د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)خبرتیا

له جګړو سره خدای پامانۍ او بې جګړې ۲۰۱۴ مراسم- له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۴ پورې د هېواد له ملي مدني مبارز اکاډېمېسن پروفيسر محمد صديق افغان سره! ټولو درنو افغانانو، ملي او مدني مبارزينو، علمي، فرهنګي، ټولنيزو او سیاسي سازمانونو او فعالینو او د رسنیو استازو ته بلنه ورکوو چې، د هېواد له ملي مدني مبارز اکاډېمېسن پروفيسر محمد صديق افغان سره د هيواد د ملي ګټو، بې جګړې، سوکاله او خپلواک افغانستان لپاره تېر کړي او په دې توګه په ملي او نړېواله کچه له جګړې او انسان وژنې سره خپله پراخه کرکه او نفرت اعلان کړي! د نړۍ د فلسفي رياضي نابغه پروفيسر او اتل محمد صدیق افغان له خپلو ملګرو سره نن ۲۲مه ورځ راهېسي ستاسې او ستاسې د ګټو لپاره خپل کور او کار پرېښی او شپه او ورځ په دغې یخه هوا او ناوړه روغتیايي حالت کې د سړک پر سر د اعتصاب په حالت کې تېروي.

 نن ماښام به یاد شخصیت د ګڼ شمېر مدني ټولنو، شوراګانو، سازمانونو او فعالینو لخوا بدرګه او د هغه ملي مدني مبارزه به وستایل شي.

تر څنګ به يې په ۲۰۱۴ کې له جګړې پاک افغانستان لپاره د مدني ټولنو او شخصیتونو ګډه اعلامیه هم خپره شي.

 هغه ټولنې او سازمانونه چې غواړي په دغې اعلامیه کې یاد شي هیله ده خپله لوګو او د ملاتړ لیک له نظریاتو او یادښتونو سره د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) په پته را ولېږي

. نن ماښام به د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د غړيو ډاکټرانو یو ټیم د هغه د روغتیايي معایناتو لپاره هم هلته راځي. د یادولو وړ ده، چې مبارز دوستان باید د بهر حرارت درجې سره سم لباس، او د خپلې اړتیا وړ خوراک او څښاک امکانات، او د امکان تر حده انټرنیټ له ځان سره ولري.

 وخت او نېټه:

 د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر ۳۱مه، د سه شنبې له ماښام ۵ بجو د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ تر لومړۍ، چهار شنبې شپې تر ۱ یا سهار تر ۶ بجو ځای: د عامه کتابتون څلورلاری، ګلبهار سنټر تر څنګ، کابل – افغانستان

 یادونه: هيله ده دغه اپیل د خپلو ایمیل ادرسونو، ټوېټر، فیس بک او نور ذرایعو له لارې په پراخه پیمانه خپور کړئ! facs.kabul@gmail.com