په ډیر خواشینۍ سره ارواښاد خیال محمد کټوازی د اطلاعات او کلتور پخوانۍ وزیر، د پښتو ادب په ډګر کې پیاوړې لیکوال، ادب پوه، شاعر، تکړه ژورنالیست په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.

انالله و انا الیه راجعون

د ارواښاد خیال محمد کټوازي جنازه د هغه د وصیت سره سم، د سه شنبې په ورځ د فبروري په (۱۲) نیټه  د سهار په (نه نیمو بجو ) کابل ته رسیږي.په دې اړوند ټولو دوستانو او عزیزانو ته خبر ورکول کیږي ، چې جنازه د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه د عید ګاه جمات ته لیږدول کیږي. د جنازې د لمانځه  د ادا کولونه وروسته جنازه د خیرخانې په پنځه سوه فامیلي هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.

د نارینه وو فاتحه د چارشنبې په ورځ د فبروري په (۱۳) نیټه د ماسپیښین له یوې بجې نه تر درینیمو بجو پورې د کابل په ښار کې د خیر خا ني مېنې د سروری کا ئنات په جمات کې  اود ښځینه وو فاتحه په خیر خانې مېنه کې د ارواښاد کټوازي صاحب د ورور په کورکې اخیستل کیږي.

په ډیردرنښت:  د ارواښاد خیال محمد کټوازي د کورنۍ له خوا

Door Guest