Mali Ghorzan

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د پام وړ! د زمري ۲۸ د افغانستان په تاريخ کې د سياسي خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو له بده مرغه له څو کلو راهيسې دا ورځ په لوی لاس هېره شوې ده او يوازې د ډېرو عادي مراسمو په ترڅ کې د تړلو دروازو تر شا يې يادونه کېږي. سږکال د ولس له خوا او په ځانګړې توګه د افغان ملي غورځنګ لخوا دا ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو ونمانځل شوه. شانداره د امکاناتو له مخې نه وه، بلکې د ولس د پراخ ګډون او د وطنپالنې د ولولو له مخې ډېره شانداره وه. معنا دا چې افغان ولس پرخپل هېواد او خپلواکۍ مين ولس دی او هڅه يې وکړه د خپلواکۍ کاليزې د نمانځنې له لارې د وطنپالنې خپله پياوړې روحيه څرګنده کړي. دخپلواکۍ له جشن سره جوخت ولسمشر يو ځل بيا د کورنۍ جګړې د يوه مهم لوبغاړي (احمدشاه مسعود) د دولسم تلين په مناسبت د لوړې کچې يو لوړ پوړی دولتي پلاوی وټاکه او دنده يې ورته وسپارله، چې دا تلين بيا هم په ډېره لوړه کچه ونمانځي. که څه هم احمدشاه مسعود د افغانستان په معاصر تاريخ کې يوه لانجمنه او متنازع فيه څېره ده، خو دولت يې هرکال د تلين په مناسبت په مليونونو ډالر لګوي او د دولت يو شمېر مهم کسان پرې بوخت ساتي، خو د خپلواکۍ ورځ چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د يوه ملي جشن په توګه نمانځل کېږي، په لوی لاس له پامه غورځول کېږي. زموږ په اند اوسنۍ واکمنه اداره لا هم د نظار شورا په لاس کې يرغمل ده، هغه شورا چې د سقاو زوی ته د غازي په سترګه ګوري او د خپلواکۍ اتل غازي امان الله ته د انګرېزانو د جاسوس خطاب کوي. زموږ په اند يو شمېر پردۍ پالې کړۍ هڅه کوي د افغانستان ملي وياړونه او اتلان سپک کړي، د افغانستان ملي هويت وننګوي او د ملي يووالي شېرازه له منځه يوسي او له بده مرغه واکمنه اداره د دوی په لاسونو کې لوبېږي او پرېږدي چې افغان ولس ورځ تر بلې سره ووېشل شي. موږ په دې توګه ولسمشر او واکمنې ادارې ته خبرداری ورکوو، چې که د ملي هويت او ارزښتونو د ساتنې لپاره يوه پياوړې ستراتيژي غوره نه کړي، استعماري کړۍ او پردۍ لاسوهنې به د افغانيت د مسخ کولو په لار کې دومره پرمخ ولاړ شي چې بیا به يې زيانونه د جبران وړ نه وي. افغان ملي غورځنګ چې له ملي هويت او ملي ارزښتونو څخه ننګه خپله يوه مهمه دنده ګڼي، خبرداری ورکوي چې نور به د افغان ولس ملي هويت، ارزښتونو او وياړونو ته سپکاوی ونه زغمي او که دولت بيا هم بې غوري کوي، نو بايد چې عواقبو ته يې غاړه کېږدي. زموږ ارمان؛ خپلواک افغانستان! مطبوعاتي څانګه