733903_560409110660540_497022361_n

 ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه

لکه څرنګه چې د رسنيو له لارې په دې وروستيو کې د افغانستان د طبيعي زېرمو په اړه د کانونو په وزارت کې د پراخ فساد او تالان په اړه رپوټونه خپاره شوي دي؛ ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه د فساد او لوټمارۍ دغه مسله جدي او د ملي شتمنيو له خونديتوب څخه دفاع خپله ملي وجيبه ګڼي.

په همدې اساس، ځوانو ملي خوځښتونو او مدني بنسټونو پرېکړه کړې، چې ددې مهمې ملي مسلې پر وړاندې د خپل مشروع غږ اوچتولو لپاره د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې دا موضوع د ولس، سياسي ګوندونو، مدني ټولنو، حکومت او د ملي شورا غوږونو ته ورسوو، ترڅو د افغانستان طبيعي زېرمې چې د هېواد د اقتصادي بقا يوازېنۍ هيله ده، خوندي او په فساد کې ښکېل چارواکي عدلي او قضايي ارګانونو ته وپېژندل شي.

په درنښت

… ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه

د مطبوعاتي کنفرانس ځاى: اطلاعات او فرهنګ وزارت ته څېرمه، سپين زر هوټل، کابل ښار.

وخت: جمعه، ١٣٩٢ کال، د وري ١٦ مه، ماسپښين ٢ بجې.

اړيکې: 0700607715-0700643648