ای زما د سرکښه کږو وږو نهرونو او یاغی لوړ څوکو غرونو او هیبتناکو درو نه جوړ شویه کونړه!

دریغا! دریغا!

بیا د سخت زړی وخشی او بشریت دوښمنه غلیم د سکروټو په باران کې ستي شوی بیا دی د تنکیو او د پسرلنی د ریدي ګلونو نه ښایسته او تنکی ماشومان د خپلو خټینو کورونو په انګړ کې په وینو ولمبیدل.

ای سپین غره ! ای خیبره ! ای د ننګونو، رزمونو او غورځنګونو لویه ننګرهاره!

بیا چا د پسرلنی د نارنج ګل او ریدی ګل په ښیرازه موسم کې د ویر او ماتم په ټغر کینولی او زموږ د ویرجنو میندو له ټپی ټپی زړونو کوکارو او زګیرویو په ټوله سیمه لړزه او زلزله راوسته.

ای کونړه ! ای زما د باتورو او میړنیو نیکونو او غیرتی باباګانو کوره!

په تا کی لوی سکندر هم سخت ګوزار او ټپ خوړلی او د خپل استاذ بطلیموس په مرګ غمیدلی دی. ستا مبارز، جسور، نومیالی نامتو نړیوال فیلسوف او ستر افغان سید جمال الدین افغان ستا په غیرتی لمنه کی زو شوی چی د استعمار ټوله نړی یی لړزولی او د طاغوتی استکبار په ککریو یی تل مرګونی ګوزارونه کړی دی.

ای زموږ د ننګونو او غیرتونو کوره !

لا د تور مخی او خیرن مخی دوښمن د توغندیو باران سوړ شوی نه دی چی د یو بل وحشی او مستکبر دوښمن په بمونو دی ټوله سیمه په وینو خړوب شوه.

دا د وحشت دا د بربریت ابلیسان او شیطانان دی مړه او مرده باد وی. مرګ مرګ بیا هم مرګ پر دغو کرغیړنو او ناولو دوښمنانو.

دغه رذیلانه او وحشیانه عمل په سختو ټکو غندو او د ټولو نړیوالو حقوقی مراجعو څخه کلکه غوښتنه کوو چی دی دغه خونړی غمیزی عاملین اشد مجازات کړی.

په دغه ستر او زړه بوږنوونکی ماتم کې ځان شریک بولو او ټولو غمیدلو کورنیو او غمځپلو ولسونو ته د زړه ډاډینه غواړو.

بسم الله اکبري په هالینډ کې د غرغښت ټولنې مشر

Door Guest