بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission  für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان

Die Kommission für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

c/o. Dr. Abdul Wahed Ahadzada, Falterweg 1, 44799 Bochum

Email:      shagnan1@yahoo.de

دافغانستان له پاره دسولی او آزادۍ دکميسون اعلاميه

دايساف دهوايي قواوو دوحشت څخه ډک بريد دغندني له کبله  چی د ۱۱ پاکو ماشومانو د شهادت سبب وګرځيدي ! دمعتبرو غربي رسنيو دخبرله مخي تيره ورځ دکونړو ولايت دشيګال دسيمي په يوه کلي کي دآيساف دهوايي قواوودبريد له ا مله د يوولسو ماشومانو تر څنګ  چی عمر يي د دوه نيمو مياشتو څخه بيا تر اتو کلونو پوري وو، څو ميرمني هم په شهادت رسولي او ډير شمير زخميان  يي پر ځاي پري ايښي دي ۰

دافغانستان له پاره دصلح او آزادي کميسون دغسي بي مسؤليته دوحشت څخه ډک عملونه په کلکه باندي غندي او دا دناټو دقواوو معلوم او ښکاره جنايت بولي ۰

دافغانستان له پاره دصلح او آزادي کميسون دټولو نړيوالو با صلاحيته مدني او حقوقي ټولنو څخه غوښتنه کوي چی ددې وحشت څخه ډک عمل دمحکومولو تر څنګ ددې او ورته جنايت عمل کوونکي بايد نړيوالي محکمي ته وروپيژندل سي ۰ ددغسي جنګي جنايتونو تکرارول په ګوته کوي چی دايساف قواوي بيله له انسان وژني څخه بل څه نه دي ۰دافغانستان داشغال هغه افغاني او غير افغاني توجيه کوونکي ، ددې جملي څخه اوسني حکومت هم دهغي پيښي په اړوند  چی د فراه په ولايت کښي دوسله وال مقاومت دغړو دمحکمي پروخت  رامنځ ته سو،  ددغسي جرمونو شريک بلل کيږي ۰ په درناوي

دافغانستان له پاره دسولی او آزادي دکميسون وياند

ديپلوم انجنير محمد عظيم آبرو مند

داپريل ۸ نيټه ۲۰۱۳ م

دوري ۱۹ نيټه ۱۳۹۲ هجري شمسي ۰

Door Guest