لیکوال: جمال کټوازی

دا لیکنه مې په ګران هیواد افغا نستان کې د ولسمشري ټا کنو لپاره د جوړ شویو ټا کنیزو ائتلافو نه په هکله کړي، تر څو ددي  ډلو ترمنځ ځا نګړي تو پیرونه  په ډاګه شي.

لمړی به را شو جګړه مارا نو ته:

جګړه مار،هغه نظا مې او سیا سي مشرته ویل کیږي،چې په یو هیواد کې د ځا نګړي سیمې واک پخپل لاس  کې ولري،ځان نا پیئلی بولي، د مرکزي حکومت او دهیواد د قوانینو ځا ن تا بع نه بولي. یو جګړه مارپه خپلو کړونو کې د نورو جر مي با نډو دمشرانو سره هیځ توپیر نه لري.

ټول افغا نان، غربي نړی او ګاونډي هیوادونه اوس په دي ښه پو هیږي، چې جګړه ماران په افغا نستان کې د حکو مت کولو وړ تیا نه لري. جګړه ماران پخپله هم اوس په دي پو هیږي، چې دوئ د حکومت کولو په از موینه کې نا کام شول او نور افغانان دجګړه مارانو ظلمونه نه شي ځغملی..

د ډاکتر نجیب لله د حکو مت د را پرځیدو او  د شمالی ټلوالې د بر یا لیتوب ځخه  ورو سته جګړه مارانو د افغا نستان په ځینیو سیمو  خپلې منګولې ټینګې کړي، چې ښه بیلګه یې، احمد شاه مسعود، دوستم، عطا محمد نور، اسما عیل خان، محقیق، عبدالعلي مزاري  او دا سلا مې ګوند ځیني قو مندانان لکه زرداد او داسي نور دي، چي د خپل منځي جکړو په پا ئیلوکې یې کابل ړنګ او په زرګونو بیګناه کسان یې شهیدان کړل.

 نو د جکړه مارانو دا تش په نوم ټا کنیز اعتلا فونه یوازي ددي لپاره دي، چې دوئ د جهاد او مقا ومت په نا مه خپلی سیا سی او اقتصادي ګټې تر لا سه کړي او د خلکو څخه باج واخلي.

تکنو کراتان:

تکنو کرات کارپوه کس ته ویل کیږي او تکنو کراسي د تکنیک (فن، مسلک) څخه اخیستل شوي.

تکنوکراسي هغه اداري سیستم ته وایي، چي په هغه د مسلکي اوکار پوه کسا نو څخه سلاوي تر لاسه کیږي او یا هغه سیا سي نظام ته ویل کیږي، چي په هغه  کې ټو لي سیا سي، ټولنیزي اواقتصادي چاري د تکنو کرا تا نو (کارپوه او فني) کسا نو له خواه تر سره کیږي.

دکرزي د حکومت دراتګ سره سم په حکومت یا هم دافغا نستان په نوروټولنیزو، اقتصادي  او مدني ټولنو کې ډیرتکنو کراتان لکه، اشرف غني احمدزی، احمد علي جلالي، رمضان بشردوست، فاروق وردګ،کریم خرم….. په کار بو خت شول، چې په افغا نستان کې دا ورستي اقتصادي، ټولنیز او سیاسی پر مختګونه ددوئ د زیار او هڅو بر کت دي.

مصلحت:

په افغا نستان د امر یکا یا نود یرغل څخه وروسته، امریکا اونورو غر بی هیوادو نو داسي هڅي پیل کړي تر څو افغا ن جګړه ماران او تکنو کراتان د حکومت په چو کاټ کې سره را یو ځائ کړي، تر څو امریکا په اسا نه ډول خپلو مو خو ته ورسیږي.

خو کوم وخت، چې د حا مد کرزي تر مشري لا ندي داسي یو حکومت را منځ ته شو،چې په هغه کې له یوي خواه جګړه ماران لکه، قسیم فهیم، عطانور،سیاف، دوستم،اسما عیل خان او له بلی خوا څخه تکنو کرا تان لکه: اشرف غني احمدزی، علی احمد جـلالی، انوارالحق احدي، فاروق وردګ، کریم خرم اور ګډ شول.

خو ډیر وخت لا تیرنه وو،چې افغان مرکزي حکو مت تکنو کراتا نولکه، دهغه وخت د کورنیوو چاروزارت وزیرجلالي اوپه افغا نستان کي د امریکا دهغه وخت سفیر خلیلزاد هځي پیل کړی تر څو جګړه ماران لکه اسما عیل خان او دوستم کابل ته راولي او نوي مقا مونه ورته وسپاري، خو هغوئ دا کار د ځان لپاره یو خطر وبا له او کا بل ته یې د را تګ څخه ډډه وکړه. جکړه مارانو لکه اسما عیل خان داسی هڅې پیل کړي، تر څوخپل سیمیز حا کیمیت نورو سییموته پراخ کړي. چې یو بیلګه یي د اسما عیل خا ن هڅي وی، تر ځو د شنډند ولسوالي، چې ډیر اوسیدونکې یې په خټه پښتا نه دي تر خپل کنترول لاندي راولي، خود اسما عیل خان دا هڅي د اما ن لله خان تر مشري لاندي د شنډنډ د اوسیدونکو له خواه د نا کا مې سره مخا مخ شوی او اسما عیل خان یي په شاه وتمباوو. همدارنګه د هغه وخت ددفاع وزیر جګړه مار قسیم فهیم او د هغه وخت د مالې وزیر تکنو کرات اشرف عني احمدزی تر منځ هم د ملی د فاع وزارت د بو دیجي په سر ستونځې را پیدا شوي. او اشرف غني احمدزي قسیم فهیم ته خپل تیز غا شو نه ور ښکاره کړل.

د جګړه مارانو او تکنو کراتا نو تر منځ د نظر او عمل نه یوالی، کرزي دي ته مجبور کړ تر څو خپله لاره ما لو مه کړي او د یوي لا بلي خواه سره خواخوږي ښکاره کړي.

خو کرزي د نورو تکنوکراتا نو شتون د خپل ځا ن لپاره خطر وبا له،هغه داچې کرزي په خپل ځا ن کې دومره وړتیا نه لیدله تر څو د ولشمري د ټا کنو پر مهال د اشرف غني، خلیلزاد او داسي نورو تکنوکراتا نو سره سیا لي وکړي. نو هغه وو،چې کرزي د جګړه مارانو خوا خپله کړه او پخپله کرزي، قسیم فهیم او نورو جګړه مارانو د هغو خپلو ځا نګړو اړویکو څخه،چې د سي ای ي او کوچني بوش سره یي لرلي، ګته پورته کړه او په امریکا او د امر یکا په پلویا نو یې زور واچاوو تر څو ټول هغه تکنو کراتان،چې دوئ ځان ته خطر بلل د دندو ګوښه کړي. هغه وووچې کرزي او جکړه مارانو ته میدان ور خالي شوو، تر څودولتي ځمکې غضب او په نورو ډول ډول در غلیو خپل جیبونه ډک کړي.

Door Guest