بسم الله الرحمن الرحيم

          ۱۳۹۲ د سرطان ۱۳مه

                                                                                       ۲۰۱۳ د جولاي ۴مه

                                                          د روغ دي مې منئ

د ۱۳۹۲ کال د سرطان د يوولسمې ورځي نه راپدې خوا يوه بی بنسټه اوازه خپره شوي چې ګواکې د افغانستان دازادۍ او ملی يووالي د حرکت مشر پروفیسور عبدالستار سيرت د موقت حکومت د هغه کا بينې مشر دی چی کومې مرموزې شبکې او يا کوم غرضې تن د غرض د پاره جوړه کړی.

دافغانستان دازادۍ او ملی يووالي حرکت نه يواځي دابې بنياده  دروغ په بشپړه توګه رد او محکوموي بلکې هيڅکله په هغه موقت او غير موقت حکومت کې ونډه  نه اخلی چې د افغانستان ملی غرور ، خاورې ، خپلواکي او افغان مسلمان ملت ته ځنې تور مخې کسان د هغه برخه وال وي.

مونږ د څو کلونو څخه راپدې خوا د افغان ولس او نړيوالی ټولنې په مينځ کې د موقت حکومت د جوړيدو لپاره پرلپسي هلي ځلي کوو داسي حکومت چې په رښتيا سره د وطن د ملي ضروريتونو او عادلانه سولي پر وړاندي پراته خنډونه ګام په ګام له مينځه يوسي.

د موقتي انتقالي حکومت او قطر د دفتر په اړوند بشپړ دريځ راتلونکې یکشنبه د جولای په اوومه د کلفورنيا په وخت د سهار په اتو بجو او پينځه څلويښت د قيقو د اريانا افغانستان د نړیوالی ټلويزوني شبکې څخه د قدرمن ورور زرغون شاه شينواري د څيرو او خاطرو په نړیوال پروګرام کې کتلی او اوریدلی شئ.

                    په  درناوي

      پروفيسور عبدالستار سيرت دافغانستان دازادئ او ملي يووالي د حرکت مشر