لیکوال: ډاکتر ځلاند

Zaland Nikyar

د طالبانو څه د پاسه لس کلنې وسله والې او بیا په دا وروستیو کې د منظمې سیاسي مبارزې ترسره کول، ډېر خلک په نړۍ کې ګوته په غاښ حیران کړي دي. طالبان حتی اوس په عامه افغاني لهجه کې هم هغه کس ته نه ویل کېږي چې په وظیفه را ټولولو د کلي د جومات په کونج کې په پردۍ ډوډۍ او د کلي په منت د صرف او نحوي ضربا، ضربو ګردان کوي.

بلکي اوس طالب د کلي د مشر او کشر سرنوشت ټاکوونکی دی. په کوم کلي چې طالب شته هلته بیا د طالب د کورنۍ او ملګرو یو ډول وېرونکی سام په کلیوالو پروت دی، چې د هغه پر وړاندې د کلي لوی او واړه د محکوم ولس په شان د پر وهلو حق هم نلري. ددې لپاره چې له اصلي موضوع کاږه نشو، نه غواړم د طالب په کلیواله بڼه خبرې وکړم. راځم د طالب په نړیواله او سیمه ییز اغېز خپله دا لیکنه وغځوم.

طالب په سیمه ییزه کچه په یو لوی ځواک بدلیدونکی دی. طالب د قطر د دفتر په خلاصولو و کولای شوای چې د پاکستان اغېز پر ځان را کم کړي، له امریکا سره نېغ په نېغه اړیکي ټینګي کړي، له خپلو عربو خواخوږو او مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو سره نېغه اړیکه ونیسي او بالاخره د امریکا د ستر سیمه ییز رقیب، ایران سره په فعاله دیپلماسي کې کېوزي. په دې وروستيو کې له ایران څخه د طالبانو لیدنه افغان حکومت ته هېښونکي ده، په دې مانا چې په قطر کې د طالبانو دفتر نور د افغانستان تر اغېز لاندې ندی. طالبان اوس کولای شې د جاپان په ناسته کې خپل سیاسي او نظامي دریځ خپل کړي او هغه تر نړیوالو ورسوي، کله یې چې خبرې نړیوالو ته په جاپان کې په زړه پورې وي، نو فرانسې یې هم اورېدو ته زړه ښه کړ او هلته د طالب پر وړاندې جنګیدونکې شمالي ټلوالې هم دا لېوالتیا پیداکوي چې له خپل تېر دښمن سره په جینګه خوله خبرو ته کیني. د فرانسې له بریالیو خبرو طالبانو په عربي اماراتو کې خپل پخواني دښمنان او نوي دوستان را مات کړل او هلته یې د ایټالیا د هېواد د یو دیپلماتیک مرکز په ملاتړ خبرې ترسره کړې.

د افغانستان په کورنيو چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یوناما لا ډېر پخوا په طالبانو زړه بایللی، نو ځکه دا ځل هغوی طالبانو ته د ترکمنستان څخه د لیدنې زمینه برابره کړه، خو دا چې ولسمشر کرزي پخپل ورځ تر بلې کمزورې دیپلماسۍ او د طالبانو په وړاندې په سیاسي ډګر کې په ماته خوړولو ځورېږي، یوناما یې د داسې کار له ترسره کولو په وچ زور را وګرځوله، خو طالبانو بیا هم په منځنۍ اسیا کې په پټه داسې ویل کېږي چې په ازبکستان او تاجکستان کې د شمالي ټلوالې له استازو او نورو افغاني او غیر افغاني لوریو سره خبرې وکړي.

په هر صورت، د طالبانو په هکله داسې ویل کېږي چې دوی په تاویز، دم او دعا ډېر باور لري، کېدای شي د دوی د مشر ملا د تاویزونو تاثیر به وي، چې اوس د طالبانو اړیکي له امریکا سره دومره ښې شوي چې د کرزي حکومت یې په وړاندې کمزوري او تت ښکاري. د جان کیري او ولسمشر کرزي وروستۍ تیلفوني خبرې تر دې حده د طالبانو په ملاتړ کې وې، چې د ارګ دېوالونه یې په وړاندې وراسته ښکارېدل او داسې انګېرنې یې په کابل کې را وټوکولې چې دوی نه پوهېږي چې د طالبانو په وړاندې د امریکا دومره نرم دریځ د څه لپاره دی؟

حال دا چې په دې خو موږ ټول ښه پوهېږو چې نړیوالې اړیکي په ګټو ولاړې اړیکي دي. دا چې د کرزي څه دپاسه یووولس کلن راج په افغانستان او سیمه کې د امریکا ګټې له خطر سره مخ کړې، جګړه لا هم مخ په غځېدو ده، ترهګري د ملي اردو او ملي پولیسو تر لیکو پورې غځېدلي، د کرزي واکمني له کابله تر ارګه محدوده شوې، نو نړیوال او په ځانګړې توګه امریکا اوس په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د باور وړ یو حکومتي زعامت رامنځته کړي.

امریکا په افغانستان کې له ۲۰۱۴ ز څخه وروسته داسې یو حکومت ته اړتیا لري چې د دوی ګټې په کم نرخ، په کمو مالي او ځاني تلفاتو د اوږد مهال لپاره خوندي وساتي. ددې کار د ترسره کولو لپاره داسې یو زورور او ښکرور ملګري ته اړتیا ده چې پاکستان ورته مجبوره وي، ایران ورته سلامي کوي او منځنۍ اسیا ترې په وېره کې وي، دا ډله یواځې او یواځي د طالب په وجود کې رامنځته کېدای شي نه د ولسمشر کرزي په ملاتړ کې. د افغان جګړې وروستۍ لوبه په قطر کې پیلېدونکي ده. د طالبانو وروستۍ دیپلماتیکې هلې ځلې او د امریکا لېوالتیا داسې ښيي چې طالبان د قطر د ډګر ګټوونکي دي. ولسمشر کرزی پخپل پروني سفر کې کېدای شي همدا حقیقت په لیدلو سترګو او خلاصو غوږونو تر لاسه کړي، چې نور امریکا له طالب سره دښمني نه بلکې دوستي پالل غواړي او په دې دوستۍ کې کرزی باید له سرکاري امتیازاتو لاس په سر شي.