محترمولوستونکو څرنګ چې تاسی اورئ ، وینئ او لولئ په دی اواخرو کې دامریکا او دهغه دمتحدینو دستنیدو خبری ډیری تودی دي. ډول ډول ستراتیژیک تړونونه او ژمنی دډیرو هیوادونو سره لاسلیک شوی او له بلی خوا دافغانستان دننه او سرحدی سیموکې دمشکلاتو کچه ورځ په ورځ لوړیږي.

دغه مشکلاتو دخلکو په فکرونو کې ډول ډول وسوسی او اندیښنی راپارولي دي.

زیاتره مطبوعاتو پری تودی خبری او ګرم بحثونه هم کوي.

دلیکوالانو دموضوع لپاره یو ښه عنوان ګرځیدلی دی. په دی اړه هر چا خپل نظر وړاندی کړی.

لنډه داچې دمختلیفو علمونو او قلم خاوندانو نظرمې واورید او ولوست ، حتی چې د بی تعلیمه خلکو نظرمې هم واورید.

داچې چاته کومه خبره څومره دقناعت وړده او څوک څومره دخپل فکر په تاوپیچ کې ورک دی دا ځانته یو فلسفه ده. راځم دی ته چې زه څه فکر لرم او څومره پردی موضوع پوهیږم.

دنن نه تقریبا یوکال مخکې یو ناپیژندونکی اروپاي راڅخه وپوښتل، که چیری امریکا او دده متحدین په دوه زره څوارلسم کې دافغانستان څخه وځي دافغانستان امنیتی وضع به څنګه وي؟

ځواب: داچې تاسی زما نظر ته اهمیت ورکوي له تاسو یوه نړۍ مننه. ترکومه حده چې زه پوهیږم امریکا دافغانستان څخه نه وځي او که چیری وځي نو خپل اهداف يې لاس ته راوړي دي.

پاتی دا چې د دوه زره څوارلسم نه ورسته به څه کیږي په دی څه ځکه نشم ویلی چې دوه زره څوارلسم ته لا ډیر وخت شته خو دومره ویلی شم چې دغه فلم زه په اولځل ګورم او ترکومه حده مې چې لیدلی دی خبری او نظر پری ورکولی شم.

پوښتنه: ډیر وبخښه .. ف ف.. فلم ….! ؟

ځواب: هو فلم. دا فلم دنورو فلمونوڅخه توپیر لري. عام فلمونه دسینما په پرده ښودل کیږي خو دا ډیرخاص او لوی فلم دی، په عملی ډګر کې عملا پر مخ وړل کیږي.

په دی فلم کې ډیرو هیوادونو خپله پانګه اچولی ده او ډیر خلک پکې رول لري.څوک مستقیم او غیرمستقیم ( دپردی ترشا) رول لوبوي.

زه ، ته او داسی نور هم پکې خپله ونډه او رول لري. (حتی چې دغه لوستونکی هم پکې رول لري) . داقضاوت به دفلم په پایله کې معلوم شي. راځو دی سوال ته چې په دی فلم کې افغانانوته څه رول ورکړل شوی دی؟ دافغانانو رول دهغو بااقتداره افغانانو درول څخه څرګندیږي کوم چې اوس محال دافغانستان په نظام کې په مهمو وظیفو او لوړو چوکیو ناست دي.

داچې ولی دفلم جوړونکی ، داستان لیکونکی او سرمایه لږونکی دغه نااهلو ته مهم رول ورکړی دی دا خبره پخپل ځان کې دسوالونو ډکه ده.

هو زه او زما په شان لوبغاړي نه شي کولای چې دفلم سکریپټ نه اضافه خبری وکړي او یا د خپل رول ښایسته کولو کوښښ وکړي او که داسی وکړو نو دفلم داستان بدلیدای شي او بدلیږي خو دفلم لیکوال ، جوړونکی او پانګه اچونکی هیڅکله نه غواړي چې دفلم داستان بدل شي نو ظاهره ده چې دفلم څخه به ویستل کیږو. داچې په کوم بند کې اچول کیږو او په کوم ټوپک اوبارودو ویشتل کیږو ،هیڅ علم پری نه لرم.

پوښتنه: ستا په نظر دفلم لیکوال ، جوړونکی ، پانګی اچونکي او قصه لیکونکي څوک اوچرته دي؟

ځواب: په دی نه پوهیږم چې دهغو نومونه څه دي خو دومره معلومات لرم چې په سپینه ماڼی (پینټګان) کې ناسته او ولاړه لري.

دلوستو څخه مو یوه نړۍ مننه ..

سمیع الله صدیق کامه وال

Door Guest