پښتون غږ ایف ایم  paktika

دیک شنبې په ورځ په لومړي ځل دپکتیکااوکابل ترمنځ ملکي الوتني پیل ،اوپه دې ډول سره دپکتیکاولایت دملکي هوايي ډګرپرانسته هم وشوه.

په دې مراسموکې دپکتیکاپه والي اودولتي چارواکوسربېره په ولسي جرګه کې دپکتیکادخلکواستازیونادرخان کټوازي ،ناجیې بابکرخېل ،په مشرانوجرګه کې دپکتیکادخلکواستازیو،دهوانوردۍ وزارت مرستیال،دافق شرق هوايي شرکت مشرعظیمي اوګڼ شمېرپکتیکاوالو ګډون کړی وو.

دپکتیکاوالي محب الله صمیم په دې اړه پشتون غژ ته وویل چې موږنن دپکتیکاولایت دملکي هوايي ډګرپرانستنه وکړه چې دادپکتیکادولایت لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه ده اوله دې وروسته به دهوايي ترانسپورت په برخه کې دپکتیکاوالو ستونزې هواري شي.

نوموړي وویل چې له دې سره به دپکتیکاوالواقتصادوده وکړي تجاران به خپل مالونه په اسانۍ سره انتقالوي،دناروغانودنقل په برخه کې به هم دپکتیکاوالوډیري ستونزي هواري کړي اوددې ترڅنګ به دامنیت په برخه کې هم ښه اثرولري.

والي په دې اړه وویل چې موږکابل ته دسفرپرمهال دغزني ،وردګواوهاخوابیادزرمت په لویولاروکې دتګ راتګ پرمهال امنیتي ستونزې درلودې چې په دې پروازونوسره به اوس زموږامنیتي ستونزې هم هواري شي.

ګڼ شمېرپکتیکاوال هم دهوايي ډګردپرانستي مراسموته راغلي وودوی دغه خوشالي په ډولونواواتڼونوولمانځله اودایي دپکتیکالپاره یوبل پرمختګ وباله.

دیادوني وړده چې دغه هوايي میدان دایساف له لورې جوړشوی ؤ۱۸۵۰ – اتل سوه پنځوس متره اوږدوالی او۴۰ څلوېښت متره سورلري، داوس لپاره به دقراردادله مخې دافق شرق هوايي شرکت الوتکي په اونۍ کې یوځل پروازکوي.