733903_560409110660540_497022361_n
د ځوانانو ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه د هېواد د معدنونو د چور او تالان په اړه خپاره شوي وروستي رپوټونه او د کانونو په وزات کې د پراخ فساد په اړه شوې ادعاوې جدي ګڼي. له خپرو شوو رپوټونو داسې ښکاري چې افغانستان خپله دغه لویه شتمني هم له لاسه ورکوي. له همدې کبله موږ لاندې غوښتنې کوو او له اړوندو ادارو یې د جدي عملي کیدو غوښتنه کوو:
۱- د افغانستان د معدنونو په اړه باید نوي کیدونکي تړونونه وځنډول شي.
۲- ټول شوي تړونونه باید د عدلي او قضایي ارګانونو، مدني ټولنې او ملي شورا د ګډ پلاوي له خوا وڅیړل شي.
۳- ولسي جرګه دې نه یوازې د کانونو له وزیر څخه د باور رایه واخلي، بلکې د شوو ادعاو له مخې دې هغه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژندل شي.
۴- دولت دې د کانونو په اړه یو غوره قانون جوړ کړي او په کانونو وزارت کې باید په کارپوه او پاک کسان به دنده وګومارل شي او له هغې وروسته دې د معدنونو په اړه تړونونه وشي.
۵- که ږموږ غوښتنې ونه منل شي او د افغانستان د معدونونو د چور او تالان مخنیوی ونه شي، نو موږ به د خپلې دغې ملي شتمنۍ د ژغورنې لپاره نور ګامونه هم واخلو.

د ځوانانو ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه