له هرڅه لمړی دکوچني اخترد رارسېدوپه مناسبت دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولومسلمانانوته مبارکي وایو.

له پخوانۍ خبرتیاسره سم نن داګست میاشتې په اتمه ۸ نېټه دجرمني بایرن آیالت دمونشن ښارد میرویس نیکه په جامع جومات کې دوه ځلې د کوچني اخترلمونځ ادأ شو.

د دواړو لمونځونود اداکوونکوشمېرله توقوع څخه لوړڅه چې لا یوشمېرکسان خودباندې په دهلېزونوکې هم ناځاېدل.

داچې دمیرویس نیکه جامع جومات د رهبري هیئت غړولا وار دمخه هرڅه سم تنظیم کړي وو نو ځکه ټول مېلمانه په پوره خوشحالي د اختر لمانځه له ادأکولوڅخه وروسته خپلو کورونوته ستانه شول.

ما ته تربل هرڅه دخوشحالي ځای دا و، چې د دومره ګڼ شمېرمېلمنو له وجود سره سره نه یوازې کومه بې نظیمي را مینځ ته نه شوه، بلکې هرګډونوال خپل کورته دتلو په وخت کې خپله برخه کیک او کلچې هم ورسره واخیستې .

ماچې داخترلمانځه دا درانه اداکوونکي دتلوپه وخت کې دمیرویس نیکه له جامع جومات څخه بهر لیدل ډېر راته په زړه پورې ځکه و، چې د دوی ګڼې ګوڼې ته المانان اونورلارویان حیران وو، چې دا څومره په ګڼ شمېرسره مخلوق بې له کومې بې نظمي څخه  خوځیږي راخوځيږي.

ما ته دیو آزاد ژورنالیست په صفت دا تر بل هرڅه د خوښي اوقدروړ مسئله وه زه وایم ای خالقه داسې ورځ راولې چې په ګران هېوادکې موسوله حاکمه او داخترلمونځونه مو بې له کومې پېښې ادا شي.

ای ربه له موږ څخه مروره سوله بېرته را پخلا او ګران هېواد ته راستنه کړې

الله امین یارب العلمین

محمدامین بسمل

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20188

 

Door Guest