( الحاج استاذ بیانزی ) 

بسم الله الرحمن الرحیم

تاریخ :

زما په نظر تاریخ لکه د یو  فلم  د تصویرونود مجموعی په شان  ،  د بشری ژوند  له پیل څخه د انسانانو ټول فعلونه او انتفعالات  او یا د هغو حوادثو معلومات چه د بیلو بیلو زمانو او ځایونو په چاپیریال کی د هغه وخت د انسانانو په ژوند کی رامنځته شوی ،بیانوی  .  د  هر څه په هکله    بیلی څانګی لری ، د  حیواناتو، نباتانو ، جماداتو او ټولو کایناتو  د حقایقو راټول  د تاریخ  یوه برخه ده  د یوه وخت معلومات د بل وخت د معلومات سره مرسته کوی  حتی د نن ورځی  پرمخ تللی  ساینس او تکنالوجی  شتون ناڅاپی نه دی شوی  او نه دا ټول کشفیات او اختراع ګانی د دی پیړیو  انسانانو یواځی تر لاسه کړی  او نه به د راتلونکی وخت  انسانان   راتلونکی  پرمختګونه او اختراع ګانی زمونږ د دی وخت  د انسانانو له مرستی غیره وکړی شی ، دا ټول د تاریخ  بیلی بیلی پاڼی دی چه د نن ورځ انسانان یی د ساینس او تکنالوجی معراج ته پورته کړی ، خو د  پرمختګ اخرنی برخه   لا تراوسه چانه ده تر لاسه کړی   راتلونکی نسلونه به د هغه اوچتی څوکی  پسی لټون او هلی ځلی کوی.

 دا چه ترکومی  کچی به دا واقعات او حوادث سم او یا ناسم لیکل شوی وی  د هر  وخت د استثماری قدرتونو د قدرت کچی او  اوږدوالی ، د هغه وخت تمدن  او خوځښتونو   پوری اړه  لری  ، د مثال په ډول د فرغونیانو دوره له زرو کلونو اوښتی وه ، دهغه وخت د  ځینو مظالمو او حوادثو څرګندونه  چه   د هغو په ګته نه وو  هغوی نه دی لیکلی او نه  یی نورو  ته اچازه  ورکړی  چه د تاریخ یوه   برخه یی کړی  او که بیا هم چا لیکلی وی معلومات به یی نیمګړی او نارسا وی.

  مونږ د تاریح   هره  پاڼه  نه  یی   پوره تایید او  نه  یی پوره  ردولی شو ځکه  دا  د  الهی وحی  نه  بلکه د انسانانو  په لاس د حقایقو راټولونه  ده  او هغه هم د  داسی انسانانو په واسطه  چه د الله ج له خوا یی لکه د پیغمبرانو په شان تصدیق نه دی شوی ، نیمګرتیاوی به خامخا لری.

حتی زمونږ په موجوده عصر کی یهودان هلی ځلی لری  چه  د دوی د مظالمو او استثمارولو  په ضد نه  څوک  کومی لیکنی  او نه  څوک کومی کړنی ولری  (یواځی  هیتلر وو،  ،  خو څه پری ونه شول؟ او څومره یی نوم ورله بدنام او سپک نه  کړو؟ )  ،  میدیا د ځان په ګټه او خپله  ساتی ،  او که بیا هم   څوک څه حقایق لیکی   ساحه یی ډیره محدوده او لا یهودان ورپسی ګرځی چه  هغه  ټول  پاک او له منځه یوسی.

 امریکایانو چه مجاهدینو ته  د روسی د هوای څواک په ضد سټینګری ورکړی وی ،  کله چه روسان ووتل ، مجاهدینو سره ځینی  سټینګری ( چه شمیر یی امریکانانو ته معلوم وو ) پاتی وی .  امریکا هغه د سټینګرو له قیمت هم پورته پیرته رانیولی  زه حیران ووم چه امریکا ولی دومره  حماقت کوی  په دغو ډالرو خو دوه چنده نوری سټینګری جوړولی شوی ،  خو د امریکا د راتلونکو پلانونو د پاره چه وروسته یی په افغانستان کی  درلود ل ( که دا سټینګری پاتی وی) نو د امریکا الوتکی به هم رانسکوری شوی وی ،   د  ا لوتکو او د پیلوټانو او نورو  عملیی له قیمته خو  څو زره کرته  د  سټینګرو د بیا رانیولو  قیمت کم وو  نو ځکه یی مخکی له مخکی ټولی سټینګری راټولی کړی  . خو هغه وخت امریکایانو افغانانو ته دا نه ویل ( چه امریکایان به روسان تعویضوی اود نن دوستان به د صبا دشمنان جوړیږی) .  نو هغه وخت که مجاهدینو د امریکایانو په دوستی کتابونه لیکل نن یی په دشمنی کتابونه لیکی . نن هم چه امریکا یان په قدرت کی دی زمونږ  په ګرانی هیواد کی  خپل مظالم او وحشت له تاریځ لیکونکو ځکه پت  ساتلی شی چه تاریخ لیکونکی د دوی معاش خواره دی حتی د امریکایانو یرغل د افغانانو سره مرسته  او د ملک بیا رغونه  او په نړی کی یی سوله خوښونکی او سوله راوستونکی هیواد معرفی کوی  نو که تاریخ دا خبری راتلونکی نسل ته کوی  نو په دی تاریخ به څوک باور وکړی او دا تاریخ به راتلونکو نسلونو  ته څه معنی او څه  ګټه ولری .

د تاریځ  ټولی  پاڼی  د باور وړ نه  دی نن یوڅه او صبا بل څه لیکی  تر دی چه څینی حقایق د ټول عمر د پاره د راتلونکو نسلونو له سترګو  پټ او یا سرچپه پاتی کیږی، او د تاریځ لیکونکو د بی طرفی  پوری هم اړه لری.  زمونږ د پاره  د شو او بدو تاریخ  لیکونکو تشخیص هم اسانه خبره نه ده لکه همدا اوس کفری نړی  دیر داسی ناسم   شیان  د خلکو د تیروتنی د پاره  خپروی چه  د خلکو سترګو کی خاوری واچوی   خو کله (چه   سی ای ای  لیک وکړی ) ډیر کارونه  او ډيری خبری ۳۶۰  یا ۱۸۰ درجی له حقایقو توپیر لری.

مونږ یواځی  په قران  پوره باور او ایمان لرو ،  ورپسی بیا په منلو شوو احادیثو  او بیا په اسلامی تاریخ   ( هغو کی هم باید محتاط واوسو چه اسراییلیات پکی  ننوتی نه وی (  لکه اوس وخت کی چه د امریکایی اسلام  د خپرولو هڅی روانی دی  ) د اسلام نه غیره  دا نور ټول تاریخونه  سانسور تاریخونه دی    د استثمارګرو د  شخصی ګټو د ساتنو په خاطر د هغو په ګته  منحرف شوی او ډیره  کمه  برخه  او هغه هم  یواځی اخلاقی برخه  یی  که  نیمه سالمه  پاتی  او د  باور وړ وی. حتی یهودیت او عیسویت کی انحراف تر اخری کچی  د استثمارګرو په ګته  شوی دی .

اقتصاد :  زیر بنا  او روبنا.

زمونږ  ځینی اسلامی علماوو هم ( د لوییدیز د ایزمی علماوو په اشاره) ،  د حوادثو او وقایعو د راتګ  او واقع کیدو (اصلی علت)  یا  (  زیربنا )    اقتصاد  ګڼلی  ، په ظاهره  تر یو حده سم معلومیږی  خو دا د نړیوال استثمارګرو  ناسمه فرضیه ده  ( لکه د  داروین   دا  غلطه فرضیه   چه انسانان د شادو له نسله ګڼی )  .  اسلام ( توحید)   زیر بنا او (  اقتصاد ) روبنا  ګڼی . په  (  دیموکراسی ) کی  د  تاریخ  د  خوځښت  علت او ممد  اقتصاد  په ګوتو کوی خو په (  اسلام ) کی  تاریخی خوځښت د تو حید په اساس رامنځته کیږی  د ټولو پیغمبرارانو  خپلو امتونو ته   د توحید  تاکید  او توصیه  د همدی  تاریخی خوځښت  په  مفهوم  سره  وه .

  اسلام ،  د دیموکراسی  سره  په  ټولو اړخونو کی  په ځانګړی ډول  اقتصاد په هکله  یو د بل په  مخالف قطب  کی قرار لری

 نه یواځی  اسلام  بلکه  په  ټولو   الهی دینونو کی اقتصاد ( رو بنا )  او  توحید ( زیربنا)  دی هر پیغمبر خپل امت ته د الله چ د توحید په هکله توصه  او تاکید کړی  د توحید  په واسطه  د  انسانانو ترمنځ (  سوله او هوساینه )  رامنځته کیږی ، د توحید  اصل که  د الله ج  وحدانیت په ګوتو کوی   په دی وسیله د انسانانو تر منځ وحدت او یووالی  تضمین کوی  ، او د انسانانو تر منځ سوله قایموی  سوله له هر څه  د مخه  دانسانانو  اولنی اړتیا ده  ، سوله د عدالت او یو شان کیدو په واسطه پلی کیږی  او  دا کار هله تر سره  کیږی  چه انسانان  د انسانانو بندګان نه وی  ، بلکه  ټول د یوه الله ج بندګان او خپلو کی یو د پل  سره  ورونه وی . تر څو په دی وسیله  د  ژوند  په  ټولو چارو کی ( بی له  دی  چه  له  یو  بل وویریږی ، او یا  یو بل استثمار کړی ) یو بل په غیږو کی ونیسی  ، په امن او خوشالیو کی ژوند وکړی او له ټولنیز ژوند  خوند  واخلی .

له سولی وروسته ،  .بله مرحله چه هغه ښه هوساینه او مادی نیک مرغی  (اقتصاد)  په خپله رامنځته کیږی  . که مونږ یوه ودانی په نظر کی ونیسو  د هغه ودانی تهداب  چه ډیر مهم او اولنی بنسټ  دی هغه تهداب یا بنسټ  ته ( زیر بنا یا توحید ) ویل کیږی  او د ودانی نورو  ټولو  دیوالونو  ته روبنا  ( اقتصاد ) ویل کیږی،   د نړی استثمارګر یا نړیوال استعمار  اقتصاد  ته  زیربنا  ویل  د خپل استثمار د خاطره وایی.

 زمونږ په ګران هیواد کی د اوسنی جنګونو زیربنا  اقتصاد  نه دی   دلته جنګونه له دی امله نه  وو  چه روسان وږی وو  او مونږ ډیر څه لرل څکه یی په مونږ یرغل وکړو او نه  امریکایان د لوږی له  امله  په مونږ جنګی یرغل کړی دی ،  د   دواړو استثمارګرو  ملکونو  زمونږ د غلامولو او د خپلی خدایی د پلی کولو د پاره  چه  باید د دوی کمونستی  او  دیموکراسی دینونه او یا فلسفی ومنو چه د  دوی  خدای  پکی تمثیل شوی  وی، حمله  وکړه  چه په  دواړو یرغلونوکی هدف او زیربنا  دا  چه  د  روساانو او امریکایانو  خدایی  ومنل شی  او د الله ج له بندګی  مخ واړوو ، دا جنګونه پیل شوی دی  ، روسانو دومره اقتصادی ضربه ولیدله چه څو پیړی به د هغه ضربی بیه خلاصوی او امریکا هم د دومره اقتصادی رکود سره مخ  شوه  چه  څو سوه کلونه به  د  دی جنګ قیمت خلاصوی که دوی هغه په خپل ملک ابادولو مصرف کړی وی  نو د زمکی ټولو خلکو ته به یی کور کالی ډودی رسولی  وی  په داسی حال کی چه د خپل ملک خلک یی په سلو کی ۱۵  کسان بیکاره  ، بی کوره او بی اوره  په سرکونو کی بی  په  لوږه  شپی صبا کوی  ، لیارو کی یی لوحی  لاس کی وایی  (مونږ ټوله ورخ صرف د یوی مړی ډوډی  دپاره  تاسو ته کار کوو)  نو که دا اقتصادی  جنګ وی  نو هلته به اقتصاد د داسی بدمرغیو سره مخ وی ؟  دولتی مامورین  نیمه هفته کار او نیمه هفته بیکاره ، شل یا دیرش په سلو کی  ښوونکی او پولیسو یی له دندو لیری کړل  ، هره میاشت په هره کوڅه کی دوه او دری  بزنسونه بندیږی  خکلو کارونه او کورونه له لاسه ورکړی  او کورنی  بنسټونه ویچاړ شوی زوی له پلاره او مور له لوره چلا شوی یا جلا کیدو کی دی  ، دا ټول د اقتصادی رکود  له مخی نو دی چنګ خو دوی تباه کړل  ،  له بلی خوا د چین او چاپان اقتصاد چه د یوه ملک سره یی جنګ هم نه دی کړی تر ډيرو هیوادونو ښه والی لری  .

دی نتیجی ته رسیږو چه جنګونه  اقتصادی بڼه  نه  لری  بلکه  دمتضادو نظامونو او یو د بل د غلامولو او یو پر بل باندی د خدایی منلو جنګونه  دی  .               په افغانستان کی هم د نظامونو ( د اسلام او کمونستی  او  د اسلام او دیموکراسی )  جنګونه  وو او دی .   یو اړخ کی خلک د الهی  ( حاکمیت  او مالکیت ) د غاصبینو  مقابل کی د دفاع او بل اړخ  د  د یموکراسی  ( د انسان خدایی ) د استثمارګرو   صف  دی  یعنی یو اړخ کی مجاهدین د الله ج  د  توحید  ( حاکمیت   او مالکیت ) د پیاده کولو د پاره   او بله خوا   نړیوال استثمارګر د انسان خدایی  په صف کی  ، د الله ح د   (حاکمیت او مالکیت ) د غصبولو او خپلولو د پاره   اراده  لری چه د نړی مالکیت او حاکمیت  د استثمارګرو په  لاس کی  وی . استثمارګر د خلکو د تیروتلو  په خاطر د تولو حوادثو او پدیدو واقع کیدل  اقتصادی ګڼی څکه استثمار په اقتصادی بنیاد سره کیږی  نو د  تاریخی خوادثو اصلی عامل او زیربنا اقتصاد  بولی   په داسی حال کی  چه عملا  بیا دوی خپل  اقتصاد د دوی د خدای جوړولو د پاره  په اور اچولی  دی ( تر څو  اصلی خدایی په انسانی خدایی بدله کړی)  او انسان د حرامو او حلالو او نورو اساسی  قوانینو ټاکونکی  شی او  د زمکی ټول شیان ( د انسانانو په شمول ) د دغه استثمارګر ( خدای )په بندګی او مالکیت کی داخل شی  چه هماغه د  (حاکمیت او مالکیت )  اصل دوی غصب  او له هغی وروسته  د(  انسانی توحید) نوی فصل  پرانیزی چه په ( اصلی خدای ) باندی د ( کودتا ) معنی لری .

نو له دغه وروسته به همدغه استثمارګر  چه ځان یی د خدای ( ناممکنه مقام )  ته رسولی وی  نو بیا به  دغه انسانی خدای په خپله اقرار او اعتراف وکړی چه  (توحید  زیربنا او اقتصاد  روبنا دی ) هغه وخت کی به دی ( نعوذوباالله ) خدای وی توحید به هم دده د پاره کارول کیږی  ، نو  توحید  ته  به   بیا هغه وخت  زیربنا ووایی  ځکه چه  ( د توحید زیربنا کیدل  به  د ده په ګټه  وی  ) ا ، نو هغه وخت به  دی  په  زوره  په  نړیوالو  دا خبره  منی چه  توحید  زیر بنا  ده  لکه  اوس چه یی  په  زوره  اقتصاد په  نړیوالو زیربنا  منلی  دی  .     ومن الله التوفیق