Mali Ghorzan

د افغان ملي غورځنګ غړي پرون په ډېرې خواشينۍ سره خبر شول، چې د کاذبو اتلانو د نمانځنې په پلمه يو شمېر شرخوښو د ژوندون راډيو تلويزيون پر حريم بريد وکړ او هڅه يې وکړه د دغې رسنۍ کارکوونکو او ساتونکو او تاسيساتو ته زيان واړوي.

افغان ملي غورځنګ دغه ترهګر عمل په کلکه غندي او په لاندې ټکو کې خپل غبرګون څرګندوي:

1. زموږ په اند قومندان مسعود د کورنۍ جګړې يو لوبغاړی دی او د کره معلوماتو له مخې د بشري حقونو د کميسون په راپور کې يې پر بشري حقونو د تېري په اړه ډېر اسناد راغلي دي. زموږ په اند ده ته د ملي اتل د لقب ورکول او د ده په نامه د يوې ورځې رخصتي کول نه يوازې د تاريخي واقعيتونو خلاف عمل دی، بلکې د ټولو هغو شهيدانو له وينې او قربانۍ سره لويه جفا ده چې د ګران افغانستان د خاورې، ناموس او عقيدې د ساتنې په لار کې يې سرښندنې کړې دي. موږ د بشري حقونو له کميسون څخه کلکه غوښتنه کوو، چې سمدستي دې د خپل چمتو شوي راپور له پاڼو دوړې وڅنډي او هېوادوالو او نړيوالو ته دې واقعيتونه په ډاګه کړي. که دا چار نه کېږي، د بشري حقونو کميسون د ايجاد يومهم منطق له منځه ځي.

2. د مسعود د تلين د نمانځنې په پلمه هر کال د دې خوار ولس په مليونونو ډالر ضايع کېږي او هر کال يو شمېر شرخوښي لارو او کوڅو ته راوځي او د کابل کړېدلو خلکو ته د کورنۍ جګړې د وحشت او بربريت ترخې خاطري وريادوي، پر زخمونو يې مالګه دوړوي او د هېواد د راتلونکې په اړه يې اندېښنې پاروي. موږ پروسږ کال هم په دغه ورځ د بربريت او وحشت د پېښې شاهدان وو او سږکال بيا هم هماغه بربريت تکرار شو. موږ د افغانستان له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې د دغو شرخوښو د بربريت مخه ونيسي، د تېرکال او سږکال قانون ماتوونکو ته قانوني سزا ورکړي، او د بيت المال هغه پيسې چې په دې ورځ ضايع کېږي، د شهيدانو وارثينو ته د مرستې په توګه ورکړي.

3. د مسعود د تلين نمانځل د کورنۍ جګړې د مهال په څېر هر کال په افغانانو کې د قومي او سيمه ييزو کرکو او تاوتريخوالي د پارولو لامل ګرځي. موږ په کلکه غوښتنه کوو، چې په دې نامه رخصتي دې لغو شي او د تاريخي اسنادو او واقعيتونو تر سپړل کېدو پورې دې، د ۱۳۵۷ کال وروسته پېښو لوبغاړو او شخصيتونو په نامه د ورځو، مډالونو او واټونو له نومولو کلکه ډډه وشي.

4. افغان ملي غورځنګ تر دې وړاندې په يوه اعتراضيه اعلاميه کې پر دولت نيوکه کړې وه چې د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې له نمانځلو څخه د امنيتي ستونزو په پلمه ډډه کوي، خو د مسعود د تلین لپاره بيا لوړپوړی دولتي پلاوی ټاکي او د بيت المال پيسې پرې لګوي. پرونيو پېښو او د هغو پر وړاندې د چارواکو چوپتيا دا ثابته کړه چې اوسنی حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر حامد کرزی په رښتيا د پخوانيو جنګسالارانو په لاسو کې يرغمل دی. موږ پر ټول افغان ولس او هېوادپالو ځواکونوغږ کوو، چې نور له اوسنۍ واکمنۍ څخه د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې تمه مه کوئ او راځئ چې لاسونه سره يو کړو او خپل هېواد او ولس د اوسنۍ مافيايي ادارې او د جنګسالارانو له واکمنې ټلوالې څخه وژغورو.

په پای کې افغان ملي غورځنګ د ژوندون راډيو تلويزيون مشرتابه او کارکوونکو ته ډاډ ورکوي، چې د ملي ګټو او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په لار کې به يې د هر ډول ګواښونو پر وړاندې کلکه ننګه او ملاتړ کوي.

په درنښت

مطبوعاتي څانګه

د وږي ١٩ مه، ١٣٩٢