جعلي خاطرات

لیکنه : عبدالباري جهاني

عبدالباری جهانی

ایران د علم او فرهنګ مځکه ده. ایرانیانوخپلي فارسي ژبي ته دونه خدمت کړی، او دونه علمي او ادبي آثار یې خپلي ژبي ته ترجمه کړي دي چي په نړۍ کي ډیر لږ هیوادونه سیالي ورسره کولای سي. خو له بده مرغه چي کله کله یو نیم داسي کتاب هم خپور کړي چي سړی نه پوهیږي، په فرهنګي لحاظ، یو پر مخ تللی هیواد څرنګه، په لوی لاس، خپل علمي او ادبي اعتبار ته داسي صدمه رسوي. «خاطرات مسټر هیمفر جاسوس انګلیسي در ممالک اسلامي» یو له دغه راز کتابونو څخه دی. دا کتاب ډاکټر محسن مویدي، چي ما یې بل کتاب نه دی لیدلی، ترجمه کړی، یا پخپله لیکلی دی، او د تهران د امیر کبیر نشراتي موسسې یو ځل په ۱۹۸۲ او بیا په ۱۹۸۳ کال کي چاپ کړی دی. دا کتاب، ګواکي، یوه انګلیس جاسوس د وهابي تحریک د پیل په کلونو، یعني د اته لسمي پیړۍ په لومړۍ نیمایی، کي لیکلی او زیات و کم دوه نیمي پیړۍ وروسته ترجمه سوی دی. نه د انګلیس جاسوس بشپړ نوم سته، نه دا معلومه ده چي دا مهم خاطرات، تقریبا دوه نیمي پیړۍ، چیري پټ وه او نه ډاکټر مويدي موږته وایی چي دا خاطرات یې چیري تر لاسه کړي دي.

         کتاب له لومړي سره داسي ښکاري لکه یو انګریز جاسوس چي د خپل هیواد څخه خوابدی سوی وي او د هغه د پالیسیو رسوا کولو ته یې ملا تړلې وي. مثلا د کتاب په نهم مخ کي جاسوس وایی چي زموږ جاسوسان د عثماني امپراطورۍ تر واک لاندي اسلامي هیوادونو او ایران کي په فعالیتونو لګیا وه او د اداري فساد او رشوت خوړلو په رواجولو کي یې ډیر پرمختګ کړی وو او پاچاهان یې په شراب خوریو او عیاشیو اخته کړي وه او تر یوه حده یې د دې هیوادونو پایې لړزولي وې، مګر، لکه څرنګه چي لازمه وه، لا له خپلو فعالیتونو او کار څخه راضي نه وو. البته مویدي، د دې لپاره چي ترجمه یې، په بشپړه توګه، جعلي او ساختګي ښکاره نه سي، کله کله د جاسوس خبري ردوي. د مثال په توګه کله چي مسټر هیمفرد کتاب په نهم مخ کي وایی چي شیعه ګان مسیحیانو ته د کافر او نجس په سترګه ګوري او شیعه ګان په دې عقیده دي چي مسیحیان هغه بدبویه نجاست دی چي هر مسلمان باید هغه له منځه یو سي. ډاکټر مویدي د کتاب په حاشیه کي لیکي چي دا تهمت بیځایه دی او د اسلام له نظره ټول اهل کتاب مومنان دي.

      کتاب تر ډیره ځایه د یوه جاسوسي ناول په شکل ترتیب سوی او زیاتره برخه یې هغه مذهبي بحثونه دي چي انګریز جاسوس یې د مسلمانانو سره کوي. د جاسوس په نظر، د انګریزي استعمار زیاتره ویره له شیعه عالمانو څخه ده، چي د مسیحیانو او غربیانو سره تر حد زیات تعصب لري. مسټر هیمفر د کتاب په پنځه لسم مخ کي وایی چي په ۱۷۱۰ کال کي ما ته د مصر، ایران، حجاز او د عثماني خلافت مرکز استانبول په ښار کي د جاسوسي وظیفه راکړه سوه. زما وظیفه د داسي اطلاعاتو را غونډول وه چي د اسلامي حکومتونو په ماتولو او خوارولو او په اسلامي هیوادونو کي د استعمار د نفوذ کولو لپاره کار ورڅخه واخیستل سي. دی وايی زما سره نهه تنه نور جاسوسان هم ملګري وه او موږ ته کافي مالي امکانات هم برابر سوي وه او د مستعمراتو د وزیر مرستیال د مخه ښې په وخت کي راته وویل چي ستاسي بریالیتوب زموږ د هیواد راتلونکی ټاکي، نو د بري لپاره خپل ټول قوت په کار واچوی. مسټر هیمفر باید په دغه وخت کي پنځه ویشت کلن یا حتی دیرش کلن وي. ځکه چي تر دې په کښته عمر کي څوک د مستعمراتو په وزارت کي شهرت او اعتبار نه سي تر لاسه کولای. که څه هم چي د ده له یوې خبري څخه ښکاري چي د وظیفې اخیستلو په وخت کي شل کلن وو. دی وایی یوازي څو ترکي کلمې یې زده وې او باید چي ترکي او عربي ژبي یې داسي زده کړي وای چي د سیمي اوسیدونکي د ده په لهجه پوه سوي نه وای او وروسته یې نو قرآن شریف او تفسیر په بشپړه توګه لوستي او زده کړي وای او بیا یې نو فارسي ژبه هم زده کړې وای. دی وایی دا کارونه مشکل وه خو ده ملا ورته وتړله. مسټر هیمفر پر ځان باندی محمد نوم ایږدي، د ترکیې مرکز استانبول ته ځي؛ هلته د احمد افندي په نوم یوه لوی شیخ شاګرد کیږي. په داسي حال کي چی دی وایی یوازي څو کلمې ترکي یې زده وه، نو سړی نه پوهیږي چي د شیخ څخه یې، چي طبعا په انګلیسي نه پوهیدی، د قرآن شریف او تفسیر زده کړه په کومه ژبه کوله. البته دا خبري په یوه جاسوسي ناول کي! ممکني دي. مسټر هیمفر په استانبول او بصره کي د څه باندي شلو کالو اوسیدلو، چي زیاتره له نجارانو سره مزدوري کوي، په جریان کي له ډیرو زیاتو کسانو سره مذهبي بحثونه کوي، او په بحثونو کي معمولا غالب وي او هیڅوک د هغه اصلیت ته نه متوجه کیږي. په دې باره کي په تفصیل ږغیدل د یوه لنډ مضمون ترحوصلې وتلی کار دی؛ خو د کتاب اصلي موضوع له یوې خوا د شیعه مذهب لپاره تبلیغ دی، چي مسټر هیمفر د کتاب په نهه ویشتم مخ کي وایی د حضرت علي او د هغه د دوو زامنو حسن او حسین د خلافت په برخه کي شیعه ګان پر حق دي. او د ده څیړني! او شواهد د هغوی ادعا ثابتوي! په دې برخه کي هم مترجم په ډیره زرنګي د خپل خیالي جاسوس اشتباهات اصلاح کوي او ځاي پر ځاي د کتاب په حاشیه کي اشارې ورته کوي. محسن مویدي د کتاب تر پایه همدغه روحیه تعقیبوي او د کتاب په وروستیو برخو کي خپل بل اصلي مطلب ته، چي د وهابیت تخریب دی، رسیږي.

        د کتاب دا برخه دونه مزخرفه او چټي ترتیب سوې ده چی یوازي جاهلان اعتبار ورباندي کولای سي. مسټر هیمفر د کتاب په شپږدیرشم مخ کي وایی چي په بصره کي د دیني علومو له یوه محصل سره، چي نوم یې محمد بن عبدالوهاب وو، اشنا سوم. هغه ډیر خودخواه، بلند پرواز او ډیر سخت عصبي وو، او له عثماني حکومت څخه یې ډیر بد راتله. وروسته لیکي چي محمد بن عبدالوهاب په ټوله معنی یو ازاد فکره ځوان وو او د سني او شیعه په برخه کي یې هیڅ ډول تعصب نه درلود. په داسي حال کي چي اکثر اهل سنت د شیعه ګانو مخالف وه او ځینو سني مذهبو مفتیانو شیعه ګان کافران بلل. شیخ محمد عبدالوهاب د څلورو مذهبونو پابندي هم نه درلوده او ویل یې چي هر څه چي په قران کي راغلي دي هغه موږ ته کفایت کوي. مسټر همفر د کتاب په اته دیرشم مخ کي محمد بن عبدالوهاب د یوه شیعه په کور کي له یوه شیعه ملا شیخ جواد قمي سره مخامخ کوي او د هغوی په ټول بحث او وروسته بحثونو کي محمد بن عبدالوهاب ماته خوري او شیعه ملا غالب کیږي.

      په هر صرت مسټر هیمفر له محمد بن عبدالوهاب سره انډیوالي زیاتوي او، د ده په خبره، په مذهبی بحثونو کي یې تر تاثیر لاندي راولي. لومړی د کفارو سره د جهاد کولو په باب بحثونه ورسره کوي او شیخ عبدالوهاب ته قناعت ورکوي. بله ورځ د صیغې په باره کي بحث ورسره کوي او کرار کرار یې قانع کوي. او بالاخره یوه صیغه اي ښځه، چي هغه هم د انګریزانو جاسوسه ده او صفیه نومیږي، ورته پیدا کوي. مسټر هیمفر وایی وروسته مي د محمد بن عبدالوهاب سره د شرابو په باره کي خبري وکړې او هغه مي په دې قانع کړ چي شراب ناروا نه دي. دی وایی هغه پخپله راته وویل چي حضرت عمر هم په شرابو کي دونه اوبه ګډولې چي څوک یې نه نشه کاوه او بیا به یې هغه اوبه چښلې.( البته دلته د کتاب، په اصطلاح، مترجم خاموش پاته دی. ځکه چي دا خبره، که څه هم چي هیڅ واقعیت نه لري، د سنیانو په تاوان ده) مسټر هیمفر وایی وروسته مي صفیې ته هدایت ورکړ چي شیخ ته ښه زیات شراب ورکړي او په مرګ یې نشه کړي. هغې هم زما په خوله وکړه او سبا یې راته وویل چي شیخ ته مي دونه زیات شراب ورکړي دي چي د شپې یې غرغړې وهلې. مسټر هیمفر وایی په ډیرو لږو ورځو کي مي شیخ ته قناعت ورکړ چي نه روژه او نه لمونځ پر مسلمانانو فرض دی او کرار کرار مي د ایمان جامه ورڅخه وایستله.

     دا خبري به له محسن مویدي څخه پرته، چي ټولي د ده د خیال او د ایران د اخوندي رژیم د پالیسی محصول دي، څوک ومني. پخپله مسټر هیمفر وایی چي شیخ یو فقیه او عالم ځوان وو. مګر دی په ډیرو لږو ورځو کي، په خپله ټوله بې علمي هغه ته قناعت ورکوي چي شراب او زنا روا وبولي او له روژې او لمانځه څخه لاس واخلي. مسټر هیمفر وروسته د شیعه مذهب او د هغو د ځینو زیارتونو د تاریخچې په باره کي ږغیږي، چي زیاتره د شیعه مذهب تبلیغ دی. او وروسته وایی چي شیخ ته مو د خپل یوه جاسوس، چي نوم یې عبدالکریم ایښی وو، په وسیله د آسیې په نوم یوه بله ښایسته صیغه پیدا کړه او ښه مو د ځان کړ. او ما د خپل دغه خدمت په بدل کي د انګلستان د مستعمراتو له وزارت څخه تر ټولو لوړ نښان ترلاسه کړ.مسټر هیمفر وایی د مستعمراتو وزارت ماته د شیخ عبدالوهاب لپاره د پیسو او وسلو منظوري راکړه او دا یې راته وویل چي په شیخ باید دا ومني او تعهد ورڅخه واخلي چي ټول هغه مسلمانان چي د ده په مذهب نه سي کافران وبولي. د هغوی پر مال او ناموس باندي تیری روا وبولي او امر وکړي چي د خپلو مخالفینو ښځي او نارینه په بازارونو کي د غلامانو په څیر وپلوري. کعبه شریفه خرابه او له منځه یو سي. حاجیان له حج څخه منع کړي او د حاجیانو مالونه چور کړي او هغوی ووژني. له قرآن شریف څخه ځیني متون وباسي او ځیني ورداخل کړي چي په دې توګه په مسلمانانو کي اختلافات نور هم زیات سي.

 مسټر هیمفر د خپلو، په اصطلاح، خاطراتو د کتاب په سلم مخ کي لیکي چي شیخ یې په نجد کي پیدا کړ او ځان یې، د عبدالله په نوم، د شیخ غلام معرفي کړ او په ګډه یې د نوي مذهب لپاره کار پیل کړ. څو کاله وروسته د برټانیې حکومت د محمد بن سعود په نوم خپل یوه جاسوس ته وطیفه ورکړه چي د شیخ سره یو ځای سي او هغه ته یې وویل چي سیاسي مسولیت په محمد بن سعود او مذهبي چاري په شیخ عبدالوهاب اړه لري. مسټر هیمفر په پای کي لیکي چي بالاخره دې دوو کسانو په سعودي عربستان کي قدرت ونیوی او موږ هم له عربو ښځو سره ودونه وکړل او ژوند مو سم تیریږي. هیمفر لیکي چي شیخ محمد بن عبدالوهاب د برټانیې د حکومت نوري ټولي غوښتني ومنلې خو دا یې وویل چي د کعبې شریفي نړول او له سره د یوه نوي قرآن لیکل په مسلمانانو کي لویه غوغا جوړوي او شرایط ورته برابر نه دي.

        د دې کتاب یوه برخه د انګریزي استعمار غندلو او رسوا کولو، یوه برخه یې د شیعه عقایدو تبلیغولو او یوه برخه یې د وهابي مشرانو او عقایدو سپکولو او حتی کافر معرفي کولو ته وقف سوې ده. خو محسن مویدي موږ ته نه وایی چي دا کتاب یې له کومه کړی دی او دونه مهم، په اصطلاح، خاطرات دا دوه نیمي پیړۍ چیري پټ وه. په خلص ډول ویلای سو چي کتاب د عنوان څخه نیولې، چي لږ ترلږه د لیکوال بشپړ نوم نه معرفي کوي، تر پایه پوري د ایران د اخوندي رژیم له زهرو ډک ساختګي تبلیغ دی، او نور هیڅ ډول ارزښت نه لري.

 د مضون د لیکلو او د دې جعلي کتاب له معرفي کولو څخه مي مطلب، په افغانستان کي، د تاریخ او ټولنیزو علومو شاګردانو ته د دې خبرداري ورکول دي چي په ایران کي ټول ترجمه سوي کتابونه، په تیره بیا تاریخي او اجتماعي آثار، په احتیاط سره وګوري، او ځانونه له ګمراهی څخه وژغوري. زه پخپله څو کاله مخکي د « هرات پښتانه او ستره لوبه» د کتاب لیکلو په ترڅ کي د ایران د ډیر مشهور مورخ محمود محمود له ځینو ترجمو سره مخامخ سوم، چي قصدا یې په کلاسیکو متونو کي لاس وهني کړي او تحریف کړي یې وه. ما په خپل کتاب کي څو ځایه د محمود محمود ترجمې او د پخوانیو کتابونو انګلیسي متنونه دواړه راوړي دي څو لوستونکي پوه سي چي د ایران یوه مشهور مورخ د افغانستان په اړه لیکل سویو متنونو کي په لوی لاس څومره ناروا لاس وهني کړي دي. دا ښایی یوازینی جعلي کتاب نه وي چي په تصادفي توګه زموږ لاسته راغلی دی، ښایی اخوندي نظام داسي ډیر نور کتابونه ولري، چي تر دې یې هم زیاته بې شرمي پکښي کړې وي.

خوښ يې کړئ او ويې لېږئ