په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان خلکو او د مترقي غورځنګ نه ستومانه کیدونکی مبارز او په ځانګړي ټوګه پکتیکا خپل یو اصیل بچی له لاسه ورکړ، جنرال عبدالوهاب (راز) ددې دنیا نه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

إنا لله وإنا إليه راجعون

په دې وسیله د خدای بخښلي ارواح ښاد جنرال عبدالوهاب راز د ناڅاپي مړینې له کبله خپله غمشریکي او همدردي دده کورنۍ، دوستانو، ملګرو او په ځانګړي توګه د پکتیکا ځوریدلي ولس ته چې یو ځل بیا ددې ملي ماتم په ساحل لاهو شول، وړاندې کوم. ده ته جنت، او دده کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته تسلیت او صبر غواړم.

 خدای بخښلی وهاب راز ما له پینځه کلنۍ را په دې خوا پېژاند، هغه یو منلی، سپېڅلی، زړه سواند، عالم، حلیم، لیکوال، سیاست پوه، په ولس او وطن مین او د عالي معنوي تفکر خاوند و. پرته له مبالغې ویلی شم چې هغه د پاک نفسۍ او پرهېزګارۍ یو با وجدانه او د لوړ کرکتر علي شخصیت و، او دغه ځانګړتیاوې او ممیزات په ده کې هر چا پیدا کولی شول.

دا چې ارواح ښاد وهاب راز نن زموږ په منځ کې نشته او د مترقي غورځنګونو په منځ کې یوه لویه تشه رامنځ ته کړې، خو په ډاډ سره وېلی شم چې ګران افغانستان او د هغه شریف ولس خپل اصیل بچیان نه هیروي او د عبدالوهاب راز نوم به هم د نوښتګرو غوځنګونو په تاریخ کې تلپاتې وي.

په دې ډول یو ځل بیا غواړم د خپل ټپي زړه ویرجن احساس په خپل شعر کې دده پتمنې کورنۍ او د افغانستان ځوریدلي ولس ته ډالۍ کړم.

حسام الدین حسام

هالند ۲۰۱۳ د نومبر ۱۲

د وطن بورا ته

ګران ملګري عبدالوهاب راز ته

د ډک زړګي تسلي چا ته ورکړم

دا د پیړۍ راز د ساتلو نه دی

نن هغه (راز) چې مې په راز شریک و

د هغه مرګ خو د منلو نه دی

ربه دا زړه د دریدو کله و

دغه برجل د نړیدو کله و

 ***

یتیم وطن کې په ژړا را لو ی شو

د ورکو هيلو په غوغا را لوی شو

دۍ شنه آسمان ته، په انګولا را لوی شو

چوپو دردو کې په رښتیا را لوی شو

ربه دا زړه د دریدو کله و

دغه برجل د نړیدو کله و

 ***

قفس سینه کې زمانې پرتې وې

هم افسانې هم فلسفې پرتې وې

د ګران وطن لوېۍ نقشې پرتې وې

هم سباوون ته هنګامې پرتې وې

د اوښکو څاڅکي کوم دریا ته ورکړم

د ژړا داغ کومې خندا ته ورکړم

ربه دا زړه د دریدو کله و

دغه برجل د نړیدو کله و

 ***

زړه یې بوډا، خو وه امسا د وطن

پکې پرته وه روبنا د وطن

هم بامیان هم پکتیکا د وطن

تل عبادت یې و ثنا د وطن

د «راز» کلي کوم انبیا ته ورکړم

زه مې پریاد کومۍ انګولا ته ورکړم

ربه دا زړه د دریدو کله و

دغه برجل د نړیدو کله و

***

د مات زړګي یې تل سجده وه ورته

جوړه یې ځاله کې کعبه وه ورته

برجل یې پټه خزانه وه ورته

مینه یې پاکه پښتنه وه ورته

ربه دا زړه د دریدو کله و

دغه برجل د نړیدو کله و

***

د قلم اوښکې د زړګي رېنګې دي

په زولنو کې د طوطي رېنګې دي

د اسیر زړه د آزادي رېنګې دي

پردېس حسام کې انګارې رېنګې دي

د وهاب جان مینه په چا وکړمه

که په تقدیر باندې بلوا وکړمه

ربه دا زړه د دریدو کله و

دغه برجل د نړیدو کله و

Door Guest