د څېړندوی محمد نبي صلاحي رپوټ

 zar1

 

د افغانستان قلم ټولنې، په افغانستان کې، د بلوڅي ژبې، د لومړنۍ شعري ټولګې (شعري پیګام) مخ کتنه، د روان(۱۳۹۲هـ . ل. کال) د وري میاشتې په ۲۶ نېټه، ددغې ادبي ټولنې د ودانۍ په انګړ کې  تر سره کړه. په هغو مراسمو کې، چې له دې امله، د نوموړې ودانۍ په چمن کې نیول شوي ؤ، د غونډې په سر کې، محمد اسمعیل نورستاني، د قرآن کریم یو څو مبارک آیتونه تلاوت کړل، بیا ما ( صلاحي) ددغې  ادبي غونډې د جوړېدو او پېژندنې منظور بیان کړ. ورپسې د افغانستان علومو اکاډمي د دایرة المعارف ریاست علمي غړي څېړنوال فاروق مهرزاد، ددغه کتاب مخ، درنو لوستونکو ته ور ښکاره کړ او د نوموړې ادبي غونډې پرانستونکې وینا یې وکړه. ددغه شعري اثر خاوند ښاغلي عبدالقدیر انوري زرنجي ته یې مبارکي وویله، ددغه شعري اثر ارزښتونه یې بیان کړل او له دغې شعري مجموعې نه یې، یو وطنیه بلوڅي شعر هم ولوست. ور پسې عبدالستار پردلي وینا وکړه، له هغه وروسته، محمد نوازحقیقت سانین او څېړنیار فرید الله نوري خبرې کړي. دوی ټولو، د افغانستا قلم ټولنې دغه ویاړمن ګام وستایه او د بلوڅې ژبې  ددغه نوي ګل تعریف او صفت یې وکړ.

د افغانستان قلم ټولنې، د کتابونو د چاپ په لړ کې، دا ځل  پریکړه وکړه چې، په بلوڅي ژبه، د ښاغلي عبدالقدیر( زرنجي) د  بلوڅي شعرونو کتاب چاپ کړي. دغه ادبي ټولنه، یوه دا ښیګڼه هم لري چې، د پښتو او دري ادبیاتو په څنګ کې، د ګران هېواد سیمه ییزو ژبو ته، ځانګړی پام کوي او ددغو وړو ژبو د شعر او ادب پرمختګ، خپله تاریخي دنده او مکلفیت بولي.

پښتانه او بلوڅان دوه هغه تاریخي قومونه دي چې، دښمن یې، په یوه ګولۍ(مرمۍ) ولې او ځمکه یو ډول خوله ور ته خلاصوي. دغو دواړو قومونو،خپل غږ، د ملګرو ملتو او نړیوالې ټولنې غوږونو ته رسولی دی او د تاریخ په اوږدو کې یې، خپل تاریخي یووالی ساتلی او دښمن ته یې ددې اجازه نه ده ورکړې چې، یو د بل پر خلاف یې، استعمال کړي. دغه ټکی (مطلب) ددې مجموعې د شاعر، د شعر په لاندینۍ ټوټه کې، څومره ښه انعکاس موندلی دی:

د بلوڅـو په دستور کې یومـتل دی         څوک چې حق د پاره مري هغه اتل دی

د پردو لاس لاندې ژوند بې عزتې ده      په عزت کې مرګ خواږه لکه عسل دی

پښتون روح او بلوڅان لکه بدن وي          روح د تن نه بېـلول کـار د اجـل دی

پښـتانه او بلوڅـان څنګه بېلـېږي             دوی خو وزن او قافیې د یو غزل دی

ښاغلی زرنجي صاحب، نه یوازې د بلوڅې ژبې پیاوړی شاعر دی، بلکې په پښتو او دري ژبو باندې هم، ښکلي وطنیه او هېوادني شعرونه لري. نوموړی د ( سار و تار )مجلې مسوول مدیر هم دی. دغه مجله، په درېو ژبو بلوڅې، پښتو او دري باندې خپرېږي.

ددې اثر په پیل کې، زموږ دا خیال و چې، دغه ټول بلوڅي شعرونه، په پښتو او دري ژبو  باندې ترجمه کړو او په یوه اثر کې یې، ددرنو لوستونکو خدمت ته وړاندې کړو، مګر دوخت د کموالي په سبب مو، دا ښه وبلله چې، سملاسي د سوچه بلوڅي شعرونو یوه ټولګه خپره کړو، څو زموږ د بلوڅو وروڼو او هغو پوهانو، شاعرانو او لیکوالو لاسونو ته ورسېږي چې، په بلوڅې ژبه پوهېږي او مینه ور سره لري. د ګران هېواد په نورو ژبو ددغه اثر د ژباړې کار مو،  د هېواد راتلونکو ځوانانو ته پرېښود. که وخت و، دا کار به هم وشي.

 په پای کې، د افغانستان د ټولو لیکوالو او شاعرانو په استازیتوب، ددغه ښکلي شعري اثر د چاپ له امله، قدرمن زرنجي صاحب او د ګران افغانستان ټولو خلکوته، ډېره ډېره مبارکي او د زړه له کومې پيرزوینې وړاندې کوم.

په قلم دې برکت شه