره یې یوکنډک امنیتي ساتونکي په کارګمارلي ، دغه ساتونکي دې ، څوکنډکونو ته ډېرکړای شي ، ترڅو، د افغانستان په ټولو لرغونو سیمو  د حکومت واک پیدا شي او ساتنه یې وشي .

۳- نوموړي وزارت ته د دې وړاندیز هم کېږي چې ، د فرهنګ ، لرغونې شتمنۍاو لرغونو آثارو د ارزښت او د خلکو د عامه پوهاوۍ لپاره ، په مرکز او ولایتونو کې دوامداره کورسونه ، سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي ، ترڅو خلک د فرهنګ اوکلتور د ارزښت په پام کې نیولو سره ، لرغونې شتمنۍ او لرغوني آثار وپېژنې او د ساتلو په لاره کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

۴- د دغو دریو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته وړاندیزکیږي چې ، په دغو ولایتونو پورې اړوندې لرغونې سیمې ،  په خپل د لرغونو سیموکتاب کې ثبت او راجسترکړي . که دغه کار ورته د روانو نا امنیو له امله ، ستونزمن وي ، د دغو ریاستونو چارواکي کولی شي چې ، دکلیو ، بانډو او سیمو له ملکانو ، سپین ږیرو او مشرانو نه په دغه لاره کې مرسته وغواړي . ځکه چې ، له لاسته راغلیو معلوماتو نه داسې څرګندیږي چې ، دګوتو په شمار سیمو نه غېر ، نورې لرغونې سیمې ورسره ثبت او راجستر شوې نه دي . که دوی دغه د ثبت او راجستر بهیر په بشپړه توګه ترسره کړي ،  دا به د دوی لپاره او هم د لرغون پېژندونکو لپاره ډېره آسانه تمامه  شي ، کوم چې ، په راتلونکي کې په دغه ولایت کې علمي   او څېړنیزې کیندنې وشي .

   د اطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت ته یو ځل بیا د دې  وړاندیز هم کیږي چې ، د دغه وزارت په نوښت ،  د افغانستان په هر ولایت ، ولسوالۍ ، سیمه ، کور اوکلی کې دې ، د فرهنګي میراثونو اولرغونو شتمنیو د ساتلو لپاره اړوندې سیمه ییزې شوراګانې جوړې کړي . په دغو شوراګانو کې دې د کلې مشرانو ، ملکانو ، مخورو او سپین ږیرو ته ونډه ورکړي ، ترڅو دوی په دغه لاره  ( د لرغونې شتمنۍ ساتلو ) کې مضبوط اوپیاوړي ګامونه پورته کړي  چې ، د دوی رول په سیمه ییزو شورا ګانو کې رغنده اغیزې لري.  باید وویل شي چې ، د سیمه ییزو شوراګانو جوړښت ، د هېواد  دکلیو او بانډو په بیا رغولو او د ښوونځیو په ساتلو کې ستر رول لوبولی دی

سرچینې

 

۱- اتلس قریه جات ، اداره احصاییه مرکزی ، سال ۱۳۶۴ هـ .ش ، ص ۱ .

۲- تازه سمیع الله . ریشه های تاریخی و فرهنگی نورستان ، وزارت اطلاعات وکلتور ، سال ۱۳۶۷ هـ .ش ص ۲۴ .

۳- اتلس قریه جات ، اداره احصاییه مرکزی ، سال 1364 هـ  . ش ، ص ۱ .

۴- د افغانستان جغرافیایی قاموس ، دریم ټوک ، ۱۳۴۳ لمریزکال ، پاڼه ۱۰۲۵ .

۵-گزارش هئیات باستان شناسی از ساحه باستانی جنوب ، سال ۱۳۸۴ هـ . ش ، آرشیف باستان شناسی .

Archeological Gazetteer of a Afghanistan, Tom – 1, Paris, 1982, page 23.

۷- قاموس جغرافیایی افغانستان. جلد سوم، مطبعه دولتی، کابل، انجمن دایرة المعارف آریانا، سال 1338هـ.ش، صفحات 416 418 .

8 یمین، محمد حسین. افغانستان تاریخی، پشاور، سال 1386هـ.ش،  ص 136.

۹– رس، اگروال. مجسمه گنیش اردوارتاس، مجله باستان شناسی، شماره اول، سال 1361 هـ . ش، مترجم عبدالواسع فیروزی.

۱۰- عزیزی، نظرمحمد. ساختمان های معماری وتزئیناتی تپه شترهده، مطبعه بهیر، کابل، سال 1382هـ . ش ، صفحات 90-124 .

۱۱- دپکتیکا ولایت داطلاعاتو اوکلتورد ریاست نه لاسته راغلي معلومات .

۱۲- ګزارش اعزامی هیأت باستان شناسي ، سال های 1381-1387 خورشیدی ، آرشیف باستان شناسي .