نظرمحمد مطمئن
هرځل چې د سولي خبري د افغانستان د ارامي خبري او په هيواد کې د پرمختګ خبري  نتيجې ورکولو ته نږدې کېږي،  پټ لاسونه راغځول کېږي او داسي يوه پيښه د پلان سره سم ؤشي چې د مياشتو او کلونو وهلي لاره وتړي.
اوس چې د غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۲ د جون ۱۸مه ۲۰۱۳ په قطر کې د طالبانو له پاره رسما دفتر پرانستل شو، او د سولي او د هيواد د ارامي له پاره يو شين څراغ يې بللای شو، چې امريکا  اوس مجبوا غواړي چې له طالبانو سره د سولي لاري ته غاړه کېږي.
امريکا په خپل ټول توان هڅه وکړه چې طالبان د نظامي لاري څخه مات او کمزوري کړی، او هڅه يې وکړه چې پر طالبانو هغه څه ومني کوم چې امريکا او نړيواله ټولنه يې غواړي، ولي ونه توانيدل.
دقطر دفتر د پرانستلو په اړه، د کرزي صاحب ، دسولي عالي شورا، پارلمان او رهبرانو مجلس غونډي او جلسي وکړي، او په دي اړه ښه ډير سم او ناسم معلومات په رسنيو کې د افغانانو او نړيوالو تر غوږونو ورسيدل.
 د تير په شان دا ځل هم د قطر دفتر د پرانستلو او د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو کولو مخالفت تر ټولو لومړی ښاغلي کرزي صاحب، ورسته پارلمان، سولي عالي شورا او د رهبرانو مجلس وکی.
د تيرو څو ورځو په جريان کې چې زه کله هم د افغانانو سره مخ شوی يم، هغوی ويره لري چې د قطر دفتر تر خلاصيدو وروسته ممکن موږ بيا د ځينو داسي  پيښو شاهدان ووسو، چې د قطر دفتر او سولي د سبوتاژکولو په خاطر پلان شوي وي.
په تيرو وختونوکې  موږ وليدل يو ځل چې د سولي اړوند خبرو له پاره خوشبيني پيداشوه، امريکايانو هم تمايل وښود چې د سولي اړوند خبري دقطر دفتر سره پېل شي، يو په بل پسي د ۱۳۹۰ کال د چنګاښ مياشت کې احمد ولي کرزی او دا ډول د ۱۳۹۰ کال د وږی په ۲۹مه نيټه د سولي عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني ووژل شول.
په وروسته وختونو کې د پارلمان  او سنا غړي په نښه شول، او دا ډول تر ډيرې مودې پورې د سولي اړوند هڅې په ټپه ودريدلي.
 
 سياسي شنونکې په دي آند دي چې يوځل بيا به پټ لاسونه خپلو شومو موخو (په واک او قدرت کې د پاتې کېدو) له پاره لاندې څو مهم کارونه د طالب او په قطر کې د طالبانو د فتر د بدنامولو او دسياسي پروسي د سبوتاژ کولو له پاره وکړي
لومړی: د ښوونځيو او کلينکونو سوځول: داسي انديښنې شته چې د طالب په نوم به يو ځل بيا په ځينو سيمو کې ښوونځې او کلينکونه وسوځول شي، او پړه به يې په طالب واچول شي، ترڅو نړيوال وهڅول شي چې د قطر دفتر د بنديدو او يا  هم له امريکا سره د مخامخ خبرو کولو لړۍ سبوتاژ کړي.
دوېيم: په ولسي او عامه ځايونو کې چاودنې: په تيرو کلونو کې موږ وليدل چې د ملکی افغانانو په ګڼه ګوڼه کې مرموزي او پلان شوي چاودنې وشوي، د ملکې خلکو پر موټرونو بم چاودني وشوي، او پړه يې په يوه خوله پر طالبانو اچول کېدله، ولي طالبانو به رد کړه، خو دهغوی اواز ډير ټيټ وو، افغانانو او نړۍ ځکه نه اوريدی چې رسنۍ ټولي د دولت او غرب په واک کې وي.
اوس بيا ويره شته چې د قطر دفتر دخلاصيدو او د جګړي پرځای د امريکا له خوا دسولي خبرو اترو لاره غوره کولو د سبوتاژ له پاره به په ولسي او له ګڼه ګوڼې ډکو ځايونو کې چاودنې کیږي او پړه به يې پر طالبانو اچول کېږي
درېيم: په ملګرو ملتونو او غيردولتي ادارو باندي حملي: پټ لاسونه به هڅه وکړی چې د ملګرو ملتونو، سرې مياشتي، سورصليب او نورو غيردولتي مؤسساتوپر دفترونو او کارکوونکو حملي وکړي او ديادو ادارو کسان هدف کړي، ويې وژني، اختطاف يې کړي او يا يې تهديد کړي، او دغه پټ لاسونه به هڅه کوې چې ددغه ډول پيښو پړه پر طالبانو واچوي، ترڅو په هیواد کې ناارامي وغځول شي او د سولي او امن لاره بنده شي.
څلورم: د سياسي اشخاصو ترور: ترټول خطرناکه لوبه او دسولي د پروسي د سبوتاژ کولو يوه هڅه به د سياسي کسانو ترور او وژنه وي، څرنګه چې په تيرو وختونو کې ډير لوړ سياسي کسان له منځه يووړل شول او دهمدغو کسانو له منځه وړل د سولي  پروسه بطي کړه، داځل هم ویره شته چې د قطر دفتر او له امريکا سره د افغانستان پر راتلونکې د خبرو د سبوتاژ کولو له پاره به استخباراتي کړئ زموږ ځينې افغان سياسي پوهان او اشخاص په نښه او له منځه يوسي.
 زما ډيره ويره داده چې داځل خدای مه کړه هغه کسان په نښه نه شي چې په کابل کې اوسيږي او د طالبانو پخوانې ملګري او مشران پاتي شوي، هغه چې د افغانستان ارامي او خپلواکې غواړي.
په پای کې له ټولو شکېلو اړخونو څخه هیله او اميد دی چې په واک او قدرت کې د پاتې کېدو په خاطر زموږ مظلوم او بيچاره  افغان ولس نور ونه کړوي او په دي فکر وکړې چې څه ډول يو هوسا، بسيا او په خپلو پښو ولاړ خپلواک او ازاد افغانستان ولرو.
پای
جمعه ۲۱ جون ۲۰۱۳