۲۵ـ ۰۵ـ۲۰۱۳                                                                 مزدورقلمونه په وچېدو دي

بســـــــــــــــــــــــــــــمل

nakhtar

زالیمان مې د جانانه بيلوي

 په داورستیوکې ماکومې داسې خاصې سیاسي لیکنې نه دي کړې چې، کوم څوک غوږونه  راته بوڅ کړي .

تاسوزما په منظورپوهېږئ  چې زه څوک ښییم په هرصورت نه خو هغوی او نه یې پېزوان والا مشران په دې ارزي چې څوک دومره زیات وخت پرې ضایع کړي.

داچې پخوامې ځینې تندې لیکنې کولې هدف مې نړیوالوته دخپل مظلوم اوهردم شهیدولس فریاد رسول و.

زمالیکنې دکوم شخصي غرض یاکوم تعصب له مخې رسنیو ته نه لېږل کېدې ماله لا پخوازموږ دهېواد تاریخي دښمنان  غندل تاسوبه هم شاهدان یاست چې په ځینولوېدځورادیوګانوکې به زموږ یونیم افغان ژورنالست   یاله وېرې یانوروته دغوړه مالي له کبله زمامیک بندکړ داکارلالس کاله دمخه شوی اوثبوت یې هم لرم په ځینومهمو  ارشیفونوکې هم پیداکیږي.

 اوس چې کله هغه ژورنالست پخپله مباره که خوله کوم یووچې زمامیک بندکړ زمادخولې خبرې کوي نوله یوې خواحیران اوله بلې خواخوښ شم چې یاره داوخت څومره زورور دی چې داکیبرجن اورمېږونه ماتولای هم  شي.

لکه پاس مې چې اشـاره ورکړه زه نورخپل قیمتي وخت په داسې چانه ضایع کوم چې د پردیودخوشحالي لپاره له خپل ولس اوهرڅه تېر وي نوځکه مې دابهتره وګڼله چې یوازې دشعرله لارې دخلګوپه تېره بیازلمو زړونه خوښ وساتم.

باید زیاته کړم چې څه موده مخکې مې دعاطیفې اومینــې په اړوند یوغزل لیکلی وهغه هم یومزدورقلموال ونه  لوراوه او یوه بې ځایه تبصره یې پرې لیکلې وه مایې دتبصرې ځواب دآزادي رادیوله لارې دیوبل غزل په اورولو سره ورکړ هیله ده چې ده او ده ته ورته مزدورانوزماغږ اورېدلی وي دوی ته یوازې دومره لیکم لکه څنګه چې ستاسو په سترګو کې نم نشته همداسې مو دامزدورقلمونه هم په وچېدودي .

یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــه:

درسنیو له درنو چلوونکوڅخه هیله کوم چې دالاندې لینکونه زماله نننۍ لیکنې سره یوځای خپاره او زماد لیکنوپه وړاندې دتبصرو مخه ونیسي که بیاکوم څوک زما دلیکنو ځواب لري کولای شي چې بې له نقابه دې ډګر ته راووزي .

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19967

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19984

دګران افغانستان ددښمنانو دورکې په هیله

Door Guest