د اشغلګرو شیطانی پلمی او پلانونه 

( الحاج استاذ بیانزی )  

بسم الله الرحمن الرحیم

د بشر د پیدایښت له اوله  حریصو  سرمایدارانو د نورو بی وسو انسانانو  د استثمارولو د پاره  له    هر اړخیزه  فریب کاریو کار اخستلو . دا چه  په اوله  کی د خلکو اړتیا او نیمګرتیا کمی وی  د استثمار کچه هم کمه وه  اړتیا هم ورته نه وه  ، خو وروسته وروسته چه د انسانانو شمیر زیاتوالی کوو ،  د خوراکی موادو لاسته راوړنو د پاره رقابتونه زیات شول  ،  نو د زیاتو لاسته راوړنو د پاره  د  نوو  وسیلو   لرلو اړتیا رامنځته  شوه ، د چا چه دا وړتیا زیاته ، لاسته راوړنی یی هم زیاتی وی .

 د زمانی په تیریدو له کورنیو قومونه جوړ شول  ، قومی جنګونو ، کرکو او فتنو وده وکړه ، اولنی وسیلی   او وسلی له ډبرو جوړیدی ، ددی وسلو او وسیلو په لرلو د هغه وخت خلکو له مخکنیو ځانونه ډیر پیاوړی او غښتلی ګڼل  لکه  دنن انسانان چه تر مخکنیو  ځانونه ډیر پرمخ تللی او پیاوړی ګڼی . زوراورو  قومونو تر نورو ډیر ملکونه خپل کړل ، خو پولی وخت په وخت د زور ازمایلو  په نتیجه کی بدلیدی رابدلیدی . جنګونو یواځی د قومونو ترمنځ نه بلکه د کورنیوتر منځ هم  شتون درلود،  نو حکومتونو ، پولیسی قوی   او قوانینو ته اړه او   رامنځته شول  ، زیرکو او  حریصو انسانانو له دی تعاملاتو  کټه پورته  د زر ، زور او زیور مالکان دوی شول .

مطلب دا چه  نننی استثمار او استعمار ناڅاپه نه دی رامنځته شوی اوږد تاریخ او اوږده فلسفه لری    له اولی ورځی پیل شوی او  تر اخری شیبی پوری به   دوام لری. پخوا به خلک په غلامی  پوهیدل او غلامی به یی  عملی احساسوله  چه دوی د ظالمانو د یرغل  او اشغال  لاندی دی  یعنی اشغلګرو به  فزیکی نظامی شتون او په حالاتو  به یی کنترول  درلود،  خو د نننی نړی استثماری پلانونه اوس هغسی نه دی اوس غلامان د خپلی غلامی د پاره په خپله خوښه بادارانو ته بلنه ورکوی  ، د غلامی ځنځیرونه  ویاړنی او شاهکاری ده  .

مونږ  باید  د اوسنی  استعمار ګرو او حریصو یهودانو  دغه وړتیاوی وڅیړو  چه  څرنګه  خلک په خپله خوښه  د غلامولو  په ځنځیرونو  کی په ډیرو واسطو او ویاړنو ننباسی  ؟  ګرانو هیوادوالو او د نړی مظلوم بشریت ته  د دوی فریب کاری او درغلی په ګوته او ډاګه کړو  :

د اسلام د  سپیڅلی دین په راتګ سره ( چه د پوره  سولی او هوساینی تضمین کوی )، د  ا ستثمار او استعمار مخه  نیول  پیل شول  ، د نوی تمدن او پياوړی مدنیت بنسټ کیښودل شو  ، تر دی چه اسلام اروپا ته ( کوم چه د حریصو یهودانو ټاټوبی وو ) لکه د نوی پسرلی په څیر ور ننووت .  حریص یهودان  اندیښمند شول له ډیرو نظامی هڅو یی کار واخست ، ګټه یی ورته ونه کړه  ، بالاخره یی  د اسلام   د منځه وړلو ډ پاره  یی د فری میسنری (ماسونیزم )  په نوم  ګوندتاسیس کړو  چه د نړی ټول سرمایداران ، سیاست مداران  او شیطانی مبتکریین پکی غړیتوب واخست چه د نړی ډیر مقتدر ګوند او د اسلامی نظام په مقابل اړخ کی استقرار پیدا کړو .

د ماسونیزم شیطانی ګوند سمدلاسه د(د نړیوال حکومت تاسیسولو پروژه ) یی د خپل مورال د پورته ساتلو په خاطر رامخی ته کړه  په دی فکر که دوی مسلمانانو ته ماتی ورکړی د مسلمانانو پرته بل رقیب چه د دوی مقابله وکړی نشته  نو د مسلمانانو د ماتولو وروسته  باید علنی  د خدای دعوی او د ټولی نړی د پاره د یوه حکومت  اعلان وکړی  .

د دی شیطانی ګوند  اولنی پلان دا وو چه  د اسلام په مقابل کی  کومه فلسفه یا دین  چه د مسلمانانو مقابله وکړی رامنځته کړی  په دی یی  ډیر فکرونه او وختونه ضایع کړل  تر څو چه د  یو شیطانی دین  په بنسټ کیښودلو بریالی شول  (او هغه هم  د اسلام له مطالعه کولو وروسته )، دا  شیطانی دین د اسلام سرچپه کاپی وه ، یعنی څه چه اسلام کی روا ، په  دی شیطانی دین  کی ناروا او څه چه اسلام کی ناروا ، په  دی دین  کی روا وګڼل شول  ددی دین نوم یی ( دیموکراسی ) غوره کړو .

ددی شیطانی دین  د لا ډیرو مشهورولو د پاره یی دا دین د ټولو دیکتاتوریو  په مقابل اړخ کی ودروو یعنی  دیموکراسی یی د ټولو ازادیو  مجموعه نړی والو ته ورو پیژندله  تر دی چه ځینی مسلمانان هم ورته په درنه سترګه ګوری ، وایی اسلام د  دیموکراسی سره تضاد نه لری ، ( دیموکراسی اسلام او اسلام دیموکراسی ده )، په داسی حال کی چه دیموکراسی د اسلام په مخالف قطب کی قرار لری ، او ځینی بیا داسی هم وایی چه اسلام او دیموکراسی یو د بل سره موازی خطونه دی چه یو بل نه قطع کوی  دیموکراسی د حکومت او سیاست سره   او  اسلام د اخلاقو او اخرت سره سروکار لری ، په داسی حال کی چه دیموکراسی د کفر مستعار نوم  دی  یعنی که څوک وایی چه  اسلام اودیموکراسی  سره توپیر نه لری په دی معنی چه اسلام او کفر هم  سره یو شی دی .

 د دیموکراسی  شیطانی دین بیا   د ( ایزمونو ) لکه کمونیزم ، کاپیتالیزم ، نشنلیزم او داسی نورو د رامنځته کولو ابتکار تر لاسه کړو.  دوی د ټولنی زیربنا اقتصاد  ومانه  ،( یعنی بدلونونه د  اقتصاد په بدلون سره رامنځته کیږی) چه کله به هر څه ډ ټولنی  او کله به د فرد په لاس کنترولیږی ( خو دا ظاهر فریبی وه) ، په دواړو ایزمونو کی اخرنی نتیجه  ( چه استثمارګر به استثمار کوی ) یوه وه.

دریم ایزم یی د  نشنلیزم په نوم چه کوم ځانګړی اقتصادی طرحه یی  نه درلوده  ، رامنځته کړو . دا ایزم اقتصادی فلسفه نه بلکه نظامی وسله او وسیله وه  چه د ټولنو د ټولنیز جوړښتونو د ويجاړوولو  د پاره  به یی تری کار اخستلو .

 د دیموکراسی  شیطانی فلسفی یو بل ایزم چه  سکولریزم  یادیږی هم رامخکی کړو . دا ایزم هم  کومه  اقتصادی  بڼه نه لری ، یواځی هغه دولتی سیستم ته ویلی شی چه په هغه کی اسلام  له سیاسته جلا وګڼی که څه هم دوی  ټول دینونه له سیاسته جلا ښودلی دی   ( خو نورو دینونو له اوله د سیاست د پاره څه نه درلودل ).  سکولریزم د دیموکراسی سره لکه  ښځه او میړه دی چه دیموکراسی شځه او سکولریزم یی میړه یعنی دواړه یوه کورنی ده .

سره ددی چه پورتنی ایزمونو د کارونو د ویش او ښه تنظیم د پاره  سره جلا جلا صلاحیتونه او په کارونو کی توپيردرلوده ، خو د کارونو نتیجی یی سره ورته او ډیر ګډ مخرجونه  چه  دوی تری ډیری لاسته راوړنی لری په لاندی ډول دی :

اول ـــ دیموکراسی  د دوی شریک دین دی ـــ ټول دیموکراسی ته   نه یواځی په درنه سترګه بلکه د ژوند ټول ورځنی کارونه د دیموکراسی د سیوری لاندی پر مخ بیا یی   لکه مسلمانان چه یی د اسلام د سیوری لاندی خپلی ټولی چاری پرمخ بیا یی ، په دیموکراسی سوګند یادوی ، دیموکراسی د دوی وجدان ، د دوی ایمان ،  د دوی موخذ ، د دوی اساسی قانون  او د دوی اخرنی محکمه ده  ، د دیموکراسی اصول او ضوابط د دوی  مرګ او ژوند دی .

دوم ــــ اخلاق  ـــــ دا چه  د یموکراسی د اسلام سرچپه کاپی ده ، د ایزمی غړو ښه شخصیت په بدو اخلاقو کی دی د اخلاقو له مخی ټول د یوی کورنی  غړی معلومیږی   په ټولو ایزمونو کی   هر ډول بد اخلاقی ، ظلم ،  استثمار ،ناروا  وینو  تویول، فریب کاریو ، وحشت ، بربنډتوب ، سود …..  او داسی نور نه یواځی جواز لری بلکه د ستاینی او ویاړنی وړ دی  .

دریم ـــ  ټولنیز جوړښتونه په انفرادی جوړښتونو اړول ـــــ د ټولو دجالی ایزمونو هڅه داده چه نکاح  (چه د کورنی د جوړیدو اولنی خخته ده )  له منځه یوسی ، چه بیا تری قومونه  او قبیلی رامنځته  نه شی  ، ددی کار په کولو د خلکو د یووالی او یو موټی کیدلو مخه نیسی . او ددی کار په کولو به  غیرمحدود جنسی غریزی  او مزی هم  تر سره کوی یعنی ټول عمر به یوی ښخی او یا یوه نارینه ته ویښته نه سپینوی . نو په دی ډول به د غیرت او شهامت ډیوی هم مړی شی .

څلورم ـــــ د نشه توکو او حرامو کارول ـــــ دا کار هم که له یوی خوا  د دوی  د خوندونو کچه پورته بیایی ،دبلی خوا  به له نشه توکو  ډیری ګټی تر لاسه کوی او له روږد شوو خلکو به لکه د د برقی  مزو په  شان  په هرڅه کی  کاراخلی . یعنی ټول ایزمونه به  یو دریز لری .

پنځم ــ  فیشن ، مود او سټایل  ـــــ د ټولو ایزمیانو د ویښتانو ، دریشیو ، خوړلو چښلو ، اکټونو ، موتر ، کور ، دفتر ، معاملات او ،،،،، مود او سټایل سره  یو شانته وی   او دا خبره د ټولو خوله کی وی چه مونږ روشنفکران  یا تکنوکراتان  یو ، ځانونه به روشنفکران  او له دوی غیره ټول به وروسته پاتی ، بی کفایته او وحشیان وی.

شپږم ـــــ جهان بینی او طرزتفکر ــــــ سره ددی چه دوی په  خپل منځ کی  ډیر تضادونه لری  خو د مسلمانانو په مقابل کی توافق نظر لری  لکه کل مکی ته چه اسپندیار ولی زمونږ د میوند د قهرمانی او مجاهدی ملالی  ( کوم  چه د انګریزانو مقابل کی جنګیدلی وه )  نوم ورکړو ،  په افغانی انګریزی پاڼو کی  ورته افغانی ټولو ایزمیانو هماغه د  ملالی نوم د سوات ډمی د پاره  ومانه په میدیا  کی یو بل ته پاس او شوت ورکوی  خپلو کی  یو بل  تاییدوی خو مسلمانان رد او توهینوی .

اووم ـــ   اتفاق پرځای نفاق ــــ سره ددی چه ایزمیان  ټولنیز جوړشتونه  ویجاړوی  خو  نفاق اچولو د پاره ټول ایزمیان د قومیت ، ژبی ، رنګ او سمت برتری ګانی او یو پر بل  ویاړنی رامنځته کوی  ، هڅی لری چه خپل قوم مظلوم، حق په جانب  او نور ظالمان او وحشیان وښیی  خو که د مسلمانانو په ضد خبره وی بیا نو هماغه د بیلو قومونو ایزمیان  سره  خوله په خوله  یوه خبره  کوی.

اتم ـــ پوچه وینا ، افواهات ، دروغ او مسخری ، توهین او تهدید ــــــ  په خبرو کی  له دی ټولو او نورو بد اخلاقیو او اکټونو کار اخلی چه مقابل اړخ  ددی ډول وسلو په وسیله ښکته ، ملامته  ، توهین او تهدید کړی .

نهم ـــ قلابی ژور نالستان او سیاست مداران ــــ  دا چه  د نننی نړی ټوله میدیا د دجالی استعمار او  یا د ایزمیانو  په لاس کی ده  نو ټول د جالی ایزمیان   ژورنالستان ، ادیبان او د نړی ستر سیاست مداران دی  ، دوی د مسلمانانو  او اسلام د پرزولو  د پاره نوی توهینوی  ډکشنری لری  ، لکه   مسلمانانو ته   بنیادګرا ، دهشت ګر ، د ډبرو د وخت ، تروریست ، زاړه فکری ، د ښځو او بشری حقوقو غاصبان ،  د ای اس ای جاسوسان ، ږیره ور  ، د جنت ټاپه لرونکی ، وحشیان ، د پرمختګ دشمنان  او داسی نور او نور ، وایی  او نه مسلمانانو ته په خپلو پاڼو کی  ددی  چانس ورکوی چه  مسلمانان د دوی د الرامونو مقابل کی له ځانه دفاع وکړی  او د دوی  زهریات خنثی کړی .

لسم ــــ سیاسی قدرت ـــــ دټولی نړی  سیاسی قدرت د استعمار په واک کی چه  چارو واکی یی همدغه ایزمیان دی  د مسلمانانو په ضد نه یواځی پروپاګند  بلکه د سپټمبر د پیښی په شان مصنوعی ډرامی او غلطی  کړنی جوړوی، په مسلمانانو پوری یی تړی  او بیا یی  په خپلو میدیاوو کی  خپروی .

یوولسم ـــ  د مسلمانانو په ضد د فتوو او افواهاتو خپرول ـــــ  دا کار تر ټولو زیات معمول او اغیزه یی هم تر ډیری کچی زیاته او پراخه  ده ، عام او ناخبره  مسلمانان ورباندی تیروځی ، نوی امریکایی معتدل اسلام  ، کتابونو کی  جهاد ته نوره اړه نه شته ، هغو کی یواځی  د اخلاقو او اخرت  خبری او دا  چه اسلام د سیاست سره سرو کار نه لری لیکلی دی، دی کتابونو کی  سیاست ته فتنه  او او ځینی  پلورل شوی اسلامی عالمان  یی  هم د دی کار د پاره استخدام کړی وی .

د د جالی  ایزمیانو تر منخ نور ډیر ورته والی شته  کتابونه پری لیکل شوی او کتابونه به پری ولیکل شی ،  ټول په دی لیکنه کی ممکن نه دی ، دامی یو څو مثالونه تاسی مسلمانانو ته په ګوته کړل او بس  .        ومن الله التوفیق