لیکوال: رحمت الله شیرزوی هیبتې

۱۳۹۲کال وه روژه ته څو ورځي لا پاتي وي په کابل کې مې ډاکټر ته دانتظار شیبي شمیرلي یو ځوان زما تر څنګ کېناست دسر په ښوراولو یی روغبړ وکړو جګه ونه اوږده ویښتان غټې سترګې زیړ زبښلی

ښکاریدو، وار له وار یی وپوښتم چې ته هم ناروغ یی؟ ما په مثبت کې سر وخوځاوه.نوموړی ځوان سوړ اسویلی وکیــښ ویل یی روغ ځان باچا یي ده. ما ویل هو بیشکه حضرت محمد (ص )جوړ صحت او وخت په ارزښت ډیر څه ویلي دي. دی ویل خلک وایی چې وخت طلا ده، مګر په سروزروغوره ده په فرصت کې تر سرو او سپینو ښه شی پیداکولی شي خو په دغو هر څه وخت لاس ته نه راځي ما یی خبره ومنله.دواړو یوځای لابرتوار څخه معاینات رواخستل سپین ږیري ډاکټر خپلې عینکي په سترګو سمي کړي موږ دواړو ته یی ویل چې ستاسو دویني چربي شته،یوه اونۍ وروسته له روژې څخه نوي معاینات راوړي. وخت داسي تیریږي لکه دژمي مازدیګر، د ډاکټر نيټه شوه بیا هم د تیر په څیر دواړو د لابرتوار څخه معلومات وروړل ډاکټر ماته ویل چې د روژې له برکـتـه دوه ویشت فیصده چربي کمه شوي ده انشاالله د روژې تر پایی به صفر شي.کله چې یی زما دملګری معاینات وکتل سر یی دافسوس په بڼه تاوا وه نوموړی ته یی وویل ستا روژه نه وه؟ هغه په منفي کې سر وخوځاوه زیاته یی کړه: صاحب دمعدې تکلیف هم لرم ما ویل ډیر نه شي بل مې ستاسو دارو خوړل.ډ‌اکټر په لږ شان  لوړغږ وویل د ستا  دویني چربی زیاته شوي ده د شکر علایم هم شته او دزړه یو رګ دي بند شوی ده په قهرجنه لهجه یی زیاته کړه د روژې له امله دویني غوړ کمیږي معده ته ګټه لري د ټولو ناروغیو لامل چربي ده.ته پوهیږي” الهی پیغام دی چې روژه دبنده له طرفه ماته یوه ‌ډالۍ ده زه په خپله خوښه د دي قربانۍ بدله ورکوم” ما ته یی اشاره وکړه چې دنوموړی د ویني غوړوالی کم شوی ده. زما د ملګری په څیره کې دخفګان علامې پیدا شوي ساه  یی بنده بنده کیدله غریو واخیست په ژړا یی ډاکټر ته وویل زه باید د زړه عملیات وکړم ډاکتر د تایید په علامه سر وخوځاوه.