ښځه وپيژنئ —زرلښته حفيظ بشريار

زرلښته حفيظ بشريار
ښځه که ميړنۍ وي د خپل قام،اولس، او دخپل کورنۍ افتخار کيداې شي
هوښياره ښځه تل کور،ځان اوخپل ماشومان پاک ساتي
هوښياره ښځه پخپل کور کې انتفاق ساتي
ښځه که په ضد راشي نو دقهره به دخپل کورنۍ دشرم سبب وګرځي او کله کله ځان وژنې ته هم لمن وهي
په ښځه باندې دروغ او تهمت مه تړئ کنه ټول عمر به لتاسي نه کرکه وکړي
که په خپل ښځه دپيسو اعتماد وکړئ ډير ښکلې ژوند به تاسي ته جوړ کړي او پس انداز به هم ولرئ
که د خپل ښځې سره په ورين تندۍ خبرۍ ونکړئ هغه به تل ناروغ ،سرتړلې او ستاسي ټولې ګټلي پسي به د ملا په تعويزونو ولګوي
که د خپل ښځې سره جنګ وکړئ هغه به ټوله ورځ خپل ماشومان وهي
ښه ښځه دکور زينت ده بده ښځه دکورغضب
هوښيارې اومهربانې ښځې تل دکور په ټولوغړو ګرانې وي
ښځه د ژوندښکلا ده که ښه وساتل شي نو ټول کور به ښايسته کړي
ښځو ته د خلکو مخکې مه په قهريږئ ځکه چې ډيره پورې به زوريږي
که يوميړه خپل ښځې سره په مينه خبرۍ و نه کړي دواړه به زر زاړه شي
مينه هغه اعتبار ده چې د ښځې او ميړه تر مينځ دغماز مخه نيسي
که خوشحال ژوند غواړئ د خپل ښځې ضرورتونه پوره کړئ
که يوه ښځه خپل کور،ماشوم ، اوځان پاک ونه ساتي ميړه به يي د کور
نه په صحرا خوشحال وي
هوښيارې ښځې د خپل ميړه ډير خيال ساتي
مينه ناکه ښځه دخپل کورنه جنت جوړوي ژبه وره ښځه دژوندکور فضاپه دوزخ بدلوي
ښځې که غواړي په ميړونو ځان ګران کړي دخواښې اوخسر ښه خدمت وکړي
ښځې او ميړنو ته په کار ده چې ديو بل په خواص ځان پو ه کړي
که غواړئ چې نيکمرغه ژوند ولرئ کله چې ښځه په غو سه وي خاونددهغې خبرو
ته غوږ ونسي او بيا کله چې خاوند په قار وي ښځه د يواځې د هغه خبرو ته غوږ ونيسي سپيناوې هغه وخت وکړئ چې دواړه په ښه موډ کې وي
هوښياره ښځې هره ورځ خپل ميړه کار ته دتګ اودبيرته راتګ په وخت کې
په خوږه مسکا نازوي
قدرمنو خويندواو محترمو وروڼو تل مينه ناک اووسئ دخپل ښځې ،ميړه ، بچيان او دکورخلکو سره مينه وکړئ تاسي به د ژوند خوشحالې شېبی ولرئ
ښځه هغه مينه ده چې د ژوند هر لورې ته رڼا ورکوي
مذهبي ښځه تل سالم اولادونه ټولنۍ ته و ړاندې کوي
ښځه د الفت زانګو پخپل غيږه کې لري
ښځې ډيرې مهربانې وي تل د مينې په ځواب کې مينه بخښي
که څه هم حيا د ښځې د مينې د اظهار مانع کيږي خو بيا هم هره ښځه مينه پټ په زړه کې پالي
حيا داره ښځه حتی خپل ميړه ته هم د مينې اظهار نه شي کولې
په اسلام کې حيا د ايمان يوه برخه ده ځکه مسلمانې ښځې تل زيار باسي چې با حيا اووسي
که د کور ښځه د خپل کور په سمبالښت نه پوهيږي نارينه دی ورته په ډيره مينه رهنمايي وکړي
بی تعلمې ښځې ته د خره ګومان مه کوئ ځکه چې ډيرې بی تعلمې ښځې ټولنۍ ته پاخه کدرونه ورکړي زما مور هم بی تعليمه ښځه ده خو هغه ډيره هوښياره،بيداره، او دښه دسپيلن لرونکې شخصيته ده چې ټولنۍ ته يې ډاکټران او سالم کدونه وړاندې کړيدي
ښځې ته تل احترام وکړئ ځکه چې د نړۍ د انسانانو لمړنۍ ښوونکې ده
که ښځه ازادي ولري تل به د ژوند سالم اړخونو ته پام ساتي
که د خپل ماشومانو راتلونکي روښانه غواړئ د بچيانو مخکې خپلې ښځې ته مه په قاريږئ
که ښځه او ميړه د خپل بچيانو مخکې جنګونه وکړي بچي به يې زدي او دخپل مور او پلار د ژوند نه منفي تصوير به پخپل ماغزو کې وساتي
ښځه ونازوی که ډير غريب ياست کله نا کله يوه دانه ګلاب هم ورته د ډير مينې ښه بيلګه او زړه ته يې د مينې ډاډ ور بخښي
که ميړه خپل ښځه په مينه ونازوي ښځه به د هغی د ژوند هره سخته ،لوږه، بی کوري په صبر ،ورين تندۍ ،اوسړه سينه تيروي ولو کله نا کله که نارينه ډير په قهر هم و ي هغه به هر څه په پوټه خوله زغمي