زرلښته حفيظ بشريارادبي ټوټه—–زرلښت حفيظ بشريار

دطبعيت دښکلابيلګه

ته دنوې ژوندپيغام يې ته ښايست دطبعيت يي ته دژوند دښکلاګانويوبرخه

ته دلوړوغرونو سرکې دغاټول دخندا مينه

ته رنګينه شان کيسه يې

دژوندون دښايست نوريې

ستاښايست ته زه حيران يم ته دخداې د کوره راشی او په زړه کې راته کينې په وړه ژبه لګيا شی وايي تانه کمه نه يم زه دخداې يو لوې قدرت يم کايئنات مې احترام کړي

په ښايست کې تانه بريم راته وايي

هو

اې لمرمخيه!!!

ته ښايست زما دسترګو ته خندا زما د شونډو

ته زما د ژوندون رازيې دحياپه لوپټه کې د نازونو ناوکۍ يي ته مغروره شان جلوه يې ته دځمکې ښاپيرې يې ته شاعره يې فن کاريي ترجمانه د زمانه يې!

کله زه چې درنه ځمه ته فکري شی سودايي شې سرکړی ښکته سترګې پټې ترسبا مې انتظار کړې

زه هم لمر يم

سهارزه دغرونو شانه سرکړم پورته ستا ديدن ته دښايست خوندونه خپل کړم در ته وايمه په مينه ستا ديدن ته يم راغلی راته وايه نوم دی څه ده؟

په کټ کټ خندا کې وايې

زه هم خداې يم پيدا کړې

دطبعيت دښکلا بيلګه

زړه دی راکړه ديدن واخله

زه لمرګل يمه جانانه

زه لمرګل يمه جانانه