عبدالستار سعادت

Abdull Satar Saadat

د افغان کلمې په مقابل کې توطئې د لسیزو راهیسې روانې وې، د افغانستان د نوم د بدلولو خوبونه ډېر ولیدل شول، خو؛ هغه دسیسې نه د کارمل په وخت کې عملي شوې او نه هغه خوبونه د رباني په وخت کې تعبیر شول ( د حبیب الله کلکاني نوم به نه اخلم، ځکه هغه یو ساده سړی و؛ ناروغو متعصبو حتی هغه سره د پوهاوي ژبه هم سمه نه درلوده )… دې خاورې خپل نوم وساته، هویت مو حفظ شو؛ لامل یې دا و چې ولس چاته اجازه ورنه کړه؛

هغه توطئه ولسمشر کرزي عملي کړه، دا دی د تابعیت په تذکرو کې هویت (افغان) حذف شو؛ دا پرېکړه د وزیرانو په شورا کې شوې چې مشري یې ولسمشر کرزي کوله . افغانان یې په دې تېر اېستلي چې مونږ قومیت حذف کړی دی، د افغاني هویت د حذف د پټېدو لپاره یې خلک په دې خبره خوشحاله کړي دي . یو شمېر بېخبره خلک خو لا خوشحالي ورته کوي چې قومیت حذف شو او په ځای به یې افغان لیکل کېږي، حال دا چې د تابعیت په تذکرو کې د ( افغان ) کلمه حذف شوی ده.

مونږ د قومونو د نومونو د ذکرولو سره هېڅ کومه ستونزه نه لرو، مونږ د کرزي او د هغه د کابینې توطئې ته هوښیار او بیداره یو، د ولسي جرګې تصمیم مو هم نه شي تېر اېستلی چې په اصطلاح د بوسو لاندې یې اوبه تېرې کړي دي، راپورته شئ، ولس خبر کړئ، د هر چا غوږ ته دا خبره ورسوئ .

د زمکې په مخې هېڅ ولس نشته چې هغه دې هویت ونه لري، که مو ځان بې هویته کړ، بې ملکه به شئ او بې وطنه به شئ …

د امریکې او ناټو الوتکې او کروز به مو ختم نه کړي، د پنجاب د ملایانو فتوا ګانې به مو د خاورو لاندې نه کړي، خو؛ دا دسیسه مو ختموي، که له دې درانده خوبه راويښ نه شوئ .

لیکنه (عبدالستار سعادت)