نظرمحمد مطمئن

موږ نه غواړو چي داروپا په څير دي لږکې قومونه په ډيرکيو کې منحل شي، ځکه چی اسلام هم د قوم بدلون او تغير ته اجازه نه ورکوي، خو دا غواړو چی د وروڼو قومونو په څیر په هيواد کې ژوند ولرو.

که د نږدې ګاونډيو هيوادونو د وګړو پاسپورټونه او تذکرې ووينو هلته به تاسي پر پاسپورټ او يا تذکره د قوم نوم ونه ګورئ، په ايران کې بېلابېل قومونه ژوند کوي، که دايران د هويت هر ډول اسناد وګورو، نو هلته به يواځي ليکلي وي چي ايرانی.

که د پاکستان د بېلابېلو قومونو د خلکو شناختي کارډونه وګورو هلته به تاسي وګورئ چي ليکلي وي پاکستانی، دا ډول که ددغه هيواد هر ډول د هويت اسناد وکتل شي نو هلته به د قوم نوم ونه وينو.

که د هند د ډير نفوسه هيواد (هغه دچا خبره چي اتلس زره قومونه پکې راټول شوی) د وګړو د هويت اسناد وګورو، هلته به تاسي ووينۍ چي انډيان Indian  ليکلي وي او د کوم خاص قوم نوم به بيا هم پيدانه کړئ

که دتاجکستان د وګړو د هويت پاڼي وګورو، نو هلته به د ازبک قوم او دترکمن قوم يا کوم نور قومونه ونه وينو، يواځي تاجکستان به ووينو

که د ازبکستان ، ترکمنستان او د منځنۍ آسيا د نورو هیوادونو هويت پاڼي وګورو، بيا به هم د هر هيواد د ملت خاص او ځانګړی نوم وګورو.

په روسيه کي چې په خوا د اتلس جمهوريتونو خلکو ژوند کاوو، او ددغه هيواد مستعمره هيوادونه وو، بيا هم د هغوی د هويت پاڼو کي يواځی روس  Russian  ليکل کيدل.

که دامريکا پېژند پاڼي وګورو نو هلته تور، سپين او سور پوستکی امريکايې نه دی ليکلی، هلته چی د نړۍ د ډيرو هيوادونو خلک مهاجر ورغلي او بيا يې د هغه هيواد تابعيت ترلاسه کړی، بيا به هم  ووينئ چي امريکايې American  په پاسپورټ او هويت پاڼه کی ليکلی وي، چي تر ټولو روڼ مثال يې اوسنی ولسمشر اوباما دی چی پلار يې له تانزانيا امريکاته  تللی وو، تورپوستی دی، خو نن د ځان له پاره يواځي د امريکايې نوم کاروي.

په امريکا کې تر ډيرو هيوادونو زیات قومونه اوسيږي، خو هلته د قوم په نوم پاسپورټ او يا تذکره نه ورکول کيږي.

په اروپا کي چي ډول ډول قومونه يې په هر هيواد کي اوسيږي، په پاسپورټ او د هويت پاڼي کې يې يواځي يو نوم د هيواد د ټولو وګړو له پاره کارول کيږي

په سعودي عربستان کي چي قبايلي ټولنيز جوړښت لري، د وګړو پر پېژندپاڼه يې سعودي ليکلی وي، او د ډيرو عربي هيوادونو همدغه تګلاره ده.

يوه ورځ چې د اهل تشيع د يوه علمي او تجربه لرونکي شخص سره ناست وم، هغه چي د استاد رباني د حکومت پر مهال وزير هم تير شوی، او په تیرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشري چوکۍ له پاره کانديد وو، د خبرو په جريان کي يې وويل چي غرب ولي زموږ افغانانو له پاره يو ډول او د خپل ځان له پاره بل ډول تګلاره غوره کوي

غرب ولي هڅه کوي چي موږ افغانان په مختلفو نومونو وويشي، حال داچي دوی بيا غواړی چی لږکې په ډيرکيو کي مدغم کړي.

  Ministry of European Integration    رښتيا هم په اروپا کې شامل هر هيواد د انټيګريشن وزارت   په نوم اداره لري، همدغه د يوځای والي يا ادغام او يا هم د اجتماع د مختلفو عناصرو د يو ځای کيدو وزرات وي.

په ټوله کي دغه وزارتونه ددي له پاره جوړيږي چی په اروپايې ټولنه کی د يوځای کيدو چارو باندی کار کوي، خو ددغو وزارتونو يو له مهمو کارونو څخه په کور دننه د لږکيو ادغام په ډيرکيو کي وي، دوی خلک هڅوي چي له قومي، ژبني او سمتي تعصبونو څخه لاس په سر شي، او په راتلونکي کې له لويو ملتونو او قومونو سره اوږه په اوږه ګډ کار وکړي.

همدغه تګلاره ده چې نن په اروپا کې د قوم پر بناء جګړي نه کيږي، او نه هم د قوم پر بناء يو بل ته واک او قدرت سپارل کيږي، هلته هرڅه د لياقت او تجربي له مخي وي.

 افريقا چې د نړۍ وروسته پاتې لويه وچه ده، هلته همدغه د قومونو جنجال تر بل هر ځای ډير دی، او خلک د قوم په نوم وژل کیږي، هر قوم ځان پر بل قوم پورته او ښه بولي.

موږ ګورو چي دافريقا اقتصاد، دهغوی ښوونه او روزنه، دهغوی بنسټيز پرمختګ له ستونزو سره مخ دی، د افريقا د وروسته پاتي والي تر ټولو عمده علت همدغه قبايلي او قومي تعصبونه دي.

موږ نه غواړو چي داروپا په څير دي لږکې قومونه په ډيرکيو کې منحل شي، ځکه چی اسلام هم د قوم بدلون او تغير ته اجازه نه ورکوي، خو دا غواړو چی د وروڼو قومونو په څیر په هيواد کې ژوند ولرو.

که چيرته د افغانانو د هويت پاڼو په مخ د هغوی د قومونو نومونه وليکل شي، نه داچی د بېلوالي، تعصب، جنګونو او ستونزو لامل به شي، بلکه په نړيوال ډول به هم له ستونزو سره مخ يو.

که چيرته زموږ د تاجيک وروڼو په هويت پاڼه کی وليکل شي چی تاجيک، ممکن داسي هيواد ته دده د سفر اړتيا وي چي هغه هيواد به له تاجکستان سره ښې اړيکې نه لرې، او برعکس له افغانستان سره به ښې اړيکي لري، نو ستونزه به يې زموږ تاجيک ورورته وی.

که همدغه زموږ تاجيک ورور تاجکستان ته ولاړشي او هلته د تاجکستان خلک ورڅخه پوښتنه وکړي، چي څوک يې؟ څه به وایې تاجک که افغان؟  حتمي ده چی وايې به افغان يم.

په عمومي ډول سره له ۱۱/۹ وروسته عربي نړۍ زموږ د تاجيک وروڼو په اړه ښه نظر نه لري، داځکه چې دلته ډير عرب مجاهدين ددوی په سيمو (شمال) کې د ځينو ټوپکسالارانو له خوا شهيدان شول ، همدغو ځينو خاصو کسانو چي په سياسي او جنګي محاذ کي د قوم له نوم څخه استفاده کوي، د تاجيک نوم ته صدمه ورسوله، زموږ ډيرو تاجيکو وروڼو همدغه عرب مجاهدين په کورونو کي وساتل، دهغوی درملنه او مرسته يې وکړه، خو د سياسي او ټوپکمارو د ناسمي تګلاري له امله نن دوی هم ځوريږي، او موږ په دي عقيده لرو چې تاجيک ولسونه د نورو قومونو سره د وروڼو په ډول ژوند کول غواړي.

که چيرته عربي نړۍ ته ددوی د تګ اړتيا وي نو بيا به هم همدغه د تاجيک کليمه ورته ستونزه پيداکوي، تاسي به اوريدلي وي چي کله خلک بيرته د حج له مراسمو څخه راوګرځي  نو بيا وايې چي عرب ته به موږ وويل چې افغان يم، سمدستی به يې وويل چي پښتون که تاجيک؟ همدغه ستونزه همدغو ننيو د قوم پر سر تعصب کوونکو څو تنو پيداکړي، که نه تاجيک ولسونه  د جهاد او قومي ورورولي ښه تاريخ لري.

دا ډول هزاره وروڼه چی د سيمې هيڅ هيواد هم دهغوی منلو ته زړه نه ښه کوي، مجبوره به وي چې ځان په منګوليا پوري وتړي، او يووخت به نوي نسلونه له هغوی سره ستونزه لري.

بياهم څو تنه ټوپکسالاران دي چي د هزاره، پښتون، تاجيک او نورو قومونو بيلوالي غواړي، خو هزاره ولس نه غواړي چې د هويت پاڼه دي د هزاره په نوم وي، بلکه ښه ګڼي چي افغان نوم ورته وکارول شي.

دا ډول ازبک چي يواځي ترکيه په ښه سترګه ورته ګوري، د نړۍ نور هيوادونو ته به د ازبک په نوم تګ ورته ګران وي.

او که همدغه ازبک ازبکستان ته ولاړشي، هلته به يې ازبکستان په هيڅ ډول قبول نه کړي، او که په ازبکستان کي پوښتنه ورڅخه  ؤشي چي څوک يې؟ څه به وایې ازبک که افغان؟  حتمي ده چي وایې به افغان.

په ټوله کې د بېلابېلو قومونو له پاره به په کور دننه او دباندي د قوم ليکل د هويت په پاڼه کی ستونزه وي.

زموږ هيواد په بېلابېلو وختونو کې له کورنيو جګړو سره مخ وي، که چيرته خدای مه کړه د تاجيک او ازبک جنګ وي، او يا د تاجيک او پښتون، اويا د بلوچ او هزاره، دا چې لاري مو د يو قوم پر بل قوم سپرې دي همدغه هويت پاڼه ممکن چی د همدغو وروڼو ژوند ته ګواښ شي

زما انديښنه داهم ده دلته په افغانستان کې د صحابه ؤ له وخت څخه  راپاتی شوي مهاجر او مجاهدين عرب هم ژوند کوي، هغوی عرب قومونه دی، او په عربو ياديږي.

که چيرته د هغوی په هويت پاڼه کي عرب وليکل شي، په کوردننه او کور دباندي په په ځينو خاصو وختونو او شرايطو کي ورته ستونزه وي، اوس خو چي دافغان په نوم ياديږي هيڅ مشکل نه لري، دوی ته کومه اړتيا ده چي له افغان نوم څخه بد وړي.

همدغه عرب که کوم کوم هيواد او يا سعودي ته ولاړشي، او ورڅخه پوښتنه ؤشي چې څوک يې؟ څه به وایې؟ عرب که افغان؟ حتمي ده چې وايې به افغان.

دا ډول ځينې هغه تاجيک او ازبک وروڼه چی له تاجکستان او ازبکستان څخه د دوی پر هیوادونو د کمونسټ انقلاب ديرغل په وخت کې زموږ هیواد افغانستان ته رامهاجرشوی وو، کیدای شي د وخت په تیريدو راتلونکی افغان نسل (پښتون، تاجيک، ازبک، هزاره ..) هغوی ته ووايې چي تاسي زموږ وروڼو قومونو  (پښتون، تاجیک، ازبک، هزاره، بلوچ، ترکمن، نورستاني …) ترمنځ ستونزو او اور ته لمن وهئ، ښه داده چي بيرته خپلو سيمو ته ولاړشئ.

ددي له پاره چي د مسلمان په صفت له دغه ډول ناروا کړنو څخه مخنيوی ؤشي، هيواد د ترقي او پرمختګ په لور ولاړشي، اميد دی چی همدغه  څو جنګي جنايتکارانو ته وروڼه قومونه وخت ورنه کړي چې زموږ وروولي، ملي يووالی او افغاني غرور ټوټه ټوټه کړي، اوپه دغسي کړنو خپلو بادرانو ته د افغانستان د تجزيې او بېلوالي ور پرانيزي.