ليکوال : ګل رحمن رحماني
ګل رحمن رحماني

 دهر چا په ژوند کې يو داسې کتاب شته ، چې دلومړي ځل له پاره يې دهغې پاڼې اړولي وي او بيايي دعمر تر پايه د ذهن په پردو کې ديوه امانت او يوې ښکلې خاطرې په څېر نغښتى وي . د امريکايي نامتو ليکوال مارک ټواين په لاس ليکل شوى دنړيوال شهرت لرونکى ناول ” ټايم ساير ” زما په ژوند کې له همداسې کتابونو څخه يو دى .

ښه مې په ياد دي ، دلسو يوولسو کلونو ماشوم وم ، په کلي کې دنورو کورونو په نسبت زموږ په کور کې دکتابونو او ځينو جهادي مجلو پرېماني وه ، مشر ورور مې له کتابونو او اخبارونو سره مينه درلوده او له برکته به يې موږ هم تر لاسه کول او دښوونځي دکتابونو تر څنګ به مو يې يوه نيمه پاڼه اړوله ، خو تر ټولو مهم اثر چې هغه مهال مې په لومړي ځل له سره تر پايه لوستى همدغه دټايم ساير پڼد ناول دى .

نسبتا دټيټې کچې پر کاغذ او پنډو کرښو په دولتي مطبعه کې خپورشوى و . زوړ و او پر لومړۍ پښتۍ يې د څو شوخو ماشومانو تصويرونه کښل شوي وو .

دناول ډېرې پېښې په ماشومانو پورې اړوندې دي ، نصحتي بڼه لري ، خو له ماشومانه شيطانيت او شوخيو ډکې دي ، هره صحنه او هر کرکټر مې يې اوس هم په ذهن کې همغسې انځور دى ، پالۍ ترور ګورم ، چې په ټام پسې يې دکلي په کوڅو کې لښته اخيستې وي ، پېکۍ ونيم ، چې دسمڅې په تيارو کې له ټام سره يو ځاى مخ پر وړاندې روانه ده ، هک فين ددې په انتظار وي چې ټايم ګير او دخپلو شوخيو سزا ورکړي ، مپ پورډ چېرته سرګردانه ولاړ وي او دسمندري بېړيو دلوټلو له پاره نوې طرحې جوړوي او بالاخره همداسې هره صحنه مې په ذهن کې نقش ده ، علت يې دادى ، چې کتاب هرې څو پاڼې وروسته همداسې کښل شوي تصويرونه ( پوتريتونه ) له ځان سره لرل ، چې زما ماشومانه ذهن به پرې کټ مټ داصلي يقين کاوه او نږدې هره مياشت به مې يو ځل لوست ، دکور ټول غړي او دکوڅې ماشومان پرې روږدې وو ، دټام او پېکۍ کيسې وار په وار خورې شوې ، دژمې په شپو کې به شفاهي ډول کېدې ، که به کلي او کور کې کومه ماشومه نجلۍ او هلک سره ډېر خواږه شول ،نو ټام او پېکۍ به بلل کېدل ، چې پوره نومونه يې ټايم ساير او پېکۍ تاچر وو .

نن له کلونو وروسته ناول پاڼې اړوم ، زه فکر کوم ، چې دداستان ليکلو مينه او يو څه وړتيا راکې يوازې همدې ناول پاللې . دغه په زړه پورې ناول د لومړي ځل له پاره په ١٣٤٣ لمريز کال کې دپښتو ټولنې له خوا خپور شوى ، ليکوال يې دجنوبي امريکا مخکښ طنز او دسمندري يونليکونو ليکوال ساموئيل کليمنس ” Samuel Clemens” دى ، چې مارک ټواين يې مستعار نوم دى.

دکتاب دژباړې چارې ارواښاد سرڅېړونکي دوکتور دولت محمد لودين تر سره کړي دي، چې ژبه يې خورا سليسه روانه او د ناول له ژبې سره جوړه ده .اروښاد دوکتور دولت محمدلودين دهېواد يو ستر ژبپوه ، مورخ او څېړونکى و ، په پښتو دري ، روسي او انګليسي ژبو پوهېده ، چې په څلورو واړو ژبو کې يې علمي مقالې ليکلې او دغه ژباړه يې هم له شهرت څخه برخمنه ده .

لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل ، دغه ناول دلومړي ځل له پاره په ١٣٤٣ لمريزکال کې پښتو ټولنې خپور کړى ، چې دهغه مهال دپښتو ټولنې د مشر پوهاند صديق الله رښتين يوه مقدمه هم له ځان سره لري ، کتاب دزيات شهرت او خوږلت له مخې هغه مهال ناياب شو ،چې همدې ټکي ته په پام سره په ١٣٨٥ لمريز کال کې يو ځل بيا دميوند خپرندويې ټولنې له خوا خپور شو ، چې د دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دعلمي مرکزدمشر سرمحقق عبدالواجد واجد تقريظ هم ورسره دى . ښاغلى عبدالواجد واجد دخپل تقريظ په يوه برخه کې ليکلي : ” پښتو ژبې ته لومړى ژباړل شوى ناول توبه النصوح نومېږي ، چې ليکوال يې ديپټي نظراحمد دى او ميا محمد يوسف کاکاخېل دشلمې مېلادي پېړۍ په پيل کې له اردو نه ژباړلى ، چې په دې توګه پښتو ته د ناول راتلو سره سم په معياري ژبه کې هم ځاى ورکړل شو او دژبې دفني ښېګڼو او ښکلاوو څخه برخمن شو . “

دټايم ساير منځپانګې په اړه به خبرې خپله دټايم ساير له کلمې نه پيل کړو ، چې نومونه يې هم خپله يو څه په ليکوال پورې اړونده ده ، خو اړينه ده ، چې تر هغوې وړاندې خپله ليکوال يو څه وپېژنو :

دمارک ټواين له مجبوريتونو ډک ژوند

ددې اثر ليکوال مارک ټواين ، چې ياد نوم يې مستعار دى په ١٨٣٥ زېږديز کال کې په جنوبي امريکا کې زېږېدلى ، دى دنولسمې پېړۍ نامتو خطيب ، طنز ليکوال ، فيلسوف او ليکوال و ، دمسيسيپي سيند په نوماندو ټاپوګانو کې رالوى شو ، ده په خپلو هغو داستانونو چې دتنکيوځوانانو او ځوانانو دسرګذشت په اړه يې وليکل ، نړيوال شهرت ترلاسه کړ ، که څه هم پلار يې قانون پوه ، خو ده ډېر په بې وزلۍ او خوارۍ کې ژوند وکړ . دى دوولس کلن و ، چې پلار يې مړشو ، ښوونځى يې پرېښود ، درنګمالۍ په يوه دوکان کې شاګرد شو، ورور يې يواخبار خپرولو ، وروسته يې له هغه سره مرسته پيل کړه ، طنزي ډوله يونليکونه به يې ورته ليکل ، خو دغه کار هم چندان ګټه ورته ونه کړه . پوره پنځه کاله يې دمسيسيپي سيند په اوږدو کې په چلېدونکې بخاري کښتۍ کې سخت کار وکړ ، دا هغه ځاى دى چې تور پوستي امريکايان تر اوسه په کې دمريانو په څېر ژوند لري ، دهمدې پنځو کلونو په جريان کې هغه ځان ته دمارک ټواين نوم غوره کړ ، چې دده له مسلک سره ښه جوړ و .

مارک ټواين کلمه هغه اصطلاح ده ، چې په کښتيو کې کارېږي او مانا يې ده دوه عمقه ژور ، په بل عبارت مانا يې داده ، چې اوبه دکښتۍ چلولو له پاره په کافي اندازه ژوري دي او لامبو په کې وهلى شي .

مارک ټواين ، چې کله دېرش کلن شو ، دکاليفورنيا ديوې لويې ورځپاڼې له پاره يې په نړيوال سمندري مسافرت لاس پورې کړ.کوم يونليکونه ، چې ده دهمدې سفر په اوږدو کې ورځپاڼې ته وليکل ، نړيوال شهرت يې تر لاسه کړ ، خلکو يې تود هر کلى وکړ ، چې دغه کار دټام اراده نوره هم پخه کړه او دې ته يې وهڅاوه ، چې خپلو طنزي ليکنو ته دژوند تر پايه ديوه مهم کار په توګه دوام ورکړي .

هغه ځوانانو ته په خپلو دوو ليکلو ناولونو نړيوال شهرت تر لاسه کړ، چې يو يې همدا ټام ساير او بل يې هکل بري فين (Huckleberry Finn ) نومېږي ، خو ټايم ساير يې د ډېرو ښکلو کتابونو له جملې نه شمېرل کېږي ، په ګڼو ژبو ژباړل شوى او دنړۍ په زياتو برخو کې يې دخلکو پام ور اړولى دى .

ټواين ددې ترڅنګ دخپلو زړه سوانده ويناوو له امله نړيوال شهرت لري ، چې دخنداګانو او طنزونو څخه ډکې دي . ده په ١٩٠٣ زېږديزکال خپله مېرمن له لاسه ورکړه ، دخپل يوازېتوب او خپګان په اړه يې دردونکې ليکنې وکړې او بالاخره په همدې غم کې اوه کاله وروسته ومړ .

په ټايم ساير کې پټې ښکلاوې

ټايم ساير خپله دناول ديوه اتل نوم دى ، ټايم ساير شوخ او شيطان ماشوم دى ، چې دخپلې ترور پالۍ په کور کې را لوېږي ، ذکي دى او ټنبلي هم کوي ، دى په ماشومتوب کې له يوې ماشومې پېکۍ تاچر سره ماشومانه مينه لري او دغه مينه دژوند په اوږدو ، کوڅه ، ښوونځي ، کليسا او هرځل ليدو کتو کې پالل کېږي .

د ټام ساير ناول ژباړه پوره ٣٦ برخې لري ، چې هره برخه يې دماشومانو له پاره ځانګړې لارښوونې او ښېګڼې لري ، لکه دښوونځي تعقيبول ، دمشرانو درناوى ، دخپل مذهبي کتاب دګټلو او ساتنې له پاره ددوى ترمنځ سالم رقابت ، دکار او زيار سره دماشومانو عادت کول ، مذهبي لارښوونې ، مينه او محبت ، دغلا ، دروغو ،شراب څښلو او لويانو ته دازار رسولو ټولنيز زيانونه او ورته نورې ټولې هغه لارښوونې دي ، چې دماشومانو دراتلونکې له پاره ډېرې اغېزمنې دي .

دټايم ساير هره برخه ښکلي عنوانونه لري ، ياني دهر څپرکي نوم يې په زړه پورې او ښکلى دى ،چې ځينې يې دماشومانو له پاره زړه راښکوونکي دي ، لکه : دمچ او سپي شخړه ، دهلکانو دمرګ اوازه ، پيشو ته دارو ورکول ، دښوونځي ناوخته کېدل ، دښوونځي وروستۍ ورځ ، په ټاپوکې ، يوه دوېرې ډکه شپه ، هلک دغلو سره ملګرى کېږي ، ټام او پېکۍ په سمڅ کې او داسې نور …

دهرڅپرکي پيل په زړه راښکوونکو او ښکلو کلمو سره پيل شوى ، چې لوستونکى له ځان سره اخلي او همداسې يو تصوير په ذهن کې جوړوي ، چې دغه چاره خپله په ټايم ساير کې دمارک ټواين دمنظره کشۍ هنر څرګندوي ، دبېلګې په ډول لومړۍ څپرکۍ په څومره ښه انداز پيلېږي :

ټامه !

ځواب نه ورکول کېږي

دا هلک چېرته تللى ؟ تاته وايم وه ټامه !

غږونو ته دهېڅ خوانه ځواب نه ورکاوه کېده

زړې بوډۍ خپلې عينکې ښکته کش کړې او دعينکو دپاسه يې کوټه کې وکتل ، بيايې عينکې پورته جګې کړې او دعينکو لاندې يې يو خوا بل خوا وکتل . دې به ډېر کم په عينکو کې کتل ، ځکه دا د ډول له پاره وې ، بيايې شا و خوا لږ وکتل او ويې ويل : که په لاس مې راغلې نو زه به …

بيايې امسا واخيسته او بستره يې پسې چوخ کړه ، خو له يوې زړې پيشو پرته يې بېل هېڅ هم ونه موندل . زړې بوډۍ وويل : “ما دټام غوندې هلک هېڅ ليدلى نه دى .”

بيا دباغ وره ته لاړه ، په وره کې ودرېده ، په باغ کې يې پسې سترګې يو خوا بل خوا وګرځولې ،نو دځان سره يې وويل ” ټام نه شته ” بيايې سرهسک کړاو چيغه يې کړه ” وه ټامه ! “

په دې وخت کې يې دشا له خوا غوږونو ته ورو اواز ورسېد .ژر ژر ور وګرځېده ، چې دغه هلک له لمنې نه کلک ونيسي ” ما بايد پخلنځي کې لټولاى واى ، ! تا هلته څه کول “

هلک وويل : ” ماهېڅ هم نه کول . “

زړې بوډۍ وويل : ” څه دې نه کول ! لاسونونو ته دې وګوره ، خولې ته دې وګوره . دا نو څه شى دي ؟ “

” پالۍ ترور زه نه پوهېږم . “

” ښه زه پوهېږم دا مربا ده ، څو وارې مې درته ويلي ، که مربا پرې نږدې پوټکى به دې وباسم .

بيايې په چيغه وويل : ” ته هغه په ميز پروت لرګى راکړه. ” ټام پالۍ ترور ته لرګى ورکړ ، لرګى پاس په هوا کې و ، چې ټام ورباندې ووهل شي ، خو ټام چيغه کړه

” او هو ! پالۍ ترور شاته دې وګوره ! ” خو چې پالۍ ترور بېرته مخ ور واړوه ، هلک په يوه ترپ له وره وتلى و ، دلرګو په کټاره وخوت او دسترګو په رپ کې ورک پناه شو .

پالۍ ترور ها خوا دېخوا اريان اريان وکتل بيا له ځان سره موسکۍ شوه ” په تندر شې هلکه ، زه ستا له چلونو هېڅ خبره نه وم . “

دلته ټوله صحنه ډېره عجيبه او زړه راښکوونکى ده ، هېڅوک هم له دې انکار نه شي کولاى ، چې په ماشومتوب کې يې دى دخپلې مور ، نيا ، ترور او نورو مشرانو پر وړاندې دا ډول چل نه وي کړى او يا دې په کوم شيطانت دچا دغوسې سبب نه وي ګرځېدلي .

همدا ډول د څلورم څپرکي په پيل کې لولو :

” ديکشنبې ورځ يوه بله ښايسته ورځ وه ، لمر په ډېره ښکلا خپلې زرينې وړانګې په هر لور غوړولې وې . ټام دخپلې کورنۍ سره يو ځاى سبانارى وکړ دسباناري نه وروسته ټولو په ګډه لاسونه پورته کړل او دعا يې وکړه . ټايم پاڅېد او ځانته کښېناست ،چې کورنۍ وظيفه تر سره کړي . کورنـۍ وظيفه داشعارو زده کول وو . ټام ټول اشعار له سترګو تېرکړل ، غوښتل يې کوم لنډ شعر پيدا کړي ، بالاخره ديوه لنډ شعر په يادولو يې پيل وکړ ، خو دشعر يادولو ته يې زړه نه شو تنګولاى ، ځکه ده ته دشعر زده کولو نه دا ښه ښکارېده ، چې دخپل جيب له سامانونو سره لوبې وکړي … “

په ناول کې دټايم ساير کرکټر ډرامايي بڼه لري ، په ناول کې کرکټرونه ( کردارونه ) چې خپله کيسه مخته وړي او بشپړوي په دوه ډوله دي ، چې يو تشريحي او بل يې هم ډرامايي بڼه لري ، په شريحي کرکټر کې ليکوال خپل ټول جذبات ، خيالونه او احساسات خپله بيانوي ، خو په ډرامايي کرکټر کې بيا ليکوال دغه څيزونه دهغه دخبرو اترو او حرکاتو پرمټ وړاندې کوي . دټايم سايرکرکټرونه دويمه بڼه لري . دټايم ساير کرکټرونه چارپېريال او طبعي والي ته نږدې دي ، دجنوبي امريکا دهغه وخت ژوند بيانوي ، چې نسبتا ډېر پرمختللى نه دى .په خرافاتو او زړو فکرونو لاهم پوره باور لري ، خو ددې ترڅنګ يې دماشومانو نړۍ رنګينه کړې ده او ځينې صحنې يې دماشوم له طبعې او ذهنيت سره سمې کښلي دي .

ددې ترڅنګ دټايم ساير منظره کښنه خورا زړه راښکونکې او په طبيعي ده ،منظره کښنه په ناول کې ډېره اړينه او مهمه برخه ده ، چې لوستونکي ورسره اخلي . موږ په ناول کې په عمومي ډول درې ډوله منظره کشي لرو :

١-قدرتي مناظر : دا هغه مناظردي ، چې په طبعي ډول زموږ په چارپېريال کې شتون لري ، لکه ځنګلونه ، غرونه ، لمر ، سپوږمۍ ، ستوري ، کروندې ، سيندونه او نور ..

٢-دټولنيز ژوند او چارپېريال مناظر : دا هغه مناظر دي ، چې زموږ په لاس رامنځته شوي ، لکه سرک ، بازار ، لار ، کوڅې ، ودانۍ ، سړکونه ، ښارونه او باغونه …

٣-دانساني جذباتو ، احساساتو او رواني حالاتو منظره کشۍ ، چې دلته بيا ليکوال معمولا ديوه ارواپوه رول لري ، ټاکلي تخيلي کردارونه ، په هوا کې مخې ته راولي او دتخيل په ملتيا يې څېړي او بيايې اورېدونکي يا لوستونکي ته ور وړاندې کوي .

که ديوه ناول منظره کشي په دغه درېيو برخو کاميابه وي ، ناول په غوره او زړه راښکونکي وي .

په ټام ساير کې منظره کشي له همدې درې واړو زاويو نه زړه را ښکونکې او طبيعى ده . دهمدې کتاب د ( مف پوټر محاکمه ) څپرکي کې يو ځاى درواني منظره کشۍ څه برخه داسې ده : ” يو سړى دشاهدۍ څوکۍ ته وغوښتل شو . ده وويل : په هغه شپه چې قتل شوى و ، ما مف پوټر سهار وختي دلښتي په غاړه وکوت ، چې ځان او کالي يې پاکول . “

قاضي ورڅخه نورې پوښتنې هم وکړې او بيايې ورته وويل : ځه لاړه

مف پوټر خپلې سترګې دڅو شېبو له پاره پورته کړې ، چې قاضي يې وليد بېرته يې سترګې ښکته کړې .

قاضي ورته ويل : “زه نورې څه پوښتنې نه لرم . “

لنډه داچې ناول له افغاني ټولنې او کليوالي ژوند سره ډېر مشترکات لري ، په کى راغلي تصويرونه نه يوازې دماشومانو ، بلکې د لويانو له پاره خورا په زړه پوري دي ، که له ناول سره مينه لرى ، نو ټايم ساير يو ښه بوختونکى ، دامريکا دهغه وخت دټولنې يو انځور او دماشومانو له پاره يوه په زړه پورې کيسه ده ، چې دژوند په اړه د ازاد فکر کولو ، تصميم نيولو او ماتو نه د نه مايوسه کېدو او بالاخره کورنيو ته دماشومانو سره دغوره او مهربانه چلند ښه پيغامونه لري ، اروښاد دوکتور لودين دنورو څېړنيزو اثارو او ژباړو تر څنګ ددغه ناول په ژباړې سره پښتو داستاني ادب ته خورا لوى خدمت کړى ، چې بايد وستايل شي .

٢٠١٣ اپرېل ٢٨