ژمن پاڼې د هيواد د روانو حالاتو اړوند د هيواد او سيمې په سطحه له تکړه او منل شوي ليکوال، خپلواک څيړونکې او سياست کوونکې ډاکټر رحمت ربي ځیرکيار سره لنډه مرکه کړي، ژمن پاڼه له قدرمن ځیرکيار صاحب څخه د زړه له تله مننه کوي چې په ورين تندي يې زموږ غوښتنه ومنله او د ژمن پوښتنو ته يې خپل ځوابونه په ليکلي ډول را استولي دي.

۱-پوښتنه: کرزی له امریکا سره د تړون د نه لاسلیکولو په باب پر خپل دریځ ټینګ دی، امریکایانو لږ تنازل وکړ، حالت تقریباً یوه بن‌بست ته رسېدلی، څه فکر کوئ، بالاخره به د تړون برخلیک څه شي؟

۲-پوښتنه: د کرزي ځینې وزیران، په تېره هغه چې له ټلوالې سره ښې اړیکي پالي، د تړون د لاسلیکېدو پلوي دي، که یې دوی لاسلیک کړي، څه حقوقي ارزښت به ولري؟

۳-پوښتنه: که تړون لاسلیک شي، پر جګړې او په تېره له طالبانو سره به د سولې بر بهیر څه اغېز ولري؟

۴-پوښتنه: د کرزي او امریکا د اړیکو په پام کې نیولو سره، څه فکر کوئ، امریکا به په راتلونکو ټاکنوکې کرزي پلوی نوماند غوره کړي که څنګه؟

۵-پوښتنه: راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ ځینې نوماندان په څرګند ډول د تړون د لاسلیکېدو پلوي کوي، د دوی دغه بې دريغه ملاتړ څنګه ارزوئ؟

 Zirakyar -2

د ډاکتر ځــیـرکیار جوابـونه

۲۱ دسمبر ۲۰۱۳

۱.  د ستراتجیک همکارۍ په  تړون  کې د امریکې د حقوقـو برخه درنه ده، خو په مقابل کې یې د ښکیـل شـوي افغانستان د حقـوقـو بـرخه سپکه ده. د تړون ډکون په اڼـډول شرایطو کې نه، بلکې د نـیواک پـه شرایطـو کې رامنځتـه شـوی دی، او لــه دې امــله حــقوقي مــوازیـن او د افـغــانستان ملي ګټې پکــې یـــرغـمل شــوي دي. پــه  ۱۹۸۹/۱۹۸۸ کې د هــغــه مهـال د شـوروي اتــحــاد دبهــرنیــو چــارو وزیــــر« شــیـوارنـادتـڅې»  پــه کابل کې  د خلکي/پــرچمي ګــونــد د مـرکزي کمیټــې په وړانـدې خپل اڼـډیوال ډاکــتر نجیب پـه دې پـوه کړ چې شـوروي پــوځونه له افغانستان نـه وځي. شـیوارنـادڅې ورته وویل چې د کابـل رژیم دې د ملیګرۍ چغه لوړه کړي چې شوروي نـیواک ګـرې قواوې یـې  ویستلې دي. شیــورانادڅې غــوښتل چې نجیب دې  د مليګـرتیا د ادعا له لارې غــیرګونـدي افــغــانان د ځان ملګـری کړي. ښایـي د امــریکې مشرانو به هـم خپل ګوډاګي  کــرزي تــه سپارښتـنه کــړې وي چې د ستراتــجیک اڼـډیـوالتیا د تړون سره  دې مخالـفـت وښئ او له دې لارې دې خپل ولس وغـولـوي.

 ۲. تــر څــو چې کرزی ژونـدی اوعا قـل وي او خپـل اوسنئ رسمي مقام یې ساتلی وي، وزیـران یـې دغـه کـار نــشي کــولي.

۳.  د سـولې بهـیـر نه، بلکې د جنګ بهـیـر به ګړندی او تـاوجـن شي ځکه چې لازیات افغانان به د پاڅـونـوالـو سـره ملاتـړ وښـئ.

۴.   امـریـکا چې هـر څــوک غــوره کــړي، لــږ تـر لږه  د کرزي  پــه شان یــا تر ده زیات سـر ټـیـټــی بــه وي او د لـږو پـیسو اوغـړنـدو  امتـیا زونو په مقابل کې به ډیـر کارکوي.

۵.  امریکا کرزي ته د پـښتـون په ستـرګه کسي او پـښتون په افغانستان کې قدرت  او اکثـریت دی او د ټـول افغانستان د ملي او اسلامي پـیـژاند خـوندي کـوونکی ځـواک دی. له دې امله یې کـرزي ته د یـرغـل شوي افغـانستان مشري ورسپارلې ده. د امریکې جنرالان او ملکي مشران د اتحادشمال مشرانو ته په سپکه سترګه کسي(ولولئ زما لاندې مل شوې لیکنه*). له دې امله به د امریکې لپاره مشکله وي چې د اتحادشمال په کوم مشر د افغانستان د مشرۍ پـیرزوینه وکړي. خو که ویــې کړي، نو د افغـانستان ملي او اسلامي عناصر، په تیره د پښتنو پـرګنې بــه د پاڅونــوالـو سـره ملاتـړ او معـنــوي همکارۍ تـه را وپــاروي.  امریکې په یـو بل پـښتون  باندې هم له یـو څه وخت راهـیسې لاس وهـلی دی. که د واشنګټـن، لــندن او پاریـس قــدرتمنـدانو عـقـل  او نـوکې انـصاف لـرلای، بــایــد د غـل واکــانـو ، د جنـګ د جنـایت کــارانــو،او نــورو سرټـیټـو او ټـنګه سـرو عناصرو  پــه ځــای بــه  یــې د ډاکـتـر بـشـردوســت، وکـیل احمد متـوکل او مـلا ضعــیف لــه صداقــت،استـعـداد او غـبـرګـوونکې ملي قـوې نـه کار اخیستلی واي.

 * امریکه، شمالي ټلواله او د جنګ جنایتونه په څلور کتابونو کې، ۲۰۰۹

Zirakyar, America, Northern Alliance and War Crimes: “Bullshit” Politics, 2009