Genearl-Raaz-660x330

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پکتیکا لومړنی والي او د افغانستان د پوځ تکړه منصبدار برید جنرال عبدالوهاب راز کټوازی د ۶۴ کلنو په عمر د شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې له دې دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټي کړلي. نوموړی د ژوند په وروستیو شپو ورځو کې د زړه د حملې له کبله ځوریده. جنرال راز په کال ۱۳۲۸ لمریز کال کې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې زیږیدلی او خپلې زده کړې یي د کابل په حربي ښوونځي او بیا په حربي پوهنتون کې پای ته رسولي دي. له ۱۳۴۸ لمریز کال څخه تر ۱۳۵۷ لمریز کال پورې د حربي پوهنتون د لوژیستیک د پوهنځي د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړې. وروسته له هغه یعنې په ۱۳۶۱ لمریز کال کې کله چې په لومړي ځل د لوی کټواز او ارګون له ولسوالیو څخه د پکتیکا ولایت تشکیل شو، نوموړی د پکتیکا د والي په توګه وټاکل شو او تر ۱۳۶۵ کال پورې هلته والي پاته شو. په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د وخت د حکومت د وزیرانو په شورا کې د ملي مصالحې د کمېسیون غړی پاته شوی. په کال ۱۳۶۷ کې د سیمه ایزو ارګانونو د قدرت او دولتي ادارې د ریاست د مرستیال په توګه کار کړی دی. له ۱۳۶۹ څخه تر ۱۳۷۲ لمریز کال پورې د ملي دفاع وزارت د لوژیستیک د ریاست د سیاسي امر په توګه دنده تر سره کړې ده. د کرزي د حکومت په راتلو سره نوموړي د ملي دفاع په وزارت کې د فعال احتیاطي افسر په توګه دنده تر سره کوله او ورسره په څنګ کې په نورو علمي او قومي ټولنو کې یي فعاله برخه لرله. جنرال صاحب راز چې د پکتیکا زیاتره خلک یي د والي صاحب په نوم هم پیژني، یو خیرخوا او پر خپلو خلکو او په تیره بیا په ځوانانو مﺉین سړی و او تل به يي ځوانان زده کړو ته هڅوول. تندرنیوز اداره د نوموړي مړینه نه یوازې د پکتیکا بلکې د ټول افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه بولي. د خدای بښلي راز ارواح دې ښاده او د نوموړي کورنۍ او خپلوانو ته یي جمیل صبر غواړي.

د تندرنیوز اداره څخه په مننی