بســــــــــــــمل

دجرمني په بایرن آیالت کې مېشت افغانان دنام وتي شاعر، ژورنالست، زړوراومنلي افغان شخصیت درانه خیال محمدکټوازي  مړینې سخت وځورول.

 رښتیاهم چې هغه یومنلی اوسوچه افغان وځکه خوبې شمېروهېوادوالودنړۍ له ګوټ ګوټ څخه خپه خواشیني او همدردي وښوده دټولو یې کور ودان .

دکټوازي صاحب مړینې شخصأ ما بسمل ته سخت ټکان راکړل زه به په یوه بله لیکنه کې زما اودکټوازي صاحب په اړیکو په تېره بیا دهغه په لوړاومنلي شخیت رڼا واچوم دمګړۍ دهغه مړینې داوږدې لیکنې وس راڅخه وړی  دی.

  موږ بایرن مېشتي افغانان دپاک رب له دربار څخه  ګران اوقدردان کټوازي صاحب ته دفردوس جنت او درنې کورنۍ ته یې دزغم غوښتنه کوو.

روح یې ښاد اویاد یې تل پاتې غواړو

خدایه ستوري مو دراخلې کوم امېل تېر جوړوې

ټول دې وېوړه یوڅو پرېږده نورمو ولې کړوې

دګڼ شمېر بایرن مېشتو افغانانو په استازیتوب

محمدامین بسمل

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19484

Door Guest