۱۱، مرغومی ۱۳۹۲

۱ جنوري ۲۰۱۴

کابل

د بهرنیو ځواکونو موجودیت، مخدره توکي، ظلم او بې عدالتي،

د قانون نه حاکمیت او فساد د افغانستان د جګړې او نا امنیو ستر عوامل دي!

۲۰۱۴ له جګړو، وژنو او مفسدینو پاک افغانستان غواړو!

پر افغانستان د درې نیمو لسيزو تپل شویو جګړو، د بهرنیو ځواکونو حضور، اداري فساد، ظلمونو او بې عدالتیو او قانون نه حاکمیت له امله د افغانستان د بې وزلي ولس ټول قومونه او سيمې پر راز راز کړاوونو، مرګ ژوبلو، علمي، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي فقر اخته او د ژوند او پرمختګونو له ټولو مزایاوو بې برخې ساتل شوي دي. د دغو جګړو خوند يواځې هغو نړېوالو کړیو او د هغوی یو شمير لاسپوڅو او اجيرو افغان کړیو او اشخاصو  څکلې او اقتصادي او سیاسي ګټې يې کړي چې دغه اور يې بل کړی او له جګړو او بې ثباتیو تغذیه کيږي.

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) د هيواد د مستضعفو ولسونو د ارادو د یو ممثل ارګان په توګه د هيواد د خلکو د ښه، سوکاله او سرلوړي راتلونکي لپاره په لاندې ډول غوښتنې مطرح کوي او له کورنیو او نړېوالو چارواکو او ولسونو يې د ملاتړ او عملي کيدا غوښتنه کوي.

۱.  موږ ۲۰۱۴ له جنګ جګړو، بهرنیو ځواکونو، له کورنیو او بهرنیو بريدونو او لاسوهنو، ظلم او بې عدالتیو، چور تالان او فساد پاک او د سولې، امن، ټولنيز عدالت او قانون حاکمیت لرونکی افغانستان غواړو!

۲. لکه څرنګه چې د ۲۰۰۱ له پای د ۲۰۱۳ تر پایه په افغانستان کې یوې بلې تپل شوې جګړې او د بهرنیو ځواکونو پراخ حضور د افغانستان د خلکو امنیت لا پسې خراب کړ او هغوی هم د بهرنیانو او هم د کورنیو مخالفینو لخوا له مرګ ژوبلو او ويرونو سره مخ شول، لسګونه زره بې ګناه انسانان ووژل شول او سلګونه زره ټپي او بې کوره شول، کلي او ښارونه وران او ډېری خلک پر اقتصادي او امنیتي فقر اخته شول، نو ځکه خو تر دې وروسته هم د امریکا او متحدینو نظامي حضور د افغانستان لپاره ګټور نه بلکه د کشالې ادامه بولو، او له مهالوېش سره سم د ټولو بهرنیو قواوو د وتلو او پر ځای يې له افغانستان سره په لکي او اقتصادي برخه کې د مرستو غوښتنه کوو څو هم افغان او هم بهرنۍ میندې د خپلو اولادونو له وير او ماتم څخه خلاصې او د خوشاله او سوکاله ژوند څښتنانې شي!

۳. موږ په هيواد کې د سولې، ښې حکومتدارۍ، قانون حاکمیت، سراسري امنیت، عادل او حساب ورکوونکي شفاف نظام، متوازن انکشاف علمي، فرهنګي او اقتصادي پرمختګ او هم د ډار اچونې او مخدره توکو د مخنیوي او قاچاق  په لړ کې د افغان دولت د جدي عملي مبارزې او د ملګریو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د نړېوالو دوستو ولسونو د صادقانه ټینګ او پراخ ملاتړ غوښتنه کوو.

۴. موږ له افغان ولس، ملګریو ملتونو او ټولو دوستو نړېوالو هيوادونو او ولسونو په ټینګه غوښتنه کوو چې له دې وروسته ټول هغه پيژندل شويو مجرمينو او مفسدينو ملاتړ پرېږدي او له صحنې ويستلو کې يې رغنده ګامونه پورته او د محاکمې ميز ته يې راکاږي، چې د افغانستان د خلکو پر ژوند او سیاسي، اقتصادي، علمي او فرهنګي سرنوشت يې لوبې کړي او ملي پانګه او د نړېوالو مرستې يې چور او تالا کړي دي.

۵. موږ پر افغان دولت، طالبانو، حزب اسلامي او نورو وسله والو مخالفینو غږ کوو چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د بې ګناه او هردم شهیدو افغانانو انساني کرامت او ارزښتونو پر اساس جګړه پای ته ورسوي او د سراسري سولې، امنیت او د هیواد د فلاح او سرلوړۍ لپاره رښتيني او رغنده ګامونه پورته کړي.

Door Guest