دڅېړنوال محمدنبي صلاحي رپوټ

 Gulam

د افغانستان قلم ټولنې، د زرمت فرهنګي ټولنې، د ملي ارمانونو فرهنګي ټولنې او د ملالۍ کلتوري او ادبي ټولنې، په ګډه سره، د افغانستان د پیاوړي لیکوال، ژورنالیست او د لوی افغانستان غوښتونکي ارواښاد الحاج غلام محمد زرملوال یاد، د افغانستان قلم ټولنې د ودانۍ په چمن کې، د غبرګولي میاشتې په ۱۱ نېټه، د شنبې په ورځ، د پرتمینو ادبي مراسمو په ترڅ کې، تازه کړ. په هغو مراسمو کې، چې له دې امله نیول شوي وو، محمد اسمعیل نورستاني،  د غونډې په سر کې، د کلام مجید یو څو مبارک آیتونه تلاوت  کړل، بیا د هلمند پخواني والي الحاج ګلاب منګل، په غونډه کې پرانستونکې وینا وکړه او ارواښاد لیکوال یې، د هېوادني فکر خاوند او یو سپېڅلی انسان وباله، چې د ژوند په ټول دوران کې، د وطن په درد درمند و، ځان یې هیر و او خپله لویه افغاني ټولنه یې په زړه وه. دهغه ارمانونه، د لوی افغانستان ارمانونه وو. ده ددغه درد د علاج لپاره، د افغاني دارو درملو سپارښتنه کوله. بیا د سولې شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد، د ارواښاد لیکوال په اړه خپلې خاطرې بیان کړې او د لوی افغانستان د جوړېدو لپاره یې، دا ښه وبلله چې، لومړی د موجوده افغانستان ستونزې حل کړو، کله چې دلته رڼایي راشي، بیا د ډیورنډ له  تپل شوې کرښې نه ها خوا هم، د پرتو ولسونو زړه ، نور هم را ګډېږي او په خپله، دغه روان کړکېچ، منطقي حل پیدا کوي. له هغه وروسته، عبدالقدیر انوري زرنجي، د زرملوال قلمي خدمت وستایه او دغه بلوڅ شاعر، زرملوال ته د عقیدت په توګه، یو پښتو شعر هم ولوست. ورپسې د وردګو پخواني والي حلیم فدایي، د ارواښاد زرملوال د لیکوالۍ ستراتیژیک لوري او لرلید باندې رڼا واچوله او هغه یې، یو هدفمند لیکوال او خبریال وباله. په افغانستان کې یې، د یوه پیاوړي لیدرشپ او پیاوړي مدیریت په رامنځته کېدو باندې ټینګار وکړ. ورپسې د ملي ارمانونو د فرهنګي ټولنې مشر محمد نواز حقیقت سانین وینا وکړه او د افغانستان په نورو ولایتونو او سیمو کې یې، د زرملوال په یاد دداسې ادبي غونډو د جوړېدو سپارښت وکړ. ورپسې څېړنیار فریدالله نوري نورستاني، د زرملوال ( د احمدشاه ابدالي جرګه) اثر باندې خبرې وکړې او دغه نوم یې، په حقیقت کې، ددغه کتاب له نامه نه مخکې، د یوه تحریک نوم وباله، کوم چې، په دغه نامه، د ارواښاد زرملوال له خوا پیل شوی و او په راتلونکي کې هم، باید دده کورنۍ، عقیدت مندان او مینه وال ، دغه تحریک ته دوام ورکړي او تر دغه نامه لاندې، زموږ په افغاني ټولنه او له تحمیلي کرښې نه پورې غاړه، د یووالي پر لور، یو خوځښت را منځته کړي. وروسته علم ګل سحر خبرې وکړې او پر دې یې تینګار وکړ چې، ارواښاد په لیکوالۍ کې، د کمال تر بریده پورې رسېدلی و . که څه هم، ارواښاد زرملوال، د مسلک له مخې انجنیر و، مګر د انجینري په اړخ کې یې، ډېر روان او خوږ نثر لیکه. بیا سید فخرالدین هاشمي، له یوې بلې زاویې ( د وهمونو له منځه راوتلی سړی) تر سرلیک لاندې، یوه ښکلې لیکنه او شعر ولوستل، ورپسې محمد حسن حقیار وینا وکړه او په داسې حال کې چې، د پاکستان له خوا، د افغانانو د ورکې او د ایران له خوا زموږ د افغاني هویت د له منځه تلو جګړه، په شدت سره دوام لري، د کابل پوهنتون په دننه کې، په زده کړه او تحصیل د بوختو استادانو او محصلینو ملي احساس وستایه او د ارواښاد زرملوال له ملي تعلیماتو نه یې ، د زده کړې په برخه کې ،په زړه پورې سپارښتنې وکړې. په پای کې، په کابل کې د زرمت شورا رئیس محمد فضل تدبیر وینا وکړه. د ډاکتر نجیب الله په وخت کې یې، په افغانستان د نورو له خوا د ورتپل شوي جنګ په اړه، د جلال ایاد د جګړې په اړه، د ارواښاد زرملوال له خوا  د جګړې د یادښتونو په استناد خبرې وکړې او په دې یې ټینګار وکړ چې، د جلال اباد جنګ، د افغان مهاجرینو په ناخبرۍ کې، د پاکستان د استخباراتي شبکې ای . ایس، ای، د امریکا د سي، ای ، اې او د انګلیس د استخباراتي شبکې د ګډې پریکړې پر بنسټ، ددې لپاره پیل شوی و، چې په افغانستان کې جنګ دوام پیدا کړي. د غونډې په پای کې، د ارواښاد زرملوال زوی غلام جیلاني زرملوال، د افغانستان له قلم ټولنې، نورو فرهنګي او ادبي ټولنو نه د زړه له کومې مننه او کورودانی و کړ. ده په خپل وړاندې شوي رپوټ کې، دا هم وویل چې،  د پکتیا برحال والي جمعه خان همدرد، د پکتیا ولایت د  زرمل ولسوالۍ، د سهاکو په سیمه کې، یو ښوونځی د زرملوال په نامه باندې ونوماوه. د غونډې په پای کې، د زرملوال زوی ته، د افغانستان قلم ټولنې له خوا د نویوچاپ شویو کتابونو یو سیټ، د سوغات په توګه ورکړ شو. دا ادبي غونډه، که څه هم، د شمېر( کمیت) له مخې وړه وه، مګر د څرنګوالي( کیفیت) له پلوه ډېره جذابه او پرتمینه وه. غونډه څومره چې، د پای شېبو ته رسېده، دغومره په زړه پورې کېده. په غونډه کې، د لوی افغانستان په یووالي باندې ټینګار وشو او دا څرګنده شوه چې :

۱ـ  تر هغه وخته پورې چې، افغانستان دوه ټوټې وي، له دواړو ټوټو به یې وینې ځي!

۲ـ ددې جګړې، یوازینی حل، د ګران افغانستان یووالی دی. د لوی افغانستان جوړېدل حتمي دي او مرکز به یې هم، کابل وي، نه بل ځای!

۳ـ د افغانستان ټولو تېرو حکومتونو، د ډیورنډ په وینو ککړه کرښه نه ده منلې او په دې برخه کې، په پر له پسې توګه، پانګونه هم شوې ده. باید په دې برخه کې، د ملي پالیسي تسلسل وساتل شي. په دې برخه کې، خبره د پښتنو او بلوڅو د مدني حقوقو له اعادې لوړه ده. ددغو ولسونو د خپلواکۍ او له لرغوني او تاریخي افغانستان سره، د جلا شوې ټوټې غوښتنه مطرح ده او باید په دې برخه کې، له دیپلوماتیکو لارو چارو نه په کارونې او ګټې اخیستو سره، د لوی افغانستان د سیاسي یووالي په حق کې غږ پور ته شي.

۴ـ په غونډه کې، په دې خبره هم تینګار وشو چې، افغان حکومت دې، د جرګو او مرکو لپاره، له تپل شوې کرښې نه پورې خوا، د قومونو استازي، د پاکستان حکومت په خوله او لاس نه را غواړي، په خپله خوله او لاس دې، بلنه ورکوي. که یې د نورو په خوله را وبولي، دغه روانه د جنګ سناریو به، نور هم دوام پیدا کړي. هر وخت چې، له کرښې نه دې او هغې خواته افغانان، د نورو حکومتونو له لاسوهنې او بلنې پرته سره کښېناستل، د افغانستان د روانو ستونزو، منطقي او دایمي اواری راوزي!

۵ـ په غونډه کې، په دې ټکي هم ټینګار وشو چې، د زرملوال آثار دې، دده د کورنۍ، ادبي او کلتوري ټولنو له خوا، یو وار بیا چاپ شي او د ټول افغانستان ګوټ ـ ګوټ ته دې ورسېږي.

۶ـ په غونډه کې، په تاکید سره پریکړه وشوه ، چې د پوهنې وزارت دې، یوه لېسه په پلازمینه کابل، او بله لېسه په پکتیا او یا کوم بل ولایت کې، د ارواښاد زرملوال په نامه باندې ونوموي!

۷ـ  دغه ادبي غونډه، د ارواښاد زرملوال په اړه، په راتلونکي کې، د یوه لوی علمي ـ څېړنیز سیمینار د جوړېدو لپاره، سریزه( مقدمه) وارزول شوه!