خبر تیا

16.012014

د امریکا جنګي الوتکو د جنوري په ۱۵ نیته د پروان ولایت د سیاګرز په ولسوالي کې  په کورونو باندې د وحشت  نه دکې بمباري وکړ چه په کې په لسګونو ملکیان د ښځو او ماشومانو په ګدون په شهادت ورسیدل.

د اشغالګرو قوتونو د بمباریو لړي ، امریکا سره د امنیتي تړون د بحثونو سره جوخت زورور شوې او د حقونو ، سیاسي اخلاق او انسانیت د چوکات نه بیخي وتلې  ده . په واقعیت کې  امريکا او متحدین ېې غواړي د وچ زور په بنست باندې  امنیتی تړون په افغانانو باندې وتپې .

د ملکیانو د وژلو د لارې ، وحشت او دهشت فضآ رامنځته کول د پراخ تبلیغ ، تطمیع او تحمیق  د منظمې پروسې متمم شمیرل کیږي چه د تړون د انعقاد  په مقصد تر لاس لاندې دې . پدغه پروسه کې د افغاني تولنې د نا اهلو او ناسالمو کسانو لکه جنګي جنایت کاران ، قاچاق وړنکو ، د نشه یي توکو کار او باریان ، وطن خرڅونکو ، د عامه شتمنیو لوتماران او نور د ملاتړ راجلبول  په نښه شویدې .

د امریکا وحشیانه بمباري لږ تر لږه دوه پیغامونه ځان سره لري :

ــ  په افغانستان کې د امریکا او ناتو په اجندآ کې سولې د پروسې نښتوالي.

ــ  نن  د زور زیاتې او د جګړې د فشار د لارې یا صبا د انتخاباتو ( ! ) د  دسیسې په واسطه د امنیتي تړون لاسلیک .

د سولې او آزادي کمسیون یو وار بیا په یرغلګرو قوتونو باندې ږغ کوي ، چه د افغانستان په جګړه کې د خپل ناکامي په بدل  د بیګناه افغانانو  د وژلو د لارې د غچ اخیستنې رذیلانه هلې ځلې ته د پاي تکې کیږدي .

د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون

Door Guest